نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال ۴۰

us prisoner torture1کله یې چې زه خپله محکمې ته بیولم، له خونو یې را وویستو، پاس پوړ ته یې بوتلو، هلته یو وړونکی کتابتون و، هغه ته یې ننویستو، دا د دوشنبې ورځ وه، هغه بندیان چې محکمې ته به يې بیول دلته به یې سره را ټول کړل، او بیا به یې له دې ځایه څو څو ډلې کول، هره ډله يې یوې محکمې ته بیوله، کله چې یې ټول هغه کسان سره راغونډ کړل چې په دې ورځ یې محکمه وه، نو یې دوه دوه کسان یو له بل سره په یو یو لاس ولچک کړو، او دواړه پښې یې داسې په ځنځير راباندې وتړلې چې هسې ایله مو یوه او بله پښه سره خوځولی شوای، په کرار کرار به مو ګامونه اخیستل، لوی ګام مو نشوای اخیستی، او بیا یې ځنځير کلپ کړ، کله یې چې د لاندې را ښکته کړو، نور یې له لویې دروازې څخه را ایستلو، دلته یې د هر یوه په سر توره کڅوړه ور واغوسته، همداسې په پټو مخونو یې روان کړو، لار مو هم نه لیده، بس د دوی یو کس تر مخ و، نور مونږ کتار په هغه پسې ور روان وو، کله به که دکوم بندي پښه بنده شوه، یا به یې لار نشوای صحي کولی، بیا به ددوی یو کس راغی، لارې ته به یې سم کړ.

 یو سل دوه سوه قدمه یې چې بوتلو، هلته یې کاسټر ته وخېژلو، د محکمې مخې ته یې بوتلو، فکر کوم پنځه دقیقې لار به هم نه وه، د محکمې ودانۍ د همدې ریاست هفده په احاطه کې وه، د محکمې مخې ته یې چې ورسولو، هلته یې تورې کڅوړې له سرونو څخه را نه لیرې کړې، نور مونږ ټول په کاسټر کې منتظر ناست وو.

    د یو یو کس نوم به یې اخیست، هغه به یې محکمې ته بیولو، بیا به یې د بل نوم واخیست، یوه پنځه کسیزه ډله وه، په مزار کې یې نیولي وو، دا پنځه واړه یې د اختطاف په تور نیولي وو، سپین ږيري هم پکې وو، د همغه شمالي لوري وو، دوه کسه نور پښتانه وو، یو پنډ، لوړ او لوی د پنځه دیرشو، څلويښتو کلونو په عمر به و، هغه بل د شلو دوه ویشتو کلونو په عمر مټور دنګ غنمی رنګی ځوان و، ددواړو دوسیه یوه وه، دا یو طالب او هغه بل مولوي و، مولوی صیب نادر سپین ګوی سړی و، له دې مخکې ما نه و لیدلی، ځکه دوی په بل دهلیز کې وو، د لوګر ولایت اوسیدونکی و، مونږ ټول دا څوارلس کسان یې په یوه کاسټر موټر کې کینولي وو.

    زه غلی ناست وم، له هېچا سره مې خبرې نه کولې، ځکه چې نه کوم شناخته را سره و، اونه مې په دوسیه کې بل شریک لرلو، یوازې زه او  دوه نور کسان په خپلو دوسیو کې یوازې وو، نور څوک پنځه کسان په یوه دوسیه کې وو، څوک دوه او څوک درې. له مونږ سره یې په کاسټر کې یو د امنیت کس هم د حراست لپاره پرېښی و، که څه هم چې زمونږ لاسونه خو ولچک وو، خو بیا هم دوی یرېدل.

    مولوي صیب دې کس ته دعوت پیل کړ، وايي ګوره له الله نه ویرېږه، په دې حکومت کې کار مه کوه، دا حکومت له منځه ځي، دا د امریکایانو حکومت دی، خپل آخرت مه خرابوه، لاړ شه چېرته خپله آزاده غریبي وکړه، ده ویل هو سمه ده، زه هم نور دا کار پرېږدم، چېرته ځانته شخصي کار ګورم.

    مولوي صیب نور هم ورته لګیا وو، د حکومت بدۍ یې ورته بیانولې، ما له ځانه سره ویل چې ددې سړي یا عصاب خراب دي، او یا خپله له امنیت سره اړیکې لري، او یا دا چې له دنیا نه یې زړه تور دی، له خپل سر نه تېر دی، خو هلته د نورو بندیانو په مخ کې مې څه نشو ورته ویلی چې غلی شه!

    کله چې زما د محکمې نوبت شو، یو هزاره امنیتي افسر و، هغه به د بندیانو نومونه اخیستل، زما نوم یې واخیست، ما هلته نوم بل ډول ور کړی و، دا نوم یې چې واخیست ټولو په حیرت انګیز ډول راته وکتل، دې مولوي صیب هم ډېر په تعجب را ته وکتل!

    زه لاړم، محکمې ته، هلته  پنځه تنه قاضیان په چوکیو د لوی ستیج شا ته ناست وو، یو پکې د ږیرې او پکول والا وو، نور پکې ږیر خرییلې او نیکټايي والا وو، زما مربوطه څارنوال له ما نه اخوا په چوکۍ کې ناست و، وکیل مې له څنګ سره ناست و، قاضیانو زما نوم واخیست، او نور یې څارنوال ته وویل چې ته  ددې کس په مورد کې څه دعوا لرې، هغه په دوه درې پاڼو کې د دعوې صورت جوړ کړی و، هغه یې ولوست، چې دې کس دا جرم کړی، دا یې کړی، ديته باید د قانون د پلانۍ مادۍ او پلانۍ مادې پر اساس سزا ور کړل شي!

    وروسته بیا زما وکیل پورته شو، هغه د څارنوال مدعا رد کړه، او خپل ور سره دلایل یې یاد کړل، چې دې کس جرم نه دی کړی، له هغه وروسته یې ما ته وخت را کړ، ما هم په پوره جرآت سره د پېښې جریان ورته بیان کړ، او د څارنوال مدعا مې غلطه وګڼله، او په واضحه توګه مې ورته وویل چې ما د امریکایانو خلاف فعالیت کړی، او د قانون په چوکاټ کې مې کړی، او که آزاد شم بیا یې هم کوم، دا د ټولو اصولو په رڼا کې زما بلکې د هر افغان ثابت حق دی، او کوم څه چې څارنوال صیب وايي دا حقیقت نه لري، د جلسې مشر قاضي را ته ویل چې تا دلته په دوسیه کې اعتراف کړی، چې تا دا کار کړی، او اوس انکار کوې، ما ویل چې دا اعترا ف یې په زور را باندې کړی، د وهلو او ټکولو په زور یې را باندې کړی، ځکه خو ما بیا وروسته بېرته انکار کړی.

    په دې ترڅ کې یو قاضي را ته ویل چې ته څه دلیل لرې چې دا خبرې یې په زور در باندې کړې دي، ما ویل دا دي زما څو میاشتي کېږي چې دلته بندي یم، خو اوس هم زما په لاسونو او پښو کې د وهلو او ځوړندلو نښې نښانې شته، هغه قاضی راته ویل چېرته دي؟ را دیخوا کړه! زه د میز مخې ته ور وړاندې شوم، لاسونه او پښې مې ور وښودې، دوی چې زما په لاسونو او پښو کې د ځوړندولو او وهلو نښې ولیدلې ږغ یې ونه کړ، او سره غلي شول!

     زه بېرته خپل ځای ته راغلم، هغه دجلسې مشر قاضي راته ویل چې، که یې له تا نه په زور اقرار اخیستی وای، نو په دې نورو ځایونو کې دې ولې اقرار نه دی کړی؟ که یې له تا نه په زور اقرار اخیستی وای، بیا به یې ټول هغه څه درباندې ثابتول چې په کومو یې تورن کړی یې. خو تا دلته په ځینو کارونو اعتراف کړی او له ځینو دې انکار کړی! ما ویل دوی خپله وسه وکړه، همدا یې په زور تر لاسه کړل! له دې اخوا د دوی زور هم کار نه کولو!

     نور دوی راته ویل ځه، زه راووتم، زما وکیل یې هم را پسې را وایست، یوازې دوی او ور سره څارنوال پاتې شول، کله چې کاسټر ته راغلم، هغه مولوي صیب راته ویل: او وروره! ته یې چېرته په استشهادي عملیاتو کې نیولی یې؟ ما ورته وخندل ما ویل نه! وايي زما خو دې زړه بوټ را وکيښ ما ویل چې چېرته یې په استشهادي برید کې نیولی یې!

     د ماسپښین مانځه وخت شو، زما هم اودس و، او دمولوي صیب هم اودس و، هغه پیره دار ته مو ویل چې مونږ مونځ کوو، هغه له کاسټر نه را ښکته کړو، د لاندې یو کونج و، مونږ همداسې په ډاګ په سیمټو درېدو، هلته یو دوه کسه نور کارکوونکي وو، هغوی جاینمازونه را ته راوړل، سنت مو وکړل، جمعه مولوي صیب را کړه، یو زه وم یو دی! نورو بندیانو ځینو خو له سره مونځ نه کولو او دځینو اودسونه نه و.

     دلته ما هغه مولوي صیب ته ویل چې سړیه لږ ګوزاره کوه، تا دا د امنیت کارکوونکي ته څه نصیحت کولو؟ په دې وخت او دې ځای کې دا ډول خبرې تاوان کوي، ده ویل نه، اوس کیسه له کیسې تېره ده. څه چې په خوله راځي هغه ورته وایم، ما ویل زه داسې نه وایم چې مه یې وایه، کله چې له خیره سره خلاص شوې بیا چې څه کوې هغه کوه، مګر اوس تاوان درته کوي.

    له دې مخکې ده شکایتونه را ته وکړل چې دا مې څووم ځل دی چې محکمې ته مې راولې، ولې بیا یې ځنډوي، بل ځل مې بیا راولي، بیا یې وځنډوي، ما ورته ویل چې زما په ګومان علت یې همدا ستا آزادې او په هر ځای او هر چا ته د حکومت پر ضد خبرې کول دي! او دوی دا کار کولو، کوم بندي به چې د دوی خلاف تبلیغات کول، دوی ظاهرا څه نه ورته ویل، مګر نور مشکلات یې ورته پیدا کول، او هغه داسې چې محکمه به یې ورته ځنډوله!

ما چې مولوي صیب ته دا خبره وکړه، هغه ویل کېدای شي، ستا خبره پر ځای وي، ځکه دا څووم ځل دی چې محکمې ته مې راولې، بیرته مې بوزي، دوی به په دې ټوګه ما ته سزا راکوي، ماویل کیسه همداسې ده، له خولې سره دې پام کوه.

وايي زه د موټرو بارګین لرم، دا بل ځوان ويني، دی یې نیولی و، هغه زه په ګوتو ور کړی یم، له ده وروسته یې زه راوستم، بیا یې له هغه خپل ملګري نه یو څه ګیله غوندې وکړه چې زه یې په لاس ور کړم… نور بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x