دیني، سیرت او تاریخ

د شیطان پېژند ګلوي (نولسمه برخه)

دکتور کفایت ا لله وردګ

یادګېرنه : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې په تېره برخه کې مو دا خبره شروع کړې وه چې شیطان په انسان یو کار څنګه کوي؟ ددې لپاره هغه څه لارې لري چې یوه یې وسوسه ده په آتلسمه برخه کې مو دا خبره تېره کړه چې شیطان عابد (عبادت کوونکي) ته څنګه وسوسه ور اچوي او عالم ته څنګه وسوسه ور اچوي د هغې برخې په تعقیب …

ځوانانو ته وسوسې

شیطان ځوانانو ته د شهوتونو د وسوسو سره سره ډېر کوښښ کوي چې د هغوی په زړه کې داسې خاطرې او وسوسې ور ځای کړي چې د هغو او د والدینو ، استاذانو او نورو مشرانو تر مینځ تعلقات ورسره خراب شي کله چې یو ځوان خپل مور او پلار ته سخت ځواب ورکوي ، د هغوی د خبرو د منلو څخه انکار کوي نو شیطان ډېر زیات خوشحالیږي او هغه یې نور هم تشویق کوي او لا په زړه کې ور اچوي چې ته خو اوس ماشوم نه یې ، ته خو اوس لوی یې په همدې ډول د یو استاذ بې ادبي ته یې هڅوي د ټولنې هر مشر ، هر سپین ږیری ، هر علمی شخصیت د قدر او احترام وړ دي او د هغوی په ا حترام کولو او عزت کولو کې ثواب دی خو کله چې شیطان د کوم ځوان په زړه باندې واکمن شي دا ټول شیان ورڅخه وباسي ، ددې سربېره شیطان ځوانانو ته دا هم په زړه او په خوله کې ورکوي چې موسیقی د روح غذا ده او حال دا چې په حقیقت کې موسیقی د روح لپاره زهر قاتل دي بلکه د روح غذا قرآن کریم ، تلاوت ، عبادت او طاعتونه دي ، همدارنګه ځوانانو ته شیطان په خپله وسوسه سره د کفارو د جامو د تقلید لارښونه هم کوي ، د هغو لباس یې په نظر کې ور ښکلی کوي او د مسلمانانو د لباس نه یې په زړه کې نفرت ور اچوي نو د ځوان بیا د کفارو لباس خوښیږي او د مسلمانانو دروند او سنګین لباس یې نه وي خوښ ، همدارنګه د ځوانانو په زړونو باندې شیطان ډېر کار ددې لپاره کوي چې له بدو خلکو سره هغه چې په سمه لار نه وي روان ، هغه چې نشې او تماشې خوښوي ، هغه چې ټول عمرونه په عبثیاتو کې تېروي له هغوی سره ددې ځوان ملګرتیا جوړه کړي او کله چې یو ځوان هرڅو نېک وي خو چې ملګرتیا یې لداسې خلکو سره شي چې هغوی بې لارې وي نو دا ځوان پخپله ورسره بې لارې کیږي .

ښځو ته وسوسې

شیطان کوښښ کوي چې د یوې ښځې د زړه مالک شي بیا هغې ته په زړه کې ور اچوي چې ستا ټوله بادشاهي ستا حسن دی ، ټول خلک به ستا قدر کوي که ته ښکلې ښکاره کېږې او که ستا شکل خراب وي بیا به هېڅوک ستا قدر نه کوي ، کله یې چې دا خبره په ذهن کې ور ځای کړه نو کله چې بهر ته د وتلو اراده کوي نو ورته وايي ځان لږ جوړ کړه چې خلک درڅخه متاثر شي ، ښې جامې واغونده ، وېښته په مخ لږ را پرېږده لدې سره انسان ترقی یافته ښکاره کیږي ، برقع زوړ رواج دی ددې آغوستلو ته اوس ضرورت نشته ، کله چې له ا جنبی سړي سره خبرې کوې نو لږ په نرمه لهجه خبرې کوه ترڅو هغه لتا څخه متاثر شي ، کله چې خاوند ورته څه خبره وکوي چې دا کار ولې وشو ؟ دا کار ولې ونه شو؟ نو شیطان دې ته په زړه کې ور اچوي چې ته د خاوند سره څومره ښه یې اوس هم دا پوښتنه لتا څخه ځکه کوي چې دا په تا باندې شک کوي ، وګوره ته له خاوند سره څومره ښه رویه کوې او هغه تاته پداسې سخته لهجه کې خبرې کوي، ته هم یو انسان یې او هغه هم یو انسان دی د هغه هېڅ حق نشته چې لتاسره دومره په سخته لهجه خبرې وکوي ، کله یې چې خاوند چېرته ځي نو د هغه د حرکاتو په اړه دېته په زړه کې شکونه ور اچوي دا پدې وخت چېرته لاړو؟ ده دا دومره وخت له کور نه بهر څه کول؟ ده په موبایل له چا سره خبرې وکولې؟ لدې وسوسو سره شیطان کوښښ کوي چې د ښځې او خاوند به مینځ کې فاصله پیدا کړي او شیطان بل هېڅ عمل ته دومره نه خوشحالیږي لکه دېته چې د ښځې او خاوند په مینځ کې چې جنګ جوړ کړي ، د دوی په مینځ کې فاصله پیدا کړي او کله یې چې د یوې ښځې په زړه دومره واکمني حاصله کړه چې هغه یې د خاوند له مینې واړولو نو بیا به په کور کې په هره خبره لانجه وي ، په هره خبره به جنګ وي ، له اکثرو کورونو څخه بیا د ښځې او خاوند لپاره جهنم جوړ وي حال دا چې کله ښځه او خاوند سره خوشحال ژوند کوي کور لکه جنت داسې وي ، الله جل جلاله د ټول مسلمانان وساتي لدې کورنیو لانجو څخه کله ښځه په ضد کې راشي او نورو کارونو ته ملا وتړي شیطان چې د انسانانو ازلی دښمن دی نو هغه ددې ښځې خاوند ددې په کارونو خبر کړي په کوم وخت کې چې هغه کوم غلط حرکت کوي نو شیطان خاوند ته په زړه کې ور واچوي چې یو ځل د کور چکر ووهه وګوره چې ستا نه وروسته ستا ښځه څه کوي؟ کله چې د هغې موبایل مصروف وي د خاوند په زړه کې ور واچوي ته لږ وګوره چې د ښځې موبایل خو به د مصروف نه وی هغه چې زنګ ووهي نو په همدې وخت کې مصروف وي داسې چې څو ځله دا کار تکرار شي نو د خاوند هم زړه ورته د غم او غصې نه ډک شي پدې توګه شیطان و توانیږي چې د یو مسلمان او مسلمانې ژوند بلکه کله د هغوی د ټولو اولادونو ژوند ور خراب کړي .

مالدارانو ته وسوسې

شیطان چې کله د مالدارانو د زړه واکمن شي نو هغوی ته په زړه کې ور اچوي چې لتا سره دومره مال دی که دا له بل چا سره وای څومره مزې به یې کړې وې ، د خپل ژوند نه مزه واخله ، دنیا فاني ده یو څو ورځې ژوند دی په خوشحالۍ یې تېر کړه ، کله چې سوالګر ورته مخې ته ودریږي د الله جل جلاله په نوم ورڅخه سوال کوي نو شیطان دده په زړه کې ور واچوي ده ته یوه روپۍ هم مه ورکوه دا غریب نه دی بلکه دده وظیفه همدا ده دا ولې کار نه کوي ، کله چې د جومات يا مدرسې لپاره ورڅخه وغوښتل شی نو شیطان په زړه کې ور اچوي دا یې هسې په دوکه لتا څخه اخلي دا بیا په جومات کې نه مصرف کوي او که یې مصرف هم کړي نو چېرته په لسو کې به یوه روپۍ مصرف کړي ده ته یې مه ورکوه بل وخت به چېرته سم ځای راشي هلته به یې ورکړې چې ستا پیسې په ښه ځای کې مصرف شی ، اوس یې پریږده په خپل آخر عمر کې به چېرته یو جومات جوړ کړې هغه به ستا لپاره صدقه جاریه شی ، راځه دا پیسې د چا ته په سود ورکړه ، په بنک کې یې کېږده چې ګټه یې درته راځي اوس خو ټول خلک همداسې کوي دا خو اوس څه بد کار نه دی پاتې لدې وسوسې سره غني دېته رضا کړي چې په داسې لاره یې برابر کړي که روا وي او که ناروا خو چې دده مال پکې زیات شي .

غریبانو ته وسوسې

شیطان کله چې د غریب سړي په زړه باندې واکمن شي نو هغه ته په زړه کې ور اچوي چې دا ته ولې دومره کم بخت یې؟ ته خو د فلاني او فلاني څخه زیات کارونه کوې نو ستا پیسې ولې نه زیاتیږي ، کله ورته په زړه کې ور اچوي کوم خلک چې حلال خوري هغه ټول غریبان دي او دا کوم خلک چې ډېرې پیسې لري دا ټولې دوی په ناروا ګټلي دي ، د حلالو پیسې نه ډیریږي نو لدې وسوسې سره یې په ټولو مسلمانانو باندې نیت خراب کړي او چې لږ یې مخکې بوزي نو په زړه کې ور واچوي چې دا مالدارانو ټولو د غریانو حقونه خوړلي مالونه یې زیات کړي دي چې کله هم ددوی مال په لاس درغلو چې صرفه ورباندې ونه کړې د خپلو غریبانو اولادونو برخه له دوی نه واخله نو دېته یې تیار کړي چې که د مالدار مسلمان څه شی په لاس ورشي چې ورڅخه پټ یې کړي ، او کله یې په زړه کې داسې خبرې ور واچوي چې نعوذ با لله د الله جل جلاله په تقسیم او فیصله ورڅخه د ګستاخی اعتراض وشي او تر کفر پورې ورسیږي .

نو په دې توګه شیطان هر انسان ته پداسې توګه راځي چې د هغه انسان له حال سره مناسب وي ترڅو هغه انسان يا خفه کړي ، يا یې په کومه غلطه لاره روان کړي ، يا په کوم نېک کار آخته دی هغه نېک کار ورباندې خراب کړي انسان باید د هغه د ې حرکاتو ته متوجه وي او په هروخت کې باید ووایيأَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ .

د وسوسې علاج

کله چې انسان پوه شي چې شیطان ورته وسوسه ور اچوي ، د هغه ذهن دکومې ګناه لور ته ورکش کوي ، د هغه زړه او دماغ د شهواتو لور ته ور کش کوي نو انسان د فوراً د الله جل جلاله ذکر وکوي لکه لږ مخکې چې د حضرت ابن عباس رضی الله عنه په قول کې تېر شول چې هغه فرمایل شیطان د انسان زړه ته انتظار کوي کله چې هغه د الله جل جلاله له ذکر نه غافل شي نو فوراً کار ورباندې شروع کړي او وسوسې پکې اچوي کله چې انسان د الله جل جلاله ذکر وکوي نو بیا شیطان د انسان له زړه نه شا ته شي نو د هغه قول نه ښکاره کیږي چې د شیطاني وسوسې علاج همدا دی چې انسان د الله جل جلاله ذکر وکوي او هغه کسان چې هر وخت د الله جل جلاله ذکر کوي نو شیطان نشي کولی هغوی ته وسوسې ور واچوي ….

نور بیا ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x