نظــر

د امریکا په نوې پالیسۍ یو څو خبرې «لومړۍ برخه»

ژباړه: رحمت شاه فراز

د اګست پر یووېشتمه نېټه د امریکې هېواد مشر “ډونالډ ټرمپ” له خپل ولس سره د خبرو پر مهال په افغانستان کې د روانې امریکايي جګړې په اړه خپله نوي پالیسي اعلان کړه.

دا جګړه د امریکې په تاریخ کې تر ټولو ستره جګړه ده چې تر اوسه پورې يې لا پای نه تر سترګو کېږي. اوس خو د سیاسي او عسکري موخو تر څنګ د امریکې د لوړ پوړو چارواکو سوداګریزي ګټي هم په دې جګړې کې ورګډي شوي دي. د حیرانتیا ځای دا دی چې له تېرو دریو څلورو کلونو راهیسې “ټرمپ” د افغانستان د جګړې کلک مخالفت کاوه. ده په ۲۰۱۳م کې پخپله ټوټیټر پاڼه کې لېکلي وو: “موږ باید له افغانستان څخه سمدستي ووځو. موږ به تر کوم وخته خپلې پیسې بې ځایه لګوو. د دې پر ځای باید خپله امریکا ورغوو.”

دغه راز نوموړي په ۲۰۱۴م کال د اوباما پر حکومتولۍ کلکې نېوکې وکړې او ويې ویل چې: “ولسمشر اوباما په داسې حال کې چې په تقدیر کې يې څرګنده ماته لیکل شوي ده، غواړي چې خپل پوځیان یو کال نور هم په افغانستان کې وساتي.” کوم وخت چې په ۲۰۱۶م کې ټرمپ په ټاکنیز بهیر کې ګډون وکړ، نو دا شعار يې اوچت کړ چې “له هر څه مخکې امریکا” او د امریکې له ولس سره يې ژمنه وکړه چې واک ته له رسېدو سره سم له افغانستان څخه به امریکايي پوځ خپل هېواد ته وغواړي.

خو د اګست په ۲۱ نېټه هېوادمشر “ټرمپ” نه یوازې خپلې پخوانۍ ویناوي هېري کړې بلکې له خپلو رایه ورکوونکو سره کړي ژمنې يې هم ماتې کړې. نوموړي د افغانستان د جګړې د لا دوام لپاره د نورو څلورو زرو پوځیانو د لېږلو اعلان وکړ او د بېرته وتلو نېټه يې نا ویلي پرېښوده. اوس پوښتنه دا ده چې “ټرمپ” د “سټیو ګرګټ” په څېر ولې خپله تګلاره بدله کړه؟ د دې پوښتني ځواب د نوموړي په ذاتي ګټو کې نغښتی دی او همدا هغه ټکی دی چې د “سټیفن برګ” له رازونو ډک شخصیت څخه هم پرده پورته کوي.

اوه پنځوس کلن “سټیفن برګ” د امریکې یو میلونر پانګوال دی. ده له “ولسمشر ټرمپ” سره په ټاکنیز بهیر کې په میلیونونو ډالره مرسته کړي. یاد شخص امریکايي پوځ ته د مرستو د رسوونکې شخصي کمپنۍ “کور اپ انټرنیشنل” څښتن هم دی. دا کمپنۍ په افغانستان کې امریکايي سرتېرو او د ناټو پوځ ته خدمتونه وړاندې کوي. ځکه نو سټیفن برګ هم افغانستان ته ډېر تګ راتګ لري.

افغانستان ته د یوه سفر پر مهال “برګ” پوه شو چې پدې هېواد کې د ځمکنیو زېرمو خورا زیات کانونه دي. دا کانونه په ۲۰۱۰م کې د امریکې ځمک پېژندونکو موندلې وو. په هغه وخت کې د دې کانونو اندازه “یو ټریلیون ډالر” اټکل شوي وه. خو د افغانستان او امریکې د باخبره کړیو له مخې آر مالیت يې له “درۍ ټریلیونه ډالرو” څخه زیات دی.

د افغانستان په کانیزو زېرمو کې سره زر، اوسپنه، لیتیم، مس، سکاره، یورانیم، ګرانبیه تېږي او داسې نور شتون لري. په دې نږدې وختونو کې یوه راپور په ډاګه کړه چې افغانستان دا وړتیا لري چې “د لیتیمو سعودي عرب” شي. په روان پېر کې لیتیم یو مهم کاني توکی ګرځېدلی ځکه چې لیتیم په بتریو کې کارول کېږي. څرنګه چې په نړۍ کې د برېښنايیزو موټرونو کارول زیات شوي پر همدې بنسټ په راتلونکو وختونو کې به لیتیم د پترولو ځای ونیسي.

کله چې دا ټول حقایق “برګ” ته جوت شول نو خوله يې وازه پاتې شوه. ده دا احساس کړه چې که د افغانستان په کانونو پانګونه وشي نو په راتلونکې کې به له بیلیونونو ډالرو سره لوبي کوي. ځکه يې نو له هېوادمشر “ټرمپ” سره ولېدل، هغه ته يې د افغانستان د کانونو سوداګریز ارزښت په ډاګه کړ او ټېنګار يې وکړ چې له افغانستان څخه دي امریکايي پوځ هېڅکله نه را وېستل کېږي. که دا کار شوی وی ( د امریکايي پوځ وېستنه) نو د سټیفن برګ “کورپ کمپنۍ” به د آمدن له يوې سترې وسیلې بې برخې شوي وه.

بل خوا د امریکايي پوځ لوړ پوستو هم په ولسمشر “ټرمپ” ټېنګار کاو چې له افغانستان څخه دي پوځ نه راوېستل کېږي. په اصل کې افغانستان د پنځو سترو اتومي ځواکونو روس، چین، هند، پاکستان او ایران تر منځ پروت او له ستراتیژیکه اړخه ستر ارزښت لري. پدې هېواد کې په پاتېدو د امریکې استخباراتي ایجنسۍ “سي آی اې” د ګاونډیو هېوادونو په فعالیتونو له نږدې نه خبرېدلی شي. ځکه نو د امریکې د پوځ مشران د افغانستان پرېښودو ته تیار نه دي.

بل پلو ته د امریکې رسوا او افراط خوښونکې سپین پوستي ټېکدار (کنټرېکټر) “ایرک پرنس” هم د امریکې پر ولسمشر”ټرمپ” فشار اچولی وو. “ایرک” د امریکې د پوهنې د وزیر “بسټي ډوس” ورور دی. ده ولسمشر “ټرمپ” ته وړاندېز وکړ چې په افغانستان کې د امریکې جګړه دي خصوصي سکتور ته وسپاري او یو “وایسرای” دي د هغو د فعالیتونو د کنترول لپاره وګماري. د وخت د بد نومه “بلیک واټر کمپنۍ” د مؤسس دا وړاندېز “سټیفن برګ” هم خوښ کړ. که امریکايي پوځ د افغانستان دننه خپله جګړه ټیکدارانو ته سپارلي وی، نو یقیناً چې د “کور اپ کمپنۍ” په آمدن کې به د پام وړ زیاتوالی راغلی وو.

د یوه سوداګر او پانګوال په توګه ولسمشر “ټرمپ” دا وړاندیز خوښ کړ چې د افغانستان له کانونو ګټه واخلي. ولسمشر “ټرمپ” یو توکم پال سپین پوستی دی چې له همدې کبله د لویدیځي استعمار د مشرانو په څېر ځانګړی ذهنیت لري. د هغه اند دا دی چې امریکا په کوم هېواد یرغل وکړي او ويې نیسي، د هغه له طبیعي سرچېنو څخه د ګټې اخېستو پوره حق لري. په ۲۰۱۵م کال د جون په میاشت کې کوم وخت چې ده په راتلونکو ټاکنو کې د کاندیدېدو اعلان وکړ نو ده له هر څه مخکې له امریکايي ټیلویزونې شبکې “فوکس نیوز” سره چې یوه توکم پاله شبکه ده، مرکه وکړه. دا مرکه د “بل اوریلي” لخوا ترسره شوه. د مرکې پر مهال “بل اوریلي” له ټرمپ څخه د عراق د جګړې په اړه وپوښتل. ټرمپ ورته وویل:

“زه په عراق د یرغل مخالف وم. خو کله چې امریکې عراق ولکه کړ، نو اوس په کار ده چې د عراق له تېلو څخه ګټه واخېستل شي. امریکې به د تېلو له پلورلو میلیونونه ډالر ګټلی او هم به يې د جګړې لګښتونه پوره کېدلی. زه فکر کوم چې یو سوبمن هېواد دا حق لري چې د فتحه شوي سیمې له طبیعي سرچېنو څخه ګټه واخلي.”

له دې وینا نه دا په ډاګه کېږي چې موږ د اولسمې یا اتلسمې پېړۍ د یوه لویدیځ حکمران خبري اورو، نه د یووېشتمې پېړۍ. په یادو پېړیو کې لویدیځو هېوادونو د اسیا، افریقا او سویلي امریکا په هېوادونو یرغل کړی وو او د هغو سیمو د سرچېنو په لوټلو بوخت وو. په همدې وخت کې هند “د سرو زرو مرغه” بلل کېدی. برتانوي امپریالیست په دې هېواد یرغل وکړ او د خصوصي سکتورونو (ختیځ هند کمپنۍ) د لومو، دوکو اوغولوونکو ژمنو په مرسته يې په هند ولکه وکړه چې پدې ډول انګرېزان د هندي سرچېنو په مټ زبر ځواک شول.

نور بیا……

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x