
د برما د مسلمانانو نن او پرون ته يوه لنډه کتنه
غنچه ګل ارمان
سريزه
د اسيا په جنوب/ختيځ کې پرته بودايي برما (اوسنی ميانمر) هغه هيواد دی چې د ميليونونو مسلمانانو تاريخي ټاټوبی اراکان او اوسيدونکې يې له شا او خوا دوه نيمو پېړيو راهيسې يرغمل نيولي. که څه هم اراکان يوازېنۍ اسلامي خاوره نه ده چې د دُښمن له خوا نيول شوې، مګر دغه ظلم او وحشت چې د دې سيمې اوسيدونکي ور سره مخ دي، ښايي په اوسني تاريخ کې بې سارې وي. دا ليکنه د برما جغرافيايي او توکميز جوړښت په لنډ ډول معرفي کوي، د اشغال شوي اراکان تېر تاريخ ته يوه ځغلنده کتنه کوي او د دغې مظلومې خاورې او اوسيدونکو پر اوسني حالت لنډه رڼا اچوي او ثابتوي چې د برما راکين ايالت اصلاً اسلامي اراکان دی چې له پېړيو راهيسې له برما څخه جلا وو.
برما
برما (اوسنی ميانمر) د اسيا په جنوب ختيځ کې د اندامان او بنګال د بحيرو پر غاړه د بنګله دېش او تايلينډ تر مينځ موقعيت لري.
پايتخت يې رنګون (يانګون) دی. د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې د دغه هيواد د اوسنيو پولو د ننه برمايي توکم او د نورو توکميزو اقليتونو محلي حکومتونه وو. له ۱۸۲۴- ۱۸۸۶م پورې ۶۲ کلونو مودې کې برتانويانو برما ونيوله او د خپلې هندي امپراتورۍ برخه يې وګرځوله چې تر ۱۹۳۷م کال پورې د هند يوه ولايت په توګه اداره کېده. په ۱۹۳۷م کال کې د برتانوي امپراتورۍ د برخې په توګه د يوې جلا مستعمرې په توګه را پورته شوه او په ۱۹۴۸م کال کې يې له برتانيې څخه خپلواکي واخيسته.
مساحت يې د افغانستان له مساحت څخه لږ څه زيات دی (د ۲۳۰۷۰ کيلومتر مربع اوبو په ګډون ۶۷۶۵۷۸ کيلومټر مربع). له بنګله دېش (۲۷۱ کم)، چين (۲۱۲۹ کم)، هند (اسام ايالت ۱۴۶۸ کم)، لاوس (۲۳۸ کم) او تايلينډ (۲۴۱۶ کم) سره ګډه پوله، او ۱۹۳۰ کيلومتره درياب-غاړه لري. د حاصلخېزه ځمکې (۱۹.۲٪) تر څنګ ځنګلونه (۴۸.۲٪)، ورشوګانې، او طبيعي زېرمې لري. د طبيعي زېرمو تر څنګ د طبيعي آفتونو لکه ويجاړوونکو زلزلو، سېلابونو، او توپانونو له ګواښ سره هم مخ دی . د بېلګې په توګه يوازې د ۲۰۰۸م کال نرګس توپان پکې ۱۳۸۰۰۰ کسان ووژل او په لسګونو زره نور يې ټپيان او بې کوره کړل. ايراوادي سيند يې تر ټولو لوی سيند او تر ټولو مهمه سوداګريزه لاره ده. اکثريت وګړي يې د بحر له غاړې سره نږدې او د دغه سيند په اوږدو کې مېشت دي.
ټول نفوس يې څه باندې ۵۵ ميليونه دي. دوه-درېيمې نفوس (۶۸٪) يې له توکميز پلوه برمن (بامار)، شان (۹٪)، کارن (۷٪)، راخين (۴٪)، چينايان (۳٪)، هنديان (۲٪)، مون (۲٪) او نور توکمونه (۵٪) دي (سی آی اې فکټ بوک، ۲۰۱۷م). په مجموع کې په برما کې ۱۳۵ رسمي توکمه اوسيږي چې روهينګيا/روهينجيا پکې نه دي شامل او له ۱۹۸۲م کال راهيسې د هيواد اتباع نه بلل کيږي (الجزيره، ۲۰۱۷م).
رسمي ژبه يې برمايي ده او نور توکميز اقليتونه خپلې، خپلې ژبې لري. د برما د خپلو شمېرنو له مخې يې اکثريت وګړي (۸۷.۹٪) بودايان، ۶.۲٪ مسيحيان، ۴.۳٪ مسلمانان، او لږه اندازه هندوان او نور دي.
چين، کاچين، کايا، کايين، مون، شان او راکين/راخين (اراکان چې د دې ليکنې اصلي محور دی) د برما ولايتونه دي. د حکومت ډول يې پارلماني جمهوريت دی. د ولسمشر تر څنګ د دولت د مشاور په نامه يوه رسمي چوکۍ لري چې د لومړي وزير د چوکۍ برابره ده او دا مهال يې چارې د “سولې” په برخې کې د نوبل د جايزې ګټونکې AUNG SAN SUU KYI له خوا چې ور سره د بهرنيو چارو وزيره او د ولسمشر د دفتر وزيره هم ده، پر مخ وړل کيږي (سی آی اې فکټ بوک، ۲۰۱۷م).
اراکان:
اراکان (چې اسلامي پايتخت يې اکياب وو)، د اوسنۍ برما لويديز ولايت، تر ۱۷۸۴م پورې یو خپلواک هيواد وو. شا او خوا ۲۰ زره ميل مربع مساحت لرونکې دا غرنۍ تړانګه د بنګال خليج پر ختيز ساحل پرته ده چې له شماله جنوب لور ته نرۍ کيږي. ش/ل کې له بنګله ديش، شمال کې له هند، او ش/خ کې له چين غرونو سره نښتې. له برما څخه د غرونو د يوې لړۍ (ارکان يوما) په وسيله چې تيريدل ترې نږدې ناممکن دي، جلا شوې. د دې غرونو په وسيله دا ځمکه په يوه طبيعي فزيو-جغرافيک واحد بدله شوې. له بنګال سره ۱۷۶ ميله اوږده ځمکنۍ/دريابي پوله، او په لويديځ کې له بنګال خليج سره ۳۶۰ ميله اوږدې پولې يې له بنګله ديش سره اړيکې د تاريخ په اوږدو کې طبيعي ګرځولي، او همدا لامل دی چې اراکان د بنګال له عقيدو (بوديزم، هندويزم، اسلام) څخه له برما وړاندې اغيزمن شوی.
اراکان له تاريخي او جغرافيوي پلوه د ختيز هند ولايت دی نه د برما. له ډير پخوا راهيسې، په لسمې ميلادي پيړۍ کې د منګوليانو/مغولو او تيبيتي برمنيانو تر رارسيدو پورې، هندي ځمکه وه. اراکان ته اسلام د اسلامي تاريخ په لومړيو پيړيو کې راغی (د عباسي خليفه هارون الرشيد له وخت راهيسې، ځکه چې عربو سوداګرو له درېيمې ميلادي پيړۍ راهيسې له دغه ځای سره تګ راتګ درلود)، په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې په ۱۲۰۳م کال کې بنګال مسلمان شو. اوسني ماګ نژاد (هغه بودايان چې په اوسني اراکان کې د مسلمانانو تر څنګ اوسيږي) چې برمايان يې مغولي نژاد بولي، اصلاً په اتمې ميلادي پيړۍ کې د هندو واکمن، سانکره چاريجيا او نورو هندوانو له ظلمونو څخه، د هند له بهار څخه راغلي، او اريايي توکمه دی. اراکان د تاريخ په اوږدو کې، ان په ۱۴۳۰م کې د اسلامي واکمنيو له پيل مخکې هم، خپلواک حيثيت درلود.
اراکان تر ۱۴۳۰م پورې (د اسلامي واکمنۍ د پيل تر وخته)، او بيا له ۱۴۳۰- ۱۶۳۸م پورې د مسلمانانو له خوا، او تر ۱۷۸۴م پورې د اراکاني بودايانو له خوا، د خپلواک هيواد په توګه اداره کيده. په ۱۷۸۴م کې د برمايانو (بوداوپايا نومي واکمن) له خوا ونيول شو او له برما پورې وتړل شو. د دوی د ظلمونو له کبله په لسګونو زره اراکاني مسلمانان (د اراکان د اوسيدونکو ۲/۳ برخه) په ۱۷۹۹م کال کې د انګليس له واکمنۍ لاندې د بنګال چيټاګانګ ايالت ته کډه شول، او يو زيات شمير اراکانيان مرکزي برما ته يووړل شول، تر دې چې د انګليس له خوا د اراکان د نيول کيدو په وخت (۱۸۲۵) کې اراکان يوه کم-ميشته سيمه وه. په دويمې نړيوالې جګړې کې چې کله دا سيمه د جاپانيانو (دوی هم بودايان وو) لاس ته ورغله، په زرګونو روهينګي مسلمانان يې ووژل. په دغه وخت کې هم په لسګونو زره مسلمانان د برمايانو او جاپانيانو له ظلم څخه د بنګال چيټاګنګ ته وتښتيدل. په ۱۹۴۲م کال کې د اراکان جنوب د مسلمانانو له شتون څخه تش کړی شو او هغه چې له وژنو پاتې وو د اراکان شمال ته لاړل (تر ۱۰۰۰۰۰ مسلمانان ووژل شول).
د برما د ازادۍ پر مهال ځايي ماګ بودايانو د دې په بدل کې د اراکان واک برمايي تاکين نژادو ته سپارلی وو چې د مسلمانانو په له مينځه وړلو کې به ور سره مرسته کوي.
اراکاني مسلمانانو په ۱۹۴۷م کال کې د جوړيدو په حال پاکستان ته له محمد علي جناح سره د کتلو له پاره يوه ډله وليږله څو ترې وغواړي چې له پاکستان سره د اراکان په تړلو، يا د اراکان د خپلواک حيثيت پر منل کيدلو ټينګار وکړي. مګر مخکې له دې چې له جناح سره په لاهور کې وګوري، برمايي واکمن يو هندي مسلمان، رشيد، چې د برما د انګليسي ادارې د برمايي واکمن، اونګ سان، وزير وو، له مخکې جناح ته راليږلی وو او ډاډ؟ يې ورکړی وو چې د مسلمانانو حقونه به په اساسي قانون کې خوندي شي. جناح د اراکان وفد ته ډاډ ورکړ او ترې ويې غوښتل چې په دې هکله انديښنه و نه کړي. مګر اونګ سانګ چې په ۱۹۴۷م کال کې د اساسي قانون د جوړولو له پاره ټاکنې کولې، اراکان يې په سلو او زرو بهانو له ټاکنو وايست څو د اساسي قانون په جوړښت کې ونډه و نه لري.
په ۱۹۶۲م کال کې په برما کې د جنرال نو وين تر مشرۍ لاندې پوځي کودتا وشوه.
په ۱۹۷۸م کال کې د مسلمانانو ضد پوځي عملياتو له کبله په سل ګونو زره خلک د خپلې خاورې پريښودلو ته اړ شول، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د ادارې د راپور له مخې ۴۰۰۰۰ کسانو د نهو مياشتو په ترڅ کې د بنګله ديش په کيمپونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. په ۱۹۹۲م کال کې د جنايتونو يوې نوې څپې نور سل ګونه زره مسلمانان د خپلو کورونو پريښودلو ته اړ کړل.
په ۲۰۱۲م کال کې د حکومت له خوا حمايه کيدونکې يوه بل بودايي يرغل ښکار شول چې د بخښنې د نړيوالې ادارې په وينا ۵۰۰۰۰- ۹۰۰۰۰ مسلمانان بې کوره شول. همدارنګه په زرګونو ووژل شول، د ځينو راپورونو له مخې د وژل شويو شمير له ۲۰۰۰۰ زيات دی.
د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر کې د برمايي حکومت او ولس له خوا د مسلمانانو د وژنې، سوځونې او بې پتۍ يو بل حشر پر لار واچول شو. د کډوالۍ د نړيوال سازمان د شمېرنو له مخې د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر او د ۲۰۱۷م کال د جولای تر مينځ ۸۷۰۰۰ روهينګيا بنګله دېش ته کډه شوي.
د ۲۰۱۷م کال د اګست په مياشت کې په اراکان کې د مسلمانانو د وژنې او توکميزې تصفيې يوه بله پلان شوې څپه راغله چې له کبله يې تر دې مهاله په زرګونو بې ګُناه وګړي له تېغه تېر شوي او له شپېتو زرو زيات د کورونو پرېښودلو ته اړ شوي.
له ۱۹۷۰مو کلونو راهيسې خوا او شا يو ميليانو روهنيګيايي مسلمانان د کور پرېښودلو ته اړ شوي. چې له دې ډلې يې نيم ميليون په بنګله دېش، ۳۵۰ زرو په پاکستان، ۱۵۰ زرو په ماليزيا، ۲۰۰ زرو په سعودي عربستان، ۱۴ زرو په هند او …. کې پناه اخيستې. د ملګرو ملتونو د شمېرنو له مخې له ۲۰۱۲م کال راهيسې د ۲۰۱۷م کال تر مۍ مياشتې پورې ۱۶۸۰۰۰ مسلمانان له برما کډه شوي.
د اراکان د مسلمانانو خوار حالت
روهينګي مسلمانان د ځمکې د مخ د ډيرو خوارو او ځپل شويو انسانانو له ډلې څخه دي. جنايي جرمونه، شکنجې، غير انساني او سپکوونکی چلن، بې محکمې وژنې، نيونې او توقيفونه، شوکې او لوټماري، جنسي تيري، د کورونو او مدرسو ويرانول، ملا ماتوونکې ماليې، پر تګ راتګ جدي محدوديت، د ازدواج له حق څخه منع کيدل، د ښوونې د حق محدوديت/نشتوالی، د کار له حق، روغتيايي او نورو ټولنيزو خدمتونو څخه بې برخې کيدل هغه ستونزې دي چې روهينګي مسلمانان ور سره لاس او ګريوان دي.
د تابعيت ستونزه
د ميانمر پوځي واکمنو په ۱۹۸۲م کال کې د تابعيت قانون خپور کړ چې له کبله يې روهينګي مسلمانان د تابعيت له حق څخه بې برخې کړی شول. د حکومتي قوانينو له مخې دوی د برما/ميانمار اتباع نه دي.
د تګ راتګ محدوديت
روهينګي مسلمانان اړ دي چې له خپل کلي، بل ځای ته د تللو له پاره اجازه ليک تر لاسه کړي. د دوی تګ راتګ يوازې له شمالي اراکان پورې محدود شوی. که چيرې څوک په اجازه ليک کې ټاکل شوې مودې څخه زيات وخت تير کړي، په کلي کې يې نوم د کورنۍ له ليست څخه ايستل کيږي او د بيرته راتګ اجازه نه ورکول کيږي.
د ودونو له پاره اجازه اخيستل
د ۱۹۹۰مو په وروستيو کې په اراکان کې يو محلي حکم صادر شو (يوازې د مسلمانانو په هکله) چې هر څوک واده کوي، بايد له (Nasaka) نومي سرحدي ځواک څخه اجازه تر لاسه کړي. اجازه د پيسو او رشوت په بدل کې ورکول کيږي، او هغه هم تر څو کلونو پورې وخت نيسي. دا حکم په کوم قانون ولاړ نه دی، مګر د سرغړونې په صورت کې يې مرتکب!! ته تر لسو کلونو حبس سزا ورکول کيږي. په دې حکم کې له ۲۰۰۵م کال راهيسې د يوازې دوو بچيانو د راوړلو قيد هم زيات شوی. د اجازه ليک قيمت، اړين وخت او رشوت ورځ په ورځ زياتيږي.
بې سوادي او ناروغي
د اراکان مسلمانان تعليمي مؤسسو ته ډير کم لاسرسی لري. په ټول شمالي اراکان کې د ګوتو په شمير ثانوي ښوونځي دي، او يوازې په مرکزي ښار (سيټوي) کې يو پوهنتون دی چې مسلمانانو ور ته پخوا محدود لاسرسی درلود او اوس يې لاسرسی د نشت برابر دی. دا چې مسلمانان تعليم ته لاسرسی نه لري، نو روغتيايي کارکوونکي هم نه لري. دوی د حکومتي کارکوونکو په توګه کار هم نه شي کولی، يوازې محدود شمير ښوونکي په ښوونځيو کې کار کوي او هغه هم د شولو د پټې په بدل کې، نه د تنخا په بدل کې ځکه چې قانوني حق نه لري!! په روهينګي مسلمانانو کې د بې سوادۍ کچه ۸۰٪ ده. د تګ راتګ له محدوديت څخه ناروغتيا هم مثتثنی نه ده، نو ځکه بايد روغتون ته د تللو له پاره هم اجازه تر لاسه کړي.
بې کوري، بيوزلي او کډوالتوب
له يو نيم ميليون (۵۰٪ يې مهاجر دي) په لس ګونو زره په بنګله ديش کې په کيمپونو کې اوسيږي. له دوه سوه زرو زيات يې په بنګله ديش کې له کيمپونو بهر اوسيږي چې د ناقانونه کډوال چلن ور سره کيږي. د سر/ګيډې د ساتنې په موخه چې نورو هيوادونو، لکه تايلينډ او ماليزيا ته ځي، بيرته راګرځول کيږي. ځينو ته د رشوت په بدل کې د دخول اجازه (د ناقانونه کډوال په توګه ځکه چې دوی د تابعيت د نشتوالي له کبله قانوني حيثيت نه لري) ورکړل شي، ځينې بيرته د سمندر د څپو زړه سوي ته ور ټيل وهل شي او ځينې يې د ماهي نيونې په کشتيو يا کرنيزو ځمکو کې د کار په موخه غُلامۍ ته اړ کړل شي.
ملا ماتوونکې ماليې، او اجباري مزدوري
بودايي واکمنو يې په غلو، دانو؛ څارويو؛ د کور پر جوړونې/رغونې؛ نويو زيږيدليو بچيانو؛ مړو؛ د سون پر لرګيو؛ ماهي نيونې … ملا ماتوونکې ماليې ايښي. مسلمانان نه يوازې د زور درنو کارونو ته اړايستل کيږي، بلکې وسله وال ځواک په معمول ډول د مسلمانانو ځمکې، نغذې، او خوراکي مواد هم په زور اخلي.
ديني محدوديت
مذهبي ځايونه لکه جوماتونه، هديرې، مدرسې او نور يې غصب کيږي/ويرانيږي او د رغونې او جوړونې اجازه يې هم نه ورکول کيږي. دا ډول غير انساني هڅې په مسلمانانو کې د ديني هويت د له مينځه وړلو له پاره کاريږي.
د بې پولې ډاکټرانو (MSF) په وينا (چې د ۱۹۹۲م کال د نومبر په ۲۶مه يې خپره کړې وه) روهينګي مسلمانان د نړۍ په هغو لسو نسلونو کې راځي چې د پوپنا کيدو له ګواښ سره مخ دي.
لنډيز
د هغې عامې ادعا پر خلاف چې وايي روهينګيا اراکان ته راوړل شوي، واقعيت دا دی چې د برما راکين ايالت د اراکان په نامه مسلمانه سيمه وه چې له پېړيو راهيسې پکې مسلمانان له برما څخه جلا اوسېدل. اراکان نه يوازې له تاريخي پلوه له برما څخه جلا دی، بلکې له جغرافيايي پلوه هم له برما څخه بېل دی. برمايي بودايان د مسلمانانو پر وړاندې منظمه او پلان شوې ديني-توکميزه جګړه پر مخ بيايي چې هدف يې له اوسنۍ برما څخه د ټولو مسلمانانو اېستل دي. د برما د يوه بودايي مشر څرګندونې په دې اړه هېښوونکي دي چې وايي: ” په نړۍ کې ۵۷ اسلامي هيوادونه دي، که د دوی مشران دا خلک خپلو هيوادونو ته يوسي، زمونږ په هيواد کې به بيا هېڅ ستونزه نه وي”- د الجزيرې مستند فلم) دا په دې معنیٰ ده چې دوی اصلاً په برما کې د مسلمانانو موجوديت نه اوس زغمی او نه يې د زغملو اراده لري.
—————————————
ځينې سرچينې
• Aljazeera, (2017). Myanmar: Who are the Rohingya Muslims?
http://www.aljazeera.com/…/rohingya-muslims-170831065142812…
• د روهينګيا په اړه د الجزېرې مستند فلم (۲۰۱۷م)
http://www.aljazeera.com/…/rohingya-silent-abuse-1707301203…
• A History of Arakan (Past & Present), by Dr. Mohammad Yunus. First Published in 1994.
• North Arakan, an Open Prison, by Chris Lewa, FMR 32
• Rohingya Muslims: A brief history of centuries-long persecution، By Syed Zubair Ahmad
http://twocircles.net/…/rohingya_muslims_brief_history_pers…
• THE PLIGHT OF ROHINGYA PEOPLE
http://bro-uk.org/v1/index.php…
• CIA Factbook