نظــر

د برما د مسلمانانو سره هيڅ نه سو کولای!

سمون افغان

يو مهال وو چي هندوانو د هند پر مسلمانانو دغسي حال راوستلی وو، لکه نن چي د ميانمار بوداپال حکومت او بنسټ پالو بودايانو د دغه هيواد پر (1.3 مليونه) بې دفاع مسلمانانو راوستلی دی.

د هند پر مسلمانانو د مرهټي قوم د ظلمونو په هکله د هند ستر او نامتو عالم شاه ولي الله دهلوی رحمة الله عليه لوړ درشل احمد شاه بابا رحمة الله عليه ته يو اوږد ليک واستاوه. (ددغه ليک متن تر موږ رارسېدلی دی). داسي هم ويل کيږي چي د هند د روهيلکنډ يوه مخور پښتانه نجيب الدوله هم په دې اړه احمد شاه بابا ته ليک استولی وو(خو اوس د دغه ليک د شتون په اړه زه معلومات نه لرم). دغو دواړو مخورو احمد شاه بابا ته د مرهټه وو او سکانو د ظلمونو او د مسلمانانو د مظلوميتونو په اړه په خپلو ليکونو کي مفصل معلومات ورکړي ول. څنګه چي احمد شاه بابا واقعاً يو مسلمان او د مسلمانانو غاور، اتل او زمری واکمن وو، د هند د مسلمانانو ننګي او دفاع ته يې سمدستي په لوړ همت او اسلامي او افغاني مړانه ورودانګل. که څه هم د احمد شاه بابا پوځي ځواکونه لږ او د وسلو او آذوغې له مخي ډېر کمزوري ول او له خپله هيواده ډېر ليري په پردي هيواد کي د يوه ډېر پياوړي دښمن په وړاندي جنګېدل، خو بالاخره يې لويه سوبه وکړه، مرهټي پوځونه يې تارومار کړل (مرهټی يې وواهه)، هغه ناسياله مسلمانان چي د مشرکو مرهتيانو سره ملګري وه په سزاورسول، ټول هند يې فتح کړ. د ډيلي تاج او تخت يې د ځان کړاو د هغه ځای مسلمانان يې له دغو قاتلو جنايت کارانو څخه وژغورل او د آرام، هوسا او پتمن ژوندانه شرايط يې ورته مهيا کړل. خو په راوروسته وختونو کي چي بل احمد شاه نه سو پيدا هندوانو بيا پر مسلمانانو ډول ډول ظلمونه پيل کړل چي لړۍ يې تر اوسه روانه ده.

که څه هم د برما (ميانمار) د بې دفاع مسلمانانو سره دا پېړۍ پېړۍ د چين او هند د مسلمانانو غوندي سخت ظلمونه او غير انساني برخوردونه روان وه. خو له کومه مهاله چي د امريکې ګوډاګۍ آنګ سان سوچي په دغه هيواد کي واک ته ورسېده او تر اوسه د وسله وال پوځ ترڅنګ پر ميانمار د امريکې په زور حکومت کوي حکومت، پوځ، امنيتي ځواکونو، پوليسو او بنسټپالو بودايانو د دغه ځای پرمسلمانانو ډېره بده ورځ راوستلې ده، پر له پسې يې په ډله ييزه توګه وژني او په ډله ييزه توګه يې له خپلو کورونو وتلو ته اړباسي او دا بې چاره ګان هيڅ د پناه ځای هم نه لري.

د بودايي جنايتکارانو پر دې وحشت څه په ګوتو شمار مسلمانان بې وسي کوکاري وهي، خو د مسلمانانو واکمنان، لويان، سياسيون، پوهان او تش په نامه اسلامي عالمان او نور ډېر پټه خوله دي او سپوڼ هم نه وهی.

زموږ په اند اوسني مسلمانان هيڅ يو هم د برما د مسلمانانو درد نه سي دواکولای. ځکه د اسلامي ټولنو په فاسدېدو سره پخپله مسلمانان اکثره فاسد سوي دي. د مسلمانانو ډېری له واکمنه رانیولې تر ساده ځوانه په ډول ډول فسادونو کي تر ستوني ډوب دي. زموږ د ډېرو مسلماني او افغانولي مسخ سوې ده. زموږ ضميرونه مړه سوي دی، زموږ زړونه تر کاڼو سخت سوي دي، زموږ له منځه انسانيت، ورورولۍ، بشري کرامت، رحم او شفقت کډه کړې ده او موږ پخپله زموږ د هيوادونو پر بې وزلو خلکو قصابان سوي يو، زموږ په خپلو هيوادونو کي د امريکې تر څټه په وسلو بار پوځيان د ځمکي او هوا له لاري زموږ خلک پرله پسې بمباردوي، وژني يې، وهي يې ، ځپي يې، بنديانوي يې، ژوبلوي يې، د شپې او ورځي يې پرکورونو داړه ماربريدونه کوي، کورونه، ځمکي، اقتصادي او عایداتي بنسټونه، ښارونه، مسجدونه، متبرک اماکن، تاريخي وياړونه او هست ونيست يې ور ورانوي. زموږ پر ځمکه سربېره او تر ځمکه لاندي شتمنۍ راڅخه لوټوي او پردې ټولو جناياتو وياړونه، لوړي چوکۍ، رتبې، مډالونه او ستاينليکونه ترلاسه کوي او خپل تاريخ ته زموږ د لاندي کولو او اېلولو(مطيع کولو) کيسې پرېږدي. زموږ واکمنان، جنرالان، وزيران، د پارلمان غړي، صاحبمنصبان او افسران او ګوندي او قومي لويان، پر خوار او غريب باندي ناميان، پای لوچان، بدمعاشان،(په تېره کندهاري ناميان چي ځانونو ته کله ټران وايي. نه وينئ چي توري شخي شخي لنګۍ يې تړلي وي او ګام ګام کيږي ، د امريکايانو په معاش يې ګوزاره وي او ځانونه د خلکو[څوتنو اربګيانو او چرسيانو] مشران بولي)، سرتيري، اسلامي عالمان او مفتيان او نور واړه او زاړه ټول د امريکايانو او نورو د دغو له ډېري مودې راهيسي روانو جنايتونو ننګه او ملاتړ کوي، زياتره د دې پر ځای چي څه ننګ او غيرت ورته ودريږي په خوشاله کيږي، ان که څوک د دغو ښکېلاکګرو د وحشتونو او غلاوو او لوټماريو په باب څه ووايي يا څه وليکي او د خپل دين، هيواد او خلکو څه ننګه وکړي د لوی جنايتکار په څېر يې څاري او د انجنير مطمئن غوندي يې د بنديخانو په تورو کوټوکي درک ور ورک کړي.

موږ وينو چي زموږ ځيني ځوانان هغه د احمد شاه بابا د وختو نارینه ځوانان نه دي. زموږ ځوانان لکه د خرجدال پيروان په دجالي، خاينو او فاسدو کسانو پسي په پټوسترګو روان دي او ملاتړ يې کوي. زموږ ډېر ځوانان د حق پر ځای د باطلو ننګه کوی، زموږ ځوانانو ته چي کفار کومه چوکۍ او امتياز ورکړي بس مسلمان يې د پلار او نيکه دښمن سي. زموږ مشران او مخور د حق ويلو پرځای د کفارو او باطل پالو د ملاتړ په غونډو کي په لو سپينه او غونډه ږيره ناست وي او چکچکي ورته کوي.

وايي ګرګ از خدا چه ميخواهد ، باد وباران. په دې منځ کي انسان مخو شرمښانو ښې مېلې وکړې، بېخي ډېرو دغسي کسانو هم د امريکې موکونه او معاشونه او سياسي رشوتونه واخيستل، هم يې پر دې سربېره له هغو څخه ډول ډول غلاوي وکړې او هم يې د ملت دارايي ګاني لوټ کړې او د اسلام په غم کي مستانه ګرځي.

نو تر څو چي پخپله دغه فاسد سوي او مسخ سوي مسلمانان د سوټي او توپ او توپک په زور اصلاح نه سي او دغه د کفارو ګوډاګي او پوشالي واکمنان له واکه راونه پرځي او زموږ فاسد سوي او له اسلام، افغانيت او دود او دستوره ليري سوي ځوانان د موټه په زور سړي نه سي. هم به په وياړلي او ګران هیواد افغانستان کي دغه د کفارو او کفر پالو له خوا مرګ ژوبله روانه وی، هم به په برما او نورو اسلامي هيوادونو کي دغه حال وي او يا به تر دې لا هم بتر سي.

نو څه په کار دي؟ تر ټولو لومړی بايد د اصلي علت او ناروغۍ چاره وسي. البته د ناروغۍ درملنه داده چي هر څوک چي له کفارو څخه د اسلام، هيواد او خلکو د ژغورني دعوه کوي تر ټولو دمخه په خپلو ليکو کي اصلاحات راولي. په دې اړه په خپلو صفوفو کي د ګوندي تصفيې اصول پلي کړي. نابکار عناصر چي د تحريک د بدنامۍ ، تضعيف او د خلکو د کرکي لامل ګرځي له خپلو ليکو وشړي. له هيچا څخه په زور څه تر لاسه نه سي. څه چي په خبرو او ليکنو کي وايي په عمل کي يې پلي کړي. د ملت له پوهانو، اسلامي جيدو عالمانو او د ولس له رشتينو مخورو او ان عامو خلکو څخه پرله پسې مشورې واخيستلي سي او د هغو سره سمي کړني وسي. د اسلام له اصولو څخه هيڅ سرعړونه ونه سي. تر ټولو لو او مهمه خبره داده چي په ګران هيواد افغانستان کي د سولي په اړه فکر وسي او وکتل سي چي د کفر او کفر پالني مکروبونه د سولي په پايله کي له منځه ځي که نه؟ (امريکايي نيواکګر پوځيان له هيواده وزي که څنګه؟) که په رشتيا سره اشغالګران د سولي له امله له هيواده وزي، نو داسي سوله خو ډېره ښه ده او که نه نو بې له توري چاره نسته. رشتياني مسلمانان چي په نورو ډولونو مري ښه داده چي د خدای، وطن او خلکو په لار کي شهيدان سي. په دې صورت او حالت کي د شهيدانو پاکه وينه هرومرو د ګران هيواد د آزادۍ او د نورو ولسونو د ويښېدو او پاڅېدو لامل ګرځي. که خدای کول په دې ښو او سرتېرو وګړو کي به حتماً يو بل احمدشاه غوندي ټولواکمن پيدا سي، چي هم لومړی په خپل هيواد کي امن او نظم راولي او هم د ټولي نړۍ مسلمانان د کفارو او فاسدو واکمنو له ظلمونو وژغوري.

دا ان شاء الله کېدای سي وَمَا ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x