نظــر

بې بې سې او نورې رسنۍ

په هېواد کې د کرزي له بلواکه رژيم سره د بيان د ازادۍ له پوچ شعاره په استفادې هرچاته د خپل فکر د تبليغ لپاره په يوه رسنۍ پسې لاس ونيو، يايې هم په خپله  پر اف ايم راډيوګانو سينه سړه کړه.

په ولاياتو کې شخصي اف ايم راډيوګانې ډېرى دهغو خلکو دي،چې پخپله ټولنه کې د شتمن خو بد اخلاقه پر نامه شهرت لري، چې له همدې راډيو يې تل د يوې وسيلې په توګه کار اخيستى او د خلکو د عزتونو د لوټلو مورچل يې ترې جوړ کړى.

په همداسې رسنيو کې تل د همکارکېدو معيار دادى چې بايد د نيک اخلاقو پرنوم کوم ارزښت ته ژمن نه وي.ښايي ځينو هغو لوستونکو ته چې له هېواده دباندې دا ليکنه لولي، دا يو څو احساساتي جملې ښکاره شي، مګر په هېوادې کې مېشت لوستونکي په تېره بيا په ولاياتو د دې ليکنې لوستونکي پر دې ښه پوهېږي چې دايو تريخ واقعيت دى. چې په ډېرو ولاياتو کې دهمدې راډيوګانو په وسيله آن د نجونو د تښتونو پلانونه جوړ شوي.

په نړېوالو راډيوګانو کې بې بې سې په افغان ولس کې د تېرجهاد له خبرونو نېولې تراوسه ډېره مشهوره وه، کېداى شي د شهرت يوه وسيله يې د نوي کور نوي ژوند ډرامه هم وي. همدې راډيو په دې وروستيو کې په کندوز کې د اشرف المدارس چې شاوخوا شپږ زره ښځينه شاګردانې لري، ډېر پوچ او بې بنسټه راپور خپور کړ. د دې راپور په خپرېدو په فيسبوک کې ځينې اسلامپال ځوانان راوپارېدل او آن د همدې راپارېدنې پر سبب ډېرو اسلامپالو ځوانانو سره وپېژند او د افغانستان داسلامپالو ځوانانو ټولنه بنسټ يې کېښود، چې تل به يې هدف له اسلامي شعايرو دفاع وي.مګر په هېوادنۍ کچه هيڅ کومې رسنۍ دبې بې سې دا سپين سترګې ونه غندله، بې بې سې نه يواځې پر دې راپور بسنه ونه کړه، بلکې د يکشنبې پر ماښامنۍ خپرونه کې يې د دې مدرسې اړوند يو ټليفوني پروګرام هم جوړ کړى و، چې موضوع يې همدا وه، چې که د اشرف المدارس تندروى(!)رافارغه شي، په ټولنه کې به څومره تاثير ولري؟؟؟

د بې بې سې د دې ستر خيانت او جنايت اړوند نه کومي راډيو، نه کوم اخبار او نه هم کوم تلويزون، نه په افغانستان کې قضايي ارګانو او نه هم اطلاعاتو او کلتور وزارت غوږ وګراوه.

اما په داسې شرايطوکې چې ټولې رسنۍ يو طرفه د اسلام ضد_هغه که په هرشکل او هرډول وي_تبليغات کوي، د داسې ځوانانو چې لاهم خپل ارزښتونه پېژني ستاينه او ملاتړ د وياړ خبره ده.

د دې راپور له خپرېدو سره په کندوز کې د جمعې له لمانځه وروسته په جوماتونو کې د بې بې سې داسپين سترګې په کلکه وغندل شوه او ټول ولس داغوښتنه وکړه چې بې بې سې بايد بخښنه وغواړي، په ټوله کې مو د بې بې سې له دې بې مثاله سپين سترګي او د نورو رسنيو له چپ پاتې کېدو دازده کړل، چې رسنيوال هم لکه د کرزي بلواکه مامورين يواځې خپل جېبونه ډکوي، او لکه تل چې يې په سياسي خبرونو کې بې درېغه دروغ ويلي دي، په ټولونورو برخو کې همداسې يوطرفه او دروغجن دي.

ډاکتر عطامحمد رحیمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x