نړۍ

امریکا کې د سمندري توپان زیانونه ۱۸۰ میلیارد ډالره اټکل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی۱۳، ۱۳۹۶): د امریکا د تکزاس ایالت والي (ګریګ ابوټ) ویلي چې ښايي د هاروي سمندري توپان له کبله اوښتي زیانونه تر ۱۸۰ ملیارد ډالره پورې ورسیږي.

نوموړی وايي چې د هاروي توپان له کبله اوښتي مالي او ځاني تاوانونه د ۲۰۰۵ کال له توپان څخه څو چنده لوړ دي.

د امریکا د تکزاس په ایالت کې دغه توپان، چې له سختو سیلابونو سره مل و، سرعت یې په یوه ساعت کې ۲۱۵ کیلومتره اټکل شوی. نوموړي توپان په لسو ورځو د تکزاس ایالت په اوبو کې ډوب کړ او اوس مخ په کرارېدو دی.

امریکايي ولسمشر ټرمپ د تکزاس ایالت «آفت ځپلې سیمه» اعلان کړه او په دې توګه یې حکومت ته اجازه ورکړه چې د سیمې له خلکو سره په خلاص مټ مرستې وکړي.

ټرمپ د تېرې سه شنبې په ورځ ویلي و چې د تکزاس په ایالت کې را الوتی توپان د امریکا په تاریخ کې یو تر ټولو سختو زیانمنوونکو پیښو څخه دی.

په دغه توپان کې لږ تر لږه ۵۰ کسانو خپلو ژوند له لاسه ورکړی، خلکو ته په لویه کچه مالي زیانونه اوښتي، تر یو ملیون زیات کسان له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي، تر سلو زرو ډیر کورونه زیانمن شوي، په ښار کې د څښلو د اوبو نظام په ټپه درېدلی او په شاوخوا دوه نیم لکه کورونو بریښنا قطع شوې.

د ژغورنې عمله د چورلکو او کښتیو څخه په استفادې د هغو کسانو پسې لټون کوي چې کورونه یې اوبو ډوب کړي او په سیمه کې بند پاتې دي.

د امریکا د تکزاس ایالت والي د تېرې جمعې په ورځ ویلي و چې کلونو ته اړتیا ترڅو په دغه ایالت کې ژوند بیرته عادي حالت ته راوګرځي.

تکزاس د امریکا په اقتصاد او صنعت کې دوهم ستر او مهم ایالت ګڼل کیږي او د امریکا د تېلو  او نورې مهمې کارخانې او فابریکې په همدې ایالت کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x