fbpx

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۷۰برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

ښاغلی پرنجی کېنيډي(Pringle Kennedy) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وايي؟

که یو څوک غواړي چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په حیرانونکې کامیابۍ ځان پوه کړي؛ نو ورته لازمه ده چې دده د ژوند حالات وڅیړي، دی د حضرت عیسی علیه السلام څخه وروسته په داسې وخت کې راغی چې د یونان مذهب رواج ؤ، په هغه وخت کې استبداد یو عادي کار ؤ، دروم قیصر هر څه کولای شوای، دروم امپراطورۍ ونشوای کولای چې خلک قانع کړي په ځانګړي ډول سره په سوریا، مصر او پارس کې، چې کله عیسایت ځینې سیمې فتح کړې؛ عیسایان هم ونتوانېدل چې د خلکو مشکلات حل کړي، په ۶۵۰ میلادي کال کې په نړۍ کې داسې تحول راغی چې خلکو یې توقع نشوای کولی، دا په انساني تاریخ کې یو ستر او نه هېرېدونکی انقلاب دی، ښکلي بدلونونه راغلل، چې کله دا هر څه راغلل، نو د خلکو اخلاقي ژوند لوړشو او دا یواځې د محمد صلی الله علیه وسلم له کبله رامنځته شول، چې کله هغه مکې ته راغی.

نور بيا…..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د