fbpx

د میانمار مسلمانان بايد څه وکړي؟

عبدالرحمن محمود

ألكفر ملة واحدة، كفر د اسلام پر وړاندي يو ملت أو يو موټۍ دي ، كافر په هر حالت كي د مسلمانانو د وينو تږی دی، که چيري د افراطي أو دهشتګر أو ترورست بهانه هم نوي بيا يې لکه د ميانمار مسلمانان په ډليېزه توګه بغیر له کومې بهانې وژني، که چيرې په اروپايې هيوادو کي فقط يو څوک بل څوک په چاقو ووهې ټولې رسنۍ پر ژاړي، أو تر مياشتو مياشتو یې وير کوي، په دې هم بسنه نکوي بلکې کفري مجلې أو جرائد داسې مضمونونه خپاره کړي چي په ښکاره توګه پکښي د اسلام سپکاوی أو اهانت شوی وي، مګر په ټوله اسلامې نړۍ کي هره ورځ په سلهاوو مسلمانان شهيدانيږي، أو هر ښار يې ميانمار دی، ولې د هغوی د ظلم چيغه نه پورته کيږي، ولې يې څوک پر حال نه ژاړې؟

دا أمت ويښتيا أو تجديد ته ضرورت لرې، ټول فکر أو ذهنيت پر دنيا پرستۍ أو ځانځانۍ را ګرځیدلی، د بل مسلمان درد خپل درد نه بلل کيږي درحاليکې چي مؤمنان تول لکه د يوه بدن أعضاء داسي دي، مفکرين أو سياسي تحليلګران مو پر ځای ددې چي د مسلمانانو پر موجوده ناورین وژاړي أو د هغوی د اتحاد او اتفاق هڅه وکړي بلکې دوی د لغت پرانۍ تر څنګ مدنيتوب أو کامیابي د غرب په مزدورۍ کي راته تلقينوي.

د میانمار مسلمانانو جهاد ستاسو مجبوريت دی، هسي هم وژل کيږئ چي د غيرت په مرګ ووژل شئ دا به درته بهتره وي، أو ان شاءالله په اسلامې أولس کي أوس هم داسي ګمنامه أتلان شته چي په پټه يا په ښکاره د حالاتو په تناسب سره ستاسو کومک او همکاري وکړي که چيري تاسو من حيث يو تحريک أو اسلامې نهضت سره تبارز وکړئ.

د اشغال بچوڼې چي دا زمزمه تکراروې چي په افغانستان کي د امريکايانو د ظلم بهانه طالب دی، دوی دي په دي پوه شي چي عينا د ميانمار له حالته اوس هم طالب ساتلي ياست، په میانمار کي يې بهانه څوک دی چي کافران يې وژنې؟

یا ربه نور ددې مظلومو أو بي دفاع انسانانو پر حالت ورحميږه، کوم څه چي ستا د قهر او غضب سبب ګرځيدلی وي د هغه پريښودلو توفيق را نصیب کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د