نظــر

د برما پېری/ اتل مشواڼی

“اتل ” مشواڼی

– څنګه غلی یې؟

– قدوس هماغسې ګنډلې خولۀ ناست و.

– ابو احمد ترې بیا پوښتنه وکړه: نن راغلې؟

– قدوس داسې خاموشه و، لکه چې نن یې خبرو ته بېخي زړۀ نه وي .

ابو احمد مجبور شو، خپله خبرې وغزوي. دا څو ورځې نه وې، ډېرې راحته مې تېرې کړې، د اشپزخانې لوښي ټول پۀ خپل ځای و، بالښت مې چا نه ښوراوو، خو بیا هم در پسې خپه شوی و – سوړ اسویلی یې وکړ -موږ مخکې کله خوشحاله وو، چې اوس خپه یوو.

قدوس بې لۀ دې چې خبرې وکړي، شاتني دېوال ته یې منډه کړه، پر دېوال را ځړېدلی پیکه انځور یې لکه کوچنی ماشوم ښکل کړ.بیا یې پۀ لوړ غږ وویل: زما یاسره، تۀ ډېر نېک او پوه انسان وې.

ابو احمد قدوس ته ډېر ځیر پاتې و، ومسېدۀ، رښتیا هم ځینو بدیو کې مسلمانانو ته خیر وي.

قدوس ورته مخ را واړوو.سترګې یې سرې وې، د څراخ رڼا لا خوني کړې وې.اتۀ ورځې مې مزل کړی، لۀ دې خوا یوازې ستړی وم، نا ارامه نه وم،خو لۀ هغې خوا هر ګام اخیستل راباندې جبر و.

ابو احمد لکه چې همدې خبرو ته انتظار و، را نېخ شو، څراخ یې لږ لۀ ځان څخه لیرې کېښود، قدوس ته مخامخ یې پرتلۍ ووهلې او د کیسې د غزولو لپاره یې قدوس ته “ښه بیا ” وویل.

قدوس بیا پۀ خبرو شروع وکړه. د تا راکړی ادرس ډېر ناسم نه و، خو سیمې ته پۀ رسېدو کې څۀ تکلیف شوم. پۀ ځنګلۀ کې روان وم، د ماشوم ژړا مې تر غوږو شوه، څو قدمه وړاندې ولاړم، بېرته راتاوو شوم، سودا مې شوه. ګورم تي خور ماشوم پۀ څکېدو دی، ما ويل مور یا پلار به یې ورسره وي، د څۀ حاجت لپاره به نږدې چېرته ترې تللي وي، خو چې وړاندې مې پر مړۀ جسد سترګې ولګېدې، خپل ګومان راته ناسم ښکاره شو.منډه مې کړه، پر زنانه لوڅ جسد مې د ونو مات خاښونه واچول. ما ته ستاسې د انسانانو مینه لۀ ماشوم سره او د ماشوم مینه لۀ مور سره معلومه وه، ويښته مې زیږ شول. پوی شوم، چې د هدف سیمې ته را رسېدلی یم. ماشوم ته دوو کې حیران وم،اخېر مې دالته تیږې ترې راتاو کړې او د حیوناتو رحم ته مې پرې ښود.
څومره چې مخته تلم، پر لاره د بنیادمانو جسدونه ځای، ځای پراتۀ و. ما ډېر پر سختي ترې ځان بچ ساتۀ، ځینې خو پۀ اور سوي تک تور بدنونه هم و، چې د ونو لۀ پاڼو سره یې تیاره کې فرق نه کېدۀ. یاسر به تل راته ویل، چې د مړو جسدو باید احترام وشي، هغه کۀ د هر چا وي.

د قدوس د خبرو تسلسل د مخابرې شړنګا مات کړ، خو ابو احمد د مخابرې جړ غږونه پاموړ ونه بلل.لاس یې ور اوږد کړ، مخابره یې مړه کړه او قدوس ته یې پۀ داسې انداز کې وکتل، چې هغه خبرو ته دوام ورکړي .

قدوس اړخ بدل کړ او بیا یې پۀ خبرو پیل وکړ: لۀ ځنګله ووتم، مخکې کوچنی سیندګی راغی، لۀ هغۀ وړاندې څو ځایه رڼا را ته ښکاره شوه. پوی شوم،چې د انسانانو کلی به وي. چې ور نږدې شوم، پر ړنګو او سوځېدلو کورونو مې سترګې ولګېدې، ذهن ته مې د حمزه مجاهد خبره راغله، چې لۀ تګ نه مخکې یې راته کړې وه، چې پام کوه د وحشت نندارې ته روان یې.

څو کورونو ته ور دننه شوم، دېوالونه یې هسې هم ړنګ وو، کورونه یا خالي وو او یا د انسانانو مړۀ جسدونه پکې پراتۀ وو، همداسې پسې مخکې تلم. سهار شو،نږدې څاښت مهال پر داسې ټولي ور برابر شوم، چې دوه درې سوه، ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان پکې کېښنول شوي وو. د سړیو لاسونه تړلي وو. شاوخوا ترې سورپوش لنګ وهونکي او عادي خلک راتاو وو. دوی ناستو خلکو ته سخت قهرېدلي وو، لۀ ولاړو خلکو یو رامخته شو، زګونه یې پر زنه را مات وو. دوی ته یې پۀ خبرو پیل وکړ:

تاسې ډېر ذلیله قوم یئ! مرګ مو باید لۀ دې هم بتر وای. ما نړۍ کې داسې بې ارزښته ګروهه نه ده لیدلې، چې دوی ته دې داسې انجام لیکلی وي. نن درته نه ستاسې مسلماني پۀ درد وخوړه او نۀ د تاسې مشران. نن به هغه ستاسې رب هم تاسې ته نجات در نه کړي (نعوذ بالله) .نن ستاسې ښځې زموږ د ځوانانو نانځکې وې، بېګاه یې د تاسې پۀ مخ کې ورسره چې څۀ وکړل،تاسې ولیدل. موږ نه غواړو، چې د تاسې نجس نسل پاتې شي، ګنې دا ښځې به مو درنه ژوندۍ وینځې پرې ایښې وې، لکه یو وخت چې د تاسې نېکونو دا کار کاوو. نن موږ تاسې پۀ سخت مرګ وژنو او اول به ستاسې دا کوچنیان درته پۀ مخ کې لۀ تېغه تېروو،بیا ښځې، بیا ځوانان او بیا تاسې نجسان، سړي د بوډاګانو ټولي ته اشاره وکړه .

قدوس غلی شو، بیا یې کړۀ: ما فکر کاوو، دوی به داسې ونه کړي، ځکه پر کوچنیو ماشومانو دومره وحشت زما ذهن نه مانۀ. خو دوی همداسې وکړل، د ماشومانو چیغې وړې وې، خو د میندو او سړیو ژړاګانې او بیا پر هغوی د ولاړو کسانو لۀ خوا د لرګیو د ګوزارونو غږونو د غږ او ژړا تشخیص ګران کړ. دوی یو -یو پۀ نوبت ووژل شول او بیا لوې ګندې کې واچول شول او اخېر کې یې لۀ پاسه پرې اور بل کړ.

ولاړو کسانو کې ځوانان هم و، ډېرې وژنې دوی وکړې او ځینې یې پر عکاسي بوخت وو.

څو ځایه مې داسې منظرې نورې هم وليدې، یو ځای همداسې خلک راټول شوي وو. یوۀ کس د ملګرو ملتونو چیغې وهلې چې دوی دې غږ واوري. ما نور څۀ کولای شول، تصمیم مې ونیوه، چې بین الملل ته د دوی فریاد پۀ یو نه يو ډول ور ورسوم.
ځان سره مې پۀ ذهن کې څو انځورونه تیار کړل، چې ما پۀ دې سیمه کې لیدلي وو او سخت یې دردولی وم. د بین الملل د بشر حقونو د مرکزي دفتر پر لوی دېوال مې د هغۀ پنځۀ کلن ماشوم انځور رسم کړ، چې یوۀ تن یې پر مرۍ چاړۀ ایښې او دی چیغه کوي “الله مورې! ‘ دا چیغه مې هم ورسره ولیکله.

بل مې د هغې تورسرې تصویر جوړ کړ، چې نیمه بربنډه ده، پر وجود یې اور بل دی، دا وایي: “موږ پر یوۀ رب ایمان لروو، هغه به تاسې ته حتماً سزا درکوي! ”

درېیم انځور مې هم د یوې برمایي پېغلې رسم کړ، هغې ځينې داسې الفاظ یې هم ویلي وو، چې زۀ یې پر مانا نه پوهېدم. سر یې لوڅ وو، رب ته یې دعا کوله، پر مخ یې اوښکې را ماتې وې او د “ومتعصما! ومتعصما! ” چیغې یې وهلې. ما همداسې دا انځورونه د شپې د دفتر پر مخ رسم کړل. باوري وم، چې سهار به د دې تصویرونو پۀ لیدو سره دوی د مرستې اقدام کوي؛ خو زما خیال غلط و.

سهار چې څنګه د دفتر لومړي کارکوونکي دننه شول، رنګونه یې والوتل، پر دېوال رسم شویو تصویرونو ته یې پۀ ځیر کتل , څو دقیقې وروسته د پولیسو مرمۍ ضد موټرونه لۀ ودانۍ تاو شول، عسکرو شاوخوا سخته تلاشي کړه، تر غرمې ناوخته همدا حال و، اخېر یې پر دېوال رسم شوي عکسونه پاک کړل او دا یې خطرناکه ترهګریزه دسیسه وبلله، رنګونه د ټولو الوتي وو، دوی وېل د داسې بې ځایه خبرو پۀ واسطه دوی غواړي دوښمن(مسلمانان) را وپاروي.

ابو احمد هماغسې پۀ څیر ورته کتل، کله -کله به یې ټوخي د قدوس خبرې ور پرې کړې.قدوس ته یې وویل: دا عکسونه د موږ لپاره وو، تا هسې پۀ غلط ځای کې رسم کړي. بیا د قدوس خبرو ته غوږ شو.

قدوس نوره کیسه داسې وکړه: سخت نا امېده شوم. بېرته مې زړۀ و، برما ته لاړ شم او پاتې مظلومانو سره مرسته وکړم، خو تنها پر ما څۀ نه کېدل. ما به چا -چا سره کومک کړی وای، سیخ دلته راغلم. لۀ دې ځایه برما کې تاسو ته ډېر ضرورت دی، سبا به تۀ، زۀ او ملګري دې یو ځای ورځوو.

ابو احمد سرې سترګې ورجګې کړې، کاشکې مو داسې کولای شوای، موږ خو پېران نه یوو.

قدوس خبره غوڅه کړه: بهانې مه کوه!

ابو احمد: بهانه نه ده، لۀ دې ځایه تر هغۀ ځای پورې تګ ته موږ مجبور یوو، لۀ څو هیوادونو تېر شو. چې دا کار د موږ لپاره ناشونی دی. بس دعا به کوو، چې رب مو دلته (سوریې) کې بریالي کړي، داسې څوک به پیدا شي چې د برما د مظلومانو پوښتنه به وکړي.

قدوس: تۀ لۀ زړۀ وکړه، خامخا کېدای شي.

ابو احمد، مخابرې ته لاس ور وغځوو، چالانده یې کړه بېرته یې قدوس ته مخ کړ. موږ مجبور او بې وسه یوو.سبا پر دې ځای د دښمن د برید احتمال شته، باید سهار وختي ووځوو.

قدوس غلی و، شېبه وروسته یې وویل: نور زۀ هم لۀ تاسې سره یم، چې برما غوندې پۀ بل ځای کې هغسې وحشت ونه وینم.

لۀ دې وروسته د سوريې د مجاهدینو پۀ دې ټولي کې قدوس د برما پر پیري مشهور شو. قدوس د دې ټولي د پخواني مشر یاسر سره بلد شوی و، د دۀ ملګرتیا لۀ یاسر سره د ملګري پۀ ډول وه، نه د مجاهد پۀ توګه، خو د هغۀ لۀ شهادت وروسته یې هم د هغۀ لۀ ملګرو سره ملګرتیا نه وه ختمه کړې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غلجی

ګوره خيرنه الله ﷻ دي د هغه پاکو شهيدانو شهادت قبول کړي تاسو د دی با ننګ ګه ملت د ويني ساتنه نشي کولي تاسو د مبارزينو سر پرستي نشي کولي . هو په الله قسم د برما د مسلمانانو علت يواځي او يواځي تاسي او ستاسي بادار غلام ابن غلام پاکستان دی. او د غلام ابن غلام بادار په چغو وايي چي دا کار مونږ د بادار په واسته په ۱۹۴۸ نه شروع که د جهاد په نامه او تر ننه پوري مو د برما خلګ د خپلي برخي څخه بي برخي کړ کوم ظلمونه مو چي د برما… نور لوستل »

جمال

غلجیان خو د افغانستان د نورو قومونو په شان مجاهد او غیرتی قوم دی ، نه پوهیږم چه ته تش په نامه غلجی د روسانو ، که د انګریزانو ، که د فرانسویانو او که د امریکایانو بقایا یاست . د پشاور یوه ډرامه مو لیدله ، یوه جمله می ورله ډیره پکی خوښه شوه ویل ( یا الله تاسی څومره مهربانه یاست چه دغه لوده او خر ته هم ډوډي ورکوی ) دعه خبره کټ مټ باید همدغه تبصره لیکونکی ته شوی وی . دی کی شک نشته چه پاکستان همدا ستاسی په شان د هماغه انګریزانو غلام دی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x