fbpx
استاد فضل ولي ناګار

د آزادۍ سبا/ استاد فضل ولي ناګار

استاد فضل ولي ناګار

جهاد روښانه خط د پیغمبر(ص)دی ،ځئ چي ځو
د خدای (ج) د ازمویني خور ډګر دی ،ځئ چي ځو

ماشوم د بخارا به ترڅو پټ لولي قرآن
مؤمن ته بس همدا زنګ د خطر دی ،ځئ چي ځو

راښوري په تعقیب دي منځنۍ اسیا بیا
تکبیر کي دي غیبي غوندي اثر دی ،ځئ چي ځو

افغانه! په شانه ځې، خو چي ونه خورې تیندک
حساب د ګرد اسلام نن ستا په سر دی ،ځئ چي ځو

د بدر مېلمانه نه دي ختلي بیا اسمان ته
ملاتړ دي د ملکو لوی لښکر دی ،ځئ چي ځو

اسلام له منځه وړه شي ،د یهودو په مشرۍ
وهلی یې اهتمام ته روس ټټر دی ،ځئ چي ځو

ژوندی چي دی خښ شوی د هغه شهید بچی
له خدایه! پس یې ستاپه لور نظر دی ،ځئ چي ځو

هرګام دي زېږوي له رعبه ډکي هنګامې
ماڼیو کي د کفر شور و شر دی ،ځئ چي ځو

دا ستا د شومه دم نوراني کرښي د مرمۍ
د لیکو سپېدو شاته سپین سهر دی ،ځئ چي ځو

ختیځ کړي په «لویدیځ چاقو» پرېشن د خپل ناسور
حیران د شرم داغ ته لرو بر دی ،ځئ چي ځو

پر مخ ځئ شاه زلمو! د ځمکي راکاږئ تناب
محشر په هدیره کي د قیصر دی ،ځئ چي ځو

ناګاره !په غزل څاره افق دي د هیواد
په څرک د آزادۍ د سبا لمر دی ،ځئ چي ځو

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د