شعـــــرونه

غزل/ عقابي

عقابي

منم د يو خدای بندګي کړو، خو د شونډو په سر
يو مسلمان، مسلماني کړو، خو د شونډو په سر

سر خدای ته ګدو خو دا سجدې راته کافرې ښکاري
چې له بادار سره ياري کړو، خو د شونډو په سر

دعا ته لاس جګ کړو او مخ باندې لاسونه تېر کړو
خپل رب ته دغومره زراي کړو، خو د شونډو په سر

ګرانه که مونږ ته څه خدمت وي نو ډاډه ويل شې
ملګري ډېر لرو دوستي کړو، خو د شونډو په سر

خپل ورور، عزيز وژنو او زان بيا مېړنی يادوو
کافر سره هم دښمني کړو، خو د شونډو په سر

زړونه مو تور دي او سينې مو له نفاق ډکې دي
هر چا سره کور وداني کړو، خو د شونډو په سر

د قول او فعل مو ډېر تضاد دی بې باوره يو مونږ
خپلو کې مينه، ورورولي کړو، خو د شونډو په سر

ځکه په چاهم اثر نکړي “‌عقابي جانانه”
شعرونه ليکو شاعري کړو، خو د شونډو په سر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x