ټولنیزه برخه

په هرکار کې خپله وړتیا په پام کې نیول

خالدبن الولید رضي الله عنه ته رسول الله صلي الله علیه وسلم داسلام دتورې(سیف الله) لقب ورکړی و، د ده په اړه راغلي چې له رسول الله صل الله علیه وسلم نه یې ډیر کم حدیث روایت کړي دي، له ده نه روایت شوي حدیثونه له سلو هم کم دي، بل لورته ابوهریره رضي الله عنه هم درسول الله صلي الله صلي الله علیه وسلم یو ملګری دی او ده له رسول الله صلي الله علیه وسلم نه 5374 حدیثونه روایت کړي دي، ده ته رسول الله صلي الله علیه وسلم د قوي حافظي دعا کړې وه، ویل کیږې چې ځکه یې دومره ډیر حدیث یادوو.

هرا انسان لوی څښتن له مختلفو وړتیاو او صلاحیتونو سره پیدا کړی دی، داراز د انسانانو په منځ کې شخصي تمایلات هم مختلف دي، څوک له یوه کار سره مینه لرې او نور له بل هغه سره، دخالد بن الولید رضی الله عنه په باره کې په روایتونو کې راغلي چې هغه به قران کریم ورواخیست له سترګو به یې اوښکې بهیدلې او ویل به یې: موږ خو له تانه په جهاد بوخت یو، داراز ابوهریره رضي الله عنه هم په مختلفو غزواتو کې برخه لرلي ده، خو څرنګه چې د دوی دواړو وړتیاوې او صلاحیتونو مختلف وو نو ځکه یو دجهاد او معرکو د ډګر سرخیل وګرځیدی او بل دعلم او روایت دلارې نوموتی صحابي.

درسول الله صلي الله علیه وسلم په ژوند کې د اسلام د خدمت په ډګر کې د دوو صحابه کرامو له دا ډول متغایر حالت نه موږ معلومولی شو چې که نن سبا په دې لاره کې هرڅوک د اسلام د خدمت په مختلفو برخو کې له خپل صلاحیت او وړتیا سره سمه لاره خپلوي دا ډیره ښه خبره ده، ځکه په دې توګه هرڅوک په بریالیتوب سره کارونه پرمخبیولی شي، اوپه شرعي توګه داسلام د وجیبواو مکلفیتونو په اړه هم داتغیر شتون لري، لکه قرانکریم چې امر کړی دی چې د دعوت او علم دزده کړي له پاره باید مومنان یوه ځانګړې ډله وټاکي، قرانکریم وایې: وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً فَلَوْلاَ نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ( التوبه 122).

د دین په لاره کې پر خدمت بوختیا دڅو شپو خبره نده دا د ژوند خبره ده، په دې موضوع کې ځیني خلک داسلام جامعیت او په مختلفو برخو کې یې دخدمت کوونکو اهمیت له نظره غورځوي، هغوی فکر کوي چې دوی کوم کار کوي یواځي همدا ضروري او لازمي ده او نور دومره مهم ندي، خو دا خبره سمه نده، ځیني وجایب او فرایض چې کفایې حیثیت لري هغه به څو کسان یا کومه ډله ترسره کوي او هغه ډله د ټول امت له اوږو فرضیت ساقطوي، نو د اسلام دهرې لارې خادم په خپل ځای کې د قدر او اهمیت وړ دی او دنور هغو مومنان یې باید ستاینه او ملاتړ وکړي. او له پورته پرتلې نه دا خبره هم ترلاسه کولی شو چې هرڅوک باید له خپلې وړتیا سره سم دیني خدمت مخ پروړاندي بوځي.

داخبره یواځي په دیني چارو کې نده بلکي د ژوند په هر ډګر کې هرڅوک باید خپلې وړتیاوې اوتمایلات په نظر کې ونیسي ، په تعلیمي ډګر، تجارتي اود ژوند په هره برخه کې باید ځان ته له خپلو تمایلاتو سره سم کار غوره او انتخاب کړي، او که داسي ونکړي نو د بریالیتوب چانس یې کم ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x