افغانستان د بحران په لور

نن ټکی اسيا سرليکنه

د روان کال د زمري د میاشتې په یو دیرشمه نیټه له کله چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله جنګي ستراتیژي اعلان کړې ورسره جوخت پر ولسي وګړو د امریکايي الوتکو بمباریو هم زور اخیستی دی.

که څه هم چې پر ولسي وګړو د امریکايي الوتکو بمبارۍ څه نوې خبره نه ؛ بلکې تر دې وړاندې هم په تیرو ۱۶ کلونو کې په سلګونو ځله بهرنیو ځواکونو پر ولسي تجمعاتو، د غم او ښادي پر مراسمو ، مساجدو ، ښونځیو او روغتونونو بمباري کړې او په زرګونو انسانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو اوسنۍ بمبارۍ له پخوانیو هغو څخه دوه توپیره لري:

لومړی دا چې دا بمباري د یوې منظمې پوځي ستراتیژي له مخې تر سره کیږي.

او دوهم د ګډ حکومت چارواکو تائید او توافق له ځانه سره لري.

همدا لامل دی چې نه امریکايي ځواکونه د پخوا په څیر د بمباري د قربانیانو له کورنیو څخه د خپل جنایت په اړه بښنه غواړي او نه هم ګډ حکومت د امریکایانو د دې مسلسل وحشت په اړه کوم رسمي غبرګون ښيي.

پر ولسي وګړو د امریکايي بمبارۍ د خونړي تسلسل تر څنګ د پخوانیو تنظیمي جګړه مارو (حزب ـ جمعیت ) ترمنځ پخوانۍ تربګنۍ راپورته کول او په هیواد کې بیا د ملوک الطوائفي واکمنۍ را ژوندي کول د ټرمپ د ستراتیژي بله هغه خطرناکه مضمره برخه ده چې له تیرو ۷ میاشتو راهیسې ورباندې کار روان و.

په انقره کې د حکومت په خلاف د حکومت د لومړي مرستیال جنرال دوستم ایتلاف، په مزار کې د ګد حکومت مشر ته د عطاء نور ګواښونه او په هرات کې د صرافانو د اتحادیې مشر بهاء الدین رحیمي ته د لوړ پوړي دولتي مقام په څیرد تشریفاتي قطعې وړاندې کول ټول هغه کړنې دي چې په هیواد کې د ګډوډي ایجادولو لپاره د ټرمپ د ستراتیژي د مقدمې په حیث پلان شوې دي.

دغه پلانونې د ټرمپ چې په امریکايي ټولنې کې د سرټمبه احمق او د هغه د دفاع وزیر جیمس مټیس چې په لیوني سپي شهرت لري د فکر محصول دي چې د ګډ حکومت چارواکو یې د تائید لپاره تبلیغاتي کمپاینونه پیل کړي دي.

اوس چې د ټرمپ د سترا تیژي له اعلانه ایله یوه اونۍ تیریږي له کندوز چار درې نیولې، تر هلمند، فراه او کابل پوري یې د سلګونو  ملکیانو د وژلو  له امله د جنایتونو لمن پراخه شوه، دا چې د ټرمپ د ستراتیژي وخت هم لامحدود دی نو و به ګورو چې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې د هغې له امله افغانستان نور له څومره بحران سره مخ کیږي؟



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.