شعـــــرونه

د برما ظلم/ مسلم يار شينواری

 مسلم يار {شينوارى}

د نړۍ مسلمانانو، رابيدار شئ نور ځوانانو
مسلمان ختمول غواړي، لږ هوښيار شئ مومنانو

دا مظلوم، مظلوم آهونه، دا مظلومې اوښکې ګوره
انتقام غواړي ظالم نه، اى په دين مين زلميانو

خداى مو ژبې کړه ګونګيانې، په رڼو سترګو ړانده شئ
چې مو غږ نه پورته کيږي، د نړۍ بشر دوستانو

د برما مظلومې خورې، خير که نن يو مونږ بې وسه
انتقام به ترې نه اخلو، د دې وخت له ظالمانو

دا په وينو سور تصوير ته، چې ورګورم ژړا راشي
خدايه راولې عذاب ته، د برما په ٌبدايانو

مسلم يار ورته کومه، له غمجن زړه نه ښېراوې
ابرهه غوندې يې غرق کړې په وړو، وړو مرغانو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x