نړۍ

بلوچستان: درې پاکستاني پوځيان وژل شوي، درې ټپيان دي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، وږی۱۴، ۱۳۹۶): د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د وسله وال بريد په ترڅ کې د يو ډګروال په ګډون درې پاکستاني پوځيان وژل شوي او درې تنه نور سخت ټپيان دي.

ځايي امنيتي چارواکي وايي، دغه پېښه د واشک په مرغاب کور سيمه کې د ايران پولې ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وينا، په دغه پوځيانو بريد هغه مهال وشو، کله چې دوی خپلو مرکزونو ته د ستنېدلو په حالت کې ول.

چارواکي وايي د بريد په ترڅ کې ټپي شوي درې پوليس يې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

د پاکستان لومړي وزير او د ياد ايالت وزیراعلی نواب ثناءالله د دغه بريد غندنه کړې او د ټپيانو د ښې درمنلې غوښتنه يې کړې.

تر اوسه د دغه بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

په دې وروستيو کې په بلوچستان ايالت کې په پاکستاني پوځيانو او مليشه ځواک د وسله والو بريدونه زيات شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x