نظــر

په اټومي وسلو سنبال احمقان

لیکوال: ډاکټر ماجد محمد الانصاري
(د قطر پوهنتون استاذ او د العرب جریدې لیکوال)
ژباړن: احمد زيارمل

شمالي کوریا په خپلو اټومي او توغندويي تجربو سره نه یوازې سیمه بلکې ټوله نړۍ په وېره او ډار کې اچولي. د پوځي چارو د شنونکو په نظر؛ ښايي دا «دیکتاتور او منزوي» هیواد په نږدې راتلونکي کې داسې توغندي جوړ کړي چې اتومي سرګلولې انتقال او لویدیځه امریکا په نښه کړی شي.

اوس خو د امریکا او شمالي کوریا ستونزه په دې راڅرخي چې ګاونډي هیواد (جنوبي کوریا) او جاپان ته یې خطر متوجه دی. اما که اټومي سرګلولې جوړې کړي نو بیا یې ستونزه په دغه حد کې نه پاتې کیږي، بلکې د امریکا د سان فرانسیسکو په شان ګڼ مېشتو ښارونو کې د میلیونونو امریکایانو ژوند له یو حقیقي خطر سره مخامخ کیږي.

خو پوښتنه دا ده چې چې ولې دغه خطر په اوس وخت کې راوټوکید؟ د دې پوښتنې لنډ ځواب پخپله «ټرمپ» دی. دغه سړي په ټوله کې د امریکا د زوال لړۍ دومره چټکه کړې چې تصور یې نه کیږي. د کوریا په موضوع کې خو د ټرمپ رول خورا څرګند دی.

څو میاشتې مخکې ټرمپ په جنوبي کوریا کې د امریکايي ځواکونو په لګښتونو نیوکه وکړه [د امریکا د پوځي ملاتړ په بدل کې یې ترې یو میلیارد ډالر وغوښتل]. بیا یې په چین کلکه نیوکه وکړه چې د شمالي کوریا د فعالیتونو مخه نه نیسي. بیا یې د جنوبي کوریا مشران وغندل چې ولې له شمالي کوریا سره خبرو اترو ته لیوالتیا ښيي. تر ټولو بدې یې وروستۍ څرګندونې دي؛ د شمالي کوریا د اټومي تجربو په غبرګون کې يې وویل چې که جنوبي کوریا د شمالي هغې تر برید لاندې راشي واشنګټن به یې دفاع ونه کړي. د ټرمپ له دې څرګندونو څخه د دواړو کوریایانو په اړه د امریکا دریځ په ښه توګه معلومیږي.

د جنوبي کوریا واکمن نظام چې د کبر او لویۍ په جنون اخته دی، له یوې خوا یې په وړاندې د ټرمپ پاروونکې ژبه او له بلې خوا د واشنګټن مبهم موقف چې ایا د ټرمپ لافو ته به عملي بڼه ورکړي، ناوړه پایلې درلودی شي. د متضادو حالاتو او دریځونو دغه ګډوله ښايي په ډیرې اسانۍ انفجار وکړي.

ستونزه دا نه ده چې شمالي کوریا امریکا چلینج کړې. اصلي ستونزه دا ده چې د شمالي کوریا په مقابل کې د ایتلافي هیوادونو د خپلمنځي همکارۍ غوټې سستې شوي.

په جاپان او جنوبي کوریا کې دا اندیښنه مخ په زیاتېدو ده چې د یو اټومي آفت د مخنیوي لپاره به یې واشنګټن هیڅ ملاتړ او مرسته ونه کړي. چین ته په دغې لانجې کې د ټرمپ چلند خوند نه ورکوي او د شمالي کوریا په وړاندې په یو مشترک موقف کې له ورګډېدو څخه ځان ساتي.

سربېره پر دې، هغه ګډوډي او وارخطایي چې په واشنګټن کې په مختلفو کچو محسوسه ده، د امریکا مخالفین ډاډمن کوي چې په نړۍ کې د اقتدار نوې لوبه پیلدونکې ده، د قدرت پلې مخ په بدلیدو دي او د ټرمپ د واکمنۍ تر ختمیدو مخکې باید هر څوک په دې لوبه کې تر خپلې وسې لاسته راوړنې ولري.

په پوځي لحاظ؛ اسوشیټیډ پریس او سي ان ان په پوځي چارو کې د امریکايي شنونکو نظرونه خپاره کړي. د هغوی په باور د واشنګټن په وړاندې پوځي انتخابونه په نشت حساب دي. د شمالي کوریا اټومي او توغندويي ځواک نن د دې وړتیا لري چې د امریکا خاورې ته داسې خطر متوجه کړي چې چا یې تصور نه وي کړی.

سره له دې چې ټرمپ او د دفاع وزیر یې په خپلو ګواښونو ښيي چې ګویا پوځي انتخاب هم په لاس کې لري، خو ځمکنيو حقایقو ته په کتو ډیره مشکله ده چې دغه څرګندونې يې عملي بڼه غوره کړي. له همدې کبله د واشنګټن لپاره پرته له دې چې په سیاسي، اقتصادي او حتی نظامي برخو کې یو لړ تنازلاتو ته غاړه کښیږدي، بله لار نه ده ورپاتې. په دې کار سره ممکن پیونګ یانګ هم خپل نظامي فعالیتونه کنټرول کړي. مګر دا کار د نړیوالو له موافقې پرته امکان نه لري او امریکايي ولسمشر خو
له چین، اروپا او روسیې سره د خپلو تعلقاتو فضا دومره خړه پړه کړې، چې د نړیوالو موافقه هم ناممکنه ښکاري.

که څه هم د اټومي جګړې احتمال لرې بريښي خو نړۍ نن تر بل هر وخت زیاته اټومي جګړې ته ورنږدې شوې. د نړۍ هوښیاران باید دا حقیقت درک کړي چې نړیواله ټولنه یوې داسې مرحلې ته ورداخلیدونکې ده چې په هغې کې نور د امریکا د برم ستوری رالویدلی دی. که د نړۍ هوښیاران دا حقیقت له پامه وغورځوي، د ځمکې کره به د یو تباه کوونکي اور په لمبو کې لولپه شي. هغه مهال به بیا د ټرمپ او نورو احمقو ولسمشرانو لاسونه مروړل هیڅ ګټه نه رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x