افغانستان

هلمند کې چاودنې اووه ولسي وګړي وژلي

د هلمند ولايت چارواکي وايي چې، د موسی کلا او سنګين ولسواليو تر منځ سيمه کې په يو سراچه ډوله موټر کې د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د هلمند ولايت وياند عمر ځواک وايي چې، چاودنه تېره ورځ ناوخته شوې ده. د يادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم د هلمند ولايت مارجې ولسوالۍ کې يوې چاودنې هم ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
بايد و ويل شي چې، په دې وروستيو کې د هيواد په بېلابېلو سيمو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده. ولسمشر کرزي رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي چې، د دغو مرموزو چاودنو تر شا د امريکايانو لاس دی او غواړي له دې لارې دی مجبور کړي تر څو له امريکايانو سره امنيتي سند لاسليک کړي.
ولسمشر وايي چې، داسې چاودنې او اخطارونه دی له خپل هوډه نشي اړولی او تر هغه به دا سند لاسليک نکړي، تر څو چې امريکايان دا ژمنه ورسره ونکړي چې، د افغانانو پر کورو به چاپې نه وهي او افغانستان کې به رښتونې سوله راولي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x