نړۍ

طالبانو د برما په مسلمانانو روان ظلمونه «ستر وحشت» بللي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی۱۳، ۱۳۹۶): طالبانو په برما کې په مسلمانو لږکیو (روهینګیا) د بودایانو روان ظلمونه غندلي او هغه یې «ستر وحشت او جنګي جنایت» بللی.

طالبانو په همدې تړاو خپرې کړې اعلامیه کې ویلي چې د برما د مسلمانانو درد خپل درد ګڼي او د نړۍ مسلمانان باید خپل برمايي وروڼه هېر نه کړي.

اعلامیه د نړۍ په ټولو مسلمانانو غږ کوي چې د بشر د حقونو د «بې عمله مدعیانو» په تمه دې نه کښيني او له خپلو امکاناتو په استفادې دې په برما کې د مظلومو مسلمانانو د نجات لپاره مټې رابډوهي او تر خپلې وسې د اسلامي همدردۍ وجیبه ترسره کړي.

د طالبانو اعلامیې د هغو اسلامي هیوادونو، سازمانونو، رسنیو او افرادو د موقف هرکلی کړی چې د برمايي مسلمانانو په ملاتړ یې غږ پورته کړی. خو د هغو جهتونو موقف یې د «پیغور وړ» ګڼلی چې په دې تړاو یې چوپتیا غوره کړې.

د طالبانو اعلامیه زیاتوي:

«دا چې نړیوالو رسنیو د برما د مسلمانانو نسل وژنې ته لازم انعکاس نه دی ورکړی او نه هم ورته د بشري حقوقو د څار سازمانانو تراوسه کومه جدي توجه کړې، زموږ په نظر دغه دریځ نه یوازې دا چې غیرمنصفانه او د پيغور وړ دی؛ بلکې د انسانیت او بشري عاطفې له غوښتنو څخه هم څرګنده فاصله لري».

برما (میانمار) د جنوب ختیځې اسیا له هیوادونو څخه دی او له چین، هند، بنګله دیش، لاوس او تایلنډ سره ځمکنۍ او سمندري پوله لري.

د دې هیواد په (اراکان) ولایت کې مسلمان لږکي وګړي، چې د روهینګیا په نامه هم یادیږي، میشت دي، خو د برما د بودايي پوځ او سخت دریځو لخوا له یوې مخې وژل کیږي، کورونه یې سوځول کیږي او نورو سیمو او هیوادونو ته کډوالۍ ته اړ ایستل کیږي.

که څه هم دغه لړۍ له تېرو پنځو کلونو راهیسې روانه ده، خو د روهینګیا مسلمانان وايي چې په دې وروستیو کې پرې داسې ظلمونه پیل شوي چې پخوا یې ساری نه دی لیدل شوی.

هغوی زیاتوي چې د برما پوځ د اختر په ورځو کې له چورلکو کار اخلي، د روهینګیا مسلمانانو کلي بمباروي او بې شمېره کورونه د راکټونو د لګېدو له کبله سوځیدلي دي.

تر اوسه د ملګرو ملتونو ادارې، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او د اقلیت د حقونو مدعي جهتونو په برما کې د مسلمانانو د روان حالت په وړاندې خورا سوړ او پڅ موقف غوره کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عصمت الله شاكر

بي دالله ج نه ماسيوا نه داريزم
ايمل نلرم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x