fbpx

بودایي لیوان مو در وتړئ

ابو یاسر افغان

نور نو چاته دا پوښتنه نشته چې برما کوم هېواد دی، چېرته واقع دی او ولې د دغه هېواد پوځ او خلک د روهنګیا مسلمانانو نسل وژنه کوي، اوس ټولو ته بهتره معلومه ده چې په برما کې بوذیانو یا بودایي لیوانو د مسلمانانو قتل عام د دې لپاره پېل کړی چې په دغه هېواد کې د اراکان مسلمانان بیخي ختم کړي، په تېره یوه اونۍ کې نږدې ۳۵۰۰ تنه مسلمانان په شهادت رسول شوي او تر شلو زرو زیاتی کورنۍ له خپلو سیمو په زور ویستل شوي دي، مسجدونه، کورونه او نور عامه ځایونه یې بودایي پوځ او عامو خلکو سوزولی دي، خو بیا هم د تېر په څېر ټوله نړۍ خاموشه ده، دا لا څه چې د اسلامي هېوادونو نړیواله اتحادیه، سیاسی تنظیمونه او حکومتونه هم خاموش او ځانونه یې داسې غلي کړي لکه چې نه خو د ځمکې پر مخ د برما په نوم کوم هېواد شته او نه هم د برمي مسلمانانو په وړاندې د دوی کوم مسؤلیت!!

موږ د ملګرو ملتونو او امریکا څخه غواړو چې نور مو دا برمي بودایي لیوان در وتړئ او کنه نو تاسو دې خبر وئ چې ظلمونه مقاومتونه زیږوي، د اسلامي امت حاکمان به بي غیرته وي، خو په عام امت کې لا د غیرت سپرغۍ مړې شوي نه دي، که ظلمونه او وحشتونه همدغه شان دوام ولري، نو بیا که د برمي بودایانو قتل عام پیل شو، نړیوال دې بیا رمباړې نه وهي او لکه اوس چې غلي او خاموش دي په همدې ډول خاموشۍ دې د بودایانو د قتل عام ننداره هم وکړي.

هغوی ته چې وایي تاسو په برما کې جهاد وکړئ او مطلب یې دا دی چې موږ او زموږ امریکایي باداران دلته په ارام پرېږدئ چې خپل عیش او عشرت وکړو او تاسو برما ته لاړ شئ، همدومره وایو چې: نه خو به تاسو رانه په ارام سا واخلئ او نه به د برما بودایانو زموږ له انتقامه خلاص شي، دا غیرت خو په تاسو کې نشته چې نورو ته هلته د تګ خبرې کوئ لږ په خپله هم غیرت وکړئ او له خپلو ځانونو یې و پوښتئ چې تاسو د برمي مظلومو مسلمانانو په حق کې څه کړي دي؟؟ همدا تاسو یاست چې په افغانستان کې د امریکایانو وحشت د امریکایي یرغلګرو خلاف د جهاد پایلې ګڼئ او تل ادعا کوئ چې که مقاومت نه وي نو امریکا به بمونه نه وروي، مګر په برما کې د همدې امریکا متحدین د تش لاسو او بې دفاع مسلمانانو قتل عام کوي، هلته خو وسله وال مقاومت هم نشته، اوس به د برمي بوذیانو ظلمونو او درنده ګۍ ته کوم ډول توجیهات وړاندې کوئ؟؟

که لږ ذره غیرت او ایمان په چا کې وي، هغه به نورو ته نه وایي چې ته برما ته لاړ شه کنه، بلکې په خپل ګریوان کې به سوچ کوي او خپل مسؤلیت به په دغه قضیه کې درک او عملي کوي.

د بشري حقوقو ادارې خو بې له دې هم د یهودیانو او نصرانیانو د دفاع او خدمت په موخه جوړې شوي دي، ګیله نۀ ترې کوو، مګر زیرې ورکوو چې تاسو ته به هم ډېر ژر هلته ستر ستر کارونه پیدا کړو، بیا به ستاسو لوی کار دا وي چې د برمي بودایانو مردار جسدونه به خښوئ او له بویونو به یې تنګ یاست.

په دریم قدم کې به دومره ووایم چې ما د برمي مظلومانو اواز تر ډېرو مسلمانانو رسولی هغوی وایي موږ جهاد کوو خو د وسایلو سخت کمبود دی او نقدې هم نلرو بیخي بد حالت کې یو، که تاسو لږه مرسته وکړئ موږ جهاد پیلوو، دا چې چا د هغوی مرستې ته لبیک و نه وایه خپل ځواب به په خپله الله جل جلاله ته ورکړي، زه بیا هم په خپلو مسلمانانو ورونو او خویندو غږ کوم چې په دې لوی ناورین کې د برما د مسلمانانو په حق کې تر خپله وسه په رسنیو کې غږ پورته کړئ او د عملي مرستې هڅه هم وکړئ، زه د خپلو هغو برمي مسلمانانو ورونو څخه زیاته مننه کوم چې د جهادي مبارزې د پیل کېدو زیرې یې را کړ او ورنه بخښنه غواړم چې عملي مرسته مې ورسره و نه شوه کړای، خو لږ تر لږه د دوی اواز مې تر تاسو او نورو مسلمانانو در ور ساوه.

د نړیوال کفر د بشپړ شکست په هیله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د