
د رایې اچونې په مرکزونو کې د تلاشي لپاره ۱۳زره ښځې ګمارل کېږي
نن ټکی آسیا: د کورنیو چارو وزارت چارواکي خبر ورکوي، چې دا را روانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رایې ورکولو په مرکزونو کې د ښځېنه رایه ورکوونکیو د تلاشي لپاره ۱۳ زره ښځې پر دندو ګمارل کېږي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، چې د انتخاباتو د امنیتي تدابیرو د ټينګښت په خاطر یې دا اقدام پورته کړی او زیاتوي چې امنیتي ارګانونه به د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره نور کوټلي ګامونه هم په پام کې لري.
د کورنيو چارو وزارت د اټکل له مخې، د انتخاباتو په ورځ به ٦٧٠٠ انتخاباتي مرکزونه د خلکو پرمخ پرانيستي وي.
د یادونې وړ ده چې ، د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا تیفا له دې وړاندې خبر داری ورکړی ، چې د ١٥ ولايتونو په ٦٢ ولسواليو کې ځينې انتخاباتي مرکزونو ته امنيتي ګواښونه متوجه دي.