
مجاهد ته داختر مبارکي په اړه یو پیغام
بدرالدین
زما مجاهده وروره !
زه ستا داحسان پوروړی يم ، همدا ته يې چې نن داختر ورځ دې دجهادپه سنګرونو کې له مونږ څخه ددفاع په لارکې خړه پړه سپيره تيره کړه ، همداته يې چې زما دسوکالۍ لپاره دې دصليبي اشغالګرولمبې په تن سړې کړې ، همدا ته يې چې دبمبارونو او چاپو بلاوې درپسې ګرځي او همدا ته يې چې کلونه کلونه بيا هم دغرونو په څېر کلک او محکم ولاړ يې هوډ دې مات نشو ، کمزوری نشو ، له خپل دريځ څخه وانه وښتلې ، زما په فکر يواځې او يواځې ته داختر دمبارکۍ وړ يې او ته يې په خوند هم پوهيږې .
زه تا وينم چې کلونه کلونه دې دقربانۍ دستر اختر په فلسفه کې تيريږي ، ستااختر ستا دبې باوره ژوند له هر سهار پيليږي ته هره ورځ دجهاد په سنګرونو کې په ريښتونې معنی تکبيرونه په لوړ اوازوايې په داسې حال کې چې يواځې او يواځې له الله تعالی څخه دې وېره په زړه کې وي او دالله تعالی لويې او پاکي بيانوې او په ټوله توجه ، تضرع ، دعاء او ژړا له الله تعالی څخه مرسته غواړي او ټوله تکيه دې يواځې او يواځې په الله تعالی باندې ده ستادې دتکبيرونو لوی اختر هره ورځ مبارک شي .
زه تا وينم چې ته کله په ټول الهي او جهادي مينه الله تعالی ته سجده لګوي لومړۍ دخپل ټټر دزخم په وينه خپل مبارک اندامونه ووينځې ، او بيا له دنيا سره تعلق مکمل پرې کړې په ټوله توجه دبې خودۍ په حالت کې يا دشهاد ت جام په سر واړوې او نيغ دشهادت دمعراج په براق دالله تعالی حضور ته روح وړاندې کړې او يا خو بيا هم دالله تعالی په لار کې ديوه بل ټپ او بل پرهار په هيله په ګوډ اومات بدن له دردونو څړيکو او آهونو څخه ډکې دانتظار شيبې تيروې ، او تر هغه دا کوښښ کوې تر څو دې چې خپل حبيب ته ځان رسولی نه وي ستا دخپل تن قرباني او زمونږ دڅارويو قربانۍ ډېر توپير سره لري زمونږ دڅارويو قربانۍ دلوی اختر په ټاکلې ورځ وي خو ستا قربانۍ هر وخت الله تعالی ته منظوره ده او اجازه يې درکړې ده او په دنيا کې يې لا دقبوليت وعده دجنتونو او دهغو دنعمتونو په صورت کې درسره کړې ده ، نو ستا دې دقربانۍ دلوی اختر هره ورځ مبارک شي .
زه تاوينم چې کله دالله تعالی په لار کې زخمي شې يا شهيد شې ستا وينه له مشکو څخه ډېره زياته خوشبويي لري ، ستا دشهادت کالي دومره له افتخار څخه ډک وي چې دالله تعالی بنده ګان يې نشي درڅخه اخيستلای او غوره بولي چې خپل وروستي منزل ته دخپل حبيب ديدار ته دشهادت د وينو په مهر وهلي لباس ورشې ستا دې د مشکينو خوږو وږمو او رنګينو ښايسته کاليو لوی اختر هره ورځ مبارک شي .
زه وينم چې ستا جنازګاه او زمونږ عيدګاه په کلي کې هم هغه يو ټاکلی ځای دې توپیر دادی چې ته زورور مو هر وخت وربللی شې خو مونږ ټول کال انتظار ورته کوو او په ټاکلي ورځ ورځو او داختر لمونځ پکې اداء کوو .
زما مجاهده وروره ما وبښه که ما ستا داحسان او مينې پوره حق نه وو اداء کړی زه ستا غريب ځپل شوی او ربړول شوی ولس يم ، زه فقط همدومره پوهيږم چې زه او ته سره يو يو خو ته په دې رمز او کيف پوهيږي چې زما او ستا وجود څومره سره يو دی
ځکه خو دې زما درد ته خپل ځان سپيلنی کړ .
او دمجاهد ژوند دې هره ورځ اختر مبارک شه .