داسپاریګس یا ((نبات الهلیون)) روغتیایې ګټي

ژباړه: بخت الرحمن ((شرافت))

اسپاریګس یو ډول شین بوټی دئ چې ډیر وخت د سلاد په ډول دسترخوان باندي ایښول کیږي او کله کله یې بیا ځیني خلګ پخوي، اسپاریګس له شنه رنګ څخه علاوه په سپین او ارغواني رنګ کې هم موندل کیږي.

اسپاریګس په ډيرو ویټامینونو باندي غني بوټی دئ دغه قیمتي بوټی خپل ځان کې ویټامین (اې، کې او سي) لري او همدارنګه دپولیک اسیډ دکمښت په پوره کولو کې هم مهم رول اداکوي.

اسپاریګس که له یوې خوا د ویټامین (اې) په در لودلو سره د سترګو او پوستکي لپاره ډيري ګټي لري او د انساني بدن د معافیتي نظام (ایمون سیسټم) په توامندولو کې ارزښناکه ونډه اخلي، له بلې خوا د ویټامین (کې) په درلودلو سره د انساني بدن د هډوکو په جوړلو او مضبوطولوکې هم د پام وړ رول لري.

امید واري میرمنې او( اسپاریګس )

څرنګه چې اسپاریګس په کافي مقدار سره پولیک اسیډ له ځان سره لري، نو طبعا د امید وارو میرمنو لپاره غوره خواړه ګڼل کیږي.

پولیک اسيډ دانساني بدن هغه اړین مواد دي چې د انسان په جسم کې د ویني دخلیاتو په جوړولو او همدارنګه د امید وارو میرمنو په خیټه کې جنین ته په وده ورکولو کې مهم رول اداکوي.
ډاکټران وایې، که هر انسان په ورځ کې تر ۱۵۰ ګرامه پوري اسپاریګس بوټی وخوري په بدن کې یې د پولیک اسیډو مقدار پوره کیږي.

عام خلګ تر ۲۰۰ ملي ګرامه پوري پولیک اسیډ ته هره ورځ اړتیا لري، خو دښځینه ناروغیو متخصصین ډاکټران وایې چې امید واري میرمنې هره ورځ تر ۴۰۰ ملي ګرامه پوري پولیک اسیډ مصرفوي.

اسپاریګس د بډوګو د پاکولو لپاره هم ښه بوټی دئ، ډاکټران وایې که څوک غواړي چې د خپلو بډوګو سرویس وکړي ( ویې مینځي) دغه کسان دې اسپاریګس وخوري، ځکه اسپاریګس هغه بوټی دئ چې د بولي نظام په تیزولو او دبولو په زیاتولوکې ښه ونډه لري

ډاکټران واېې هغه کسان چې د معدې له تیزابیت څخه کړیږي دغه کسان دې پوخ کړل شوی اسپاریګس وخوري چې ډير ژ ر به یې د معدې د تیزابیت شکایت لري شي.

اسپاریګس ډير وخت خلګ د سلاد په ډول دسترخوان باندي ږدي، خو له دي سره چې د سلاد په ډول خوړل کیږي خلګ یې غوړو کې پخوي ا وکله کله یې بیا یواځي اوبوکې ایشوي، چې په ایشول شوي ډول خوړل يې دمعدې تیزابیت ته ډيره ګټه لري او دهضميې لپاره ښه نسخه ده.

 

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.