
غزل/ سيد الهام
سيد الهام
نه آرام شته نه سکون ورپسې ګرځم
بلا تریخ مي دي ژوندون ورپسې ګرځم
د سبا د خوښي هیلي را سره دي
ځکه نن لکه پرون ور پسې ګرځم
د رښتیني مینې زه رښتنی یار یم
نه فرهاد یم نه مجنون ورپسې ګرځم
د لقاء په ارمان ځمه له دنیا نه
دنیا نده چي قارون ورپسې ګرځم
د سپېڅلي مینې حق به ادا نکړم
که په سرو وینو ګلګون ورپسې ګرځم
سل په سله باوري یم چي بې مومم
یو خو ځوان یم بل پښتون ورپسې ګرځم
تر مرګي به یې پیدا نکړم الهامه !
چي ګونګی نه یم زبون ورپسې ګرځم