شعـــــرونه

غزل/ محمد علي عمري

محمد علي عمري

که دې درخپل کړمه کوڅې ته به درورسېږم
ستا وخمارې ميکدې ته به درورسېږم

زه دخيام بغاوت غواړمه یقین به کوې
خپل ځان به ورک کړمه سینې ته به درورسیږم

ستا دښکلا دسپوږمۍ شپې ته انتظار وباسه
که نه شوم مړ ودغې شپې ته به درورسېږم

زه نه مغل يم نه اوزبک نه بل څوک
پښتون پښتون يمه وعدې ته به دروسېږم

چي ستا خمارې سترګي وژباړي دشعر په ژبه
دالهامونو بدرګې ته به دروسیږم

غربت اخيستی عمري دی په اوږوکې مدام
ستادديدن وخزانې ته به درورسېږم

( محمدعلي عمري . مسلم باغ )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x