
بېړنی خبر: مارشال فهیم مړ شو!
همدا شېبه د ولسمشرۍ لومړی مرستیال، مارشال محمد قسیم فهیم د ۵۶ کلنۍ په عمر ومړ. د مارشال فهیم د مړینې خبر لومړی د ولسمشر ویاند ایمل فیضي تایید کړ او وروسته ارګ هم د یوې اعلاميې په ترڅ کې تایید کړ. د ارګ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نوموړی د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.
کرزي د نوموړي په مړینه ژوره خواشینې څرګنده کړې، درې ورځې ملي ماتم او ملي بیرغ د نیم ځوړندیدو اعلان يې کړی.
فهیم له ۱۳۸۸ل کال راهيسې د ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال و. ښاغلی فهیم په ۱۳۸۰ل کال کې د وخت د متحدې جبهې د مشر، احمدشاه مسعود له وژنې وروسته د هغه ځایناستی وټاکل شو.
د موقتې ادارې له ارتګ سره سم، د ملي دفاع وزیر و.
فهیم په ۱۳۳۶ل کال کې په پنجشیر ولایت کې زېږېدلی و.