fbpx
burmakillingsreuters

په برما کې د مسلمانانو قتل عام او بې وجدانه مسلمان حکمرانان

 قطب الدين مشال

د ظلم په تورو تيارو کې غرقه دا سيمه د کفر مرکز و. دلته د مجسمو (بتانو) عبادت له پيړيو راهيسي دوام درلود، د ځمکې پر دې برخه د واحد الله منوونکي هيڅوک هم نه وو او نه هم د دې ځاى خلک د حضرت محمد ص له ژوند او شاهکار سره اشنا وو.

کله چې مسلمانان د تجارت په غرض دې سيمې ته راغلل نو ځينې ځايې خلک د مسلمانانو د ښو اخلاقو او ښه چلند څخه دومره متأصره شول چې اسلام يې ومانه او د راغلو مسلمان تجارانو سره يې ودونه وکړل.

څومره پخوا چې دلته د امن و عدالت سپين لمر (اسلام) وړانګې خپرې شوې همدومره دلته په مسلمانانو د ظلمونو لړۍ هم پخوانۍ ده، ياني له کله چې دوى اسلام قبول کړى له همهغې ورځې ځايې کفارو پر دوى ظلمونه شروع کړي خو د ظلمونو کچه دومره لوړه نه وه لکه څومره چې اوس ده.

د دې خلکو يوازينى جرم دا وه چې دوى بت پرستي پريښي وه، د واحد الله او محمد ص منوونکي شوي وو.

په 1997 کې د بوديوي ډلو ځناورانو د يوه منظم سازش لاندي د برما د مسلمانانو د وژلو او ختمولو تابيه ونيوله چې د دې سازش په لومړني تاوتريخوالي کې درى مسلمانان شهيدان شول، د ګڼ شمېر مسلمانانو کورونه او کاروبارونه چور شول، په مسجدو او دکانو يې پترول وشيندل او وې سوځل.

د دوى معصوم ماشومان يې د دوى مخ ته ذبح کول، د دوى په ښځو به يې تيرى کاوو تر دې چې د ژوند ټول خواږه يې پرې تريخ کړي وو.

په 2001 عيسوي کې همدغو ځناور صفته کفارو نور کفار په بيلا بيلو پلمو د مسلمانانو سره و ظلم کولو ته وهڅول چې په ترڅ کې يې د دوه سوه مسلمانو شهيدانولو برسيره بې شمېره کورونه او جماعتونه هم وسوځول.

د ظلمونو او فسادونو ريښې ورځ په ورځ نورې هم ژورې او مظبوطي شوې، هرې خوا ته په مسلمانانو بريدونه، له مسلمانانو غلاوې او د هغوى د نه ختميدونکي قتل عام لړۍ پيل شوه.

غم د پاسه غم بيا دا وه چې په دا هرڅه د هغه ځاى دولت او فوځ خبر وو خو بيا هم د دې ظلمونو د ختمولو پر ځاى نه يوازي چپ نندارچيان شول بلکې په پټه کې يې د همدې ظالمانو ملاتړ هم کاوه.

په برما کې د روانو ظلمونو او مرګونو لړۍ هغه وخت لا زياته او پراخه شوه چې کله په درېيم د جون 2012 عيسوي کې د سيمه يزو ظالمانو پر لاسو په بې رحمۍ سره د لسو شهيد شوو تبليغانو په غبرګون کې مسلمانانو د اکياب او مرګنډو په ښار کې پرامنه لاريونونه وکړل.

همهغه وخت ظالمو کفارو په بې ګناه لاريون کوونکو د مرميو په باران کولو سره په سلګونه بې ګناه مسلمانان شهيدان کړل او له همهغې ورځې په پراخه کچه د قتل و غارت پيښې په تيزي سره زياتيدلې.

په اکياب ولايت کې د مسلمانانو ټول کلي وسوځول شول، يوازي په لسو ورځو کې له درېيم د جون بيا تر دولسم د جون د مسلمانانو پنځه سوه کلي ويجاړ شول.

خواوشا 50زره سړيان، سپينږيري، ښځې او ماشومان ووژل شول او په زرګونو مسلمان ځوانان ورک شول.

په برما کې له تېرو شلو کلو د مسلمانانو قتل عام روان ده او بې رحمه کفار د وږو ليوانو په څير په مسلمانانو حملې کوي.

د تورسرو ښځو او بېوزله هلکانو له وژلو وروسته د هغوى له جسدو سره ناوړه چلند کوي. د برما په کوڅو او بيالو کې د مسلمانو وينې بهيږي. په ښارنو او ځنګلونو کې، په غرونو او رغونو کې غرض هرې خوا ته د وژل شوو مسلمانانو جسدونه په بې عزته توګه غورځول شوي پراته دي.

ټول کفر يو موټى شوى او يو د بل حمايت کوي، کفار د مسلمانو په دې مظلوم او بېوزله حالت خوشاله دي.

له يوې خوا کفارو د مسلمان هيوادو وسايل او زيرمې له خپل تسلط لاندي کړې له بلې خوا يې له همدغو وسايلو او زيرمو څخه حاصل کړې پيسې د امت مسلمه د معصومو ماشومانو، تنکي ځوانانو، ضعيفه سپينږيرو او بې وسه ښځو د قتل عام لپاره وقف کړې دي.

يهود و نصارى د مسلمانانو په فرقه بندي، د هغوى په خپلمنځي شخړو، اختلافاتو له اوږدې زمانې راهيسي کار روان کړى لاکن بې فکره له اسلام او اسلامي همدردۍ ناخبره مسلمان، د دنيا په محبت کې ډوب له آخرت بې پروا مسلمان، د خپلو اسلافو له شاهکاره او د اسلام له روښانه تاريخ سره نااشنا مسلمان په دغه غلط فهمۍ کې ده چې دا سخت او بد حالت به يوازي د برما د مسلمانانو لپاره وي.

زمونږ رسنۍاو باچاهان دومره بې احساسه او مجبوره شوي چې هرې خوا ته چپه چپتيا ده؛ نن په ټوله اسلامي نړۍ کې له الله څخه خائف، د قانون و انصاف پابند، او د ښه شاهکار څښتن داسي يو باچا نشته چې مسلمانان سره يوځاى او متحد کړي ترڅو د بېګناه او مظلوم مسلمانانو د قتل عام مخه ونيسي.

په برما کې د روان بربريت و وحشت بيلګه په انساني تاريخ کې نه ليدل کيږي او په دې هم پوهيږو چې ټولې نړيوالې ادارې، د بشري حقوقو تنظيمونه او اين جي اوز د کفري نړۍ په اختيار کې دي له همدغې وجې په روانو ظلمونو پټه خوله دي خو په دې هکله د اسلامي نړۍ چپتيا ځکه له سوچه لوړه خبره ده چې مسلمانان خو د يوه جسد مانند دي او دا چپتيا نه يوازي حيرانونکي ده بلکې له شرم او پيغور هم ډکه ده.

يا الله مسلمانان د کفارو له ظلمونو وساتې او ستا په دين يې متفق، متحد او منظم کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د