ادبي لیکني

بس – ليکوال: نقيب احمد عزيزي

د لنډيز دا وييکی مې په ډېرو بيتونو کې وليد، ښه نه پوهېږم چې لکه کله-کله تل، زه، همېش، دينه او کنه غوندې پکې د بې مانا وزن پوره کونکی دی که څنګه؟

بس ممکن د فقط او يوازې مانا هم ورکړي؛ خو ډېر ځايه يې مانا ورکه غوندې وي. د سيد شاه سعود په دې بيت کې يې د مانا په رسولو کې برخه لرلې ده:

بس يوې شېبې له سترګې کړه راپورته
باقي عمر دې زوال راباندې تېر شي

بس د پای ته رسولو او قرارېدلو مانا هم ورکوي او د دغې مانا د ورکولو پر مهال ښايي د جملې په سر کې کم راشي:

څوک له سپي سره سپی کېږي نه رقيبه!
بس دی تاته مې په درې لوېشتې سلام دی

يا:

زه ښه پوهېږم چې د جنګ ګټلو وس نه لرم
خو خپل پښتون غرور مې نه پرېږدي چې بس يې کړمه

(جلال امرخېل)

په عامو خبرو کې د دې وييکي هم د نورو اړيکوييکو(ربطي اداتو) په شان د بېلابېلو ماناوو رسول پر غاړه دي. موږ په عامه محاوره کې اورو: (بس ته دا وار ورته ګوره!)، (بس نور يې پرېږده!)، (بس! نور دې غږ وا نه اورم!)، (بس ته به وا زه يې مزدور يم) او(بس بېخي بس دي.)
    بس د يو مبهم ځواب په توګه هم کارېږي او يا کېدای شي داسې څوک يې- چې د وضاحت لپاره مناسبې جملې نه شي برابرولی- استعمال کړي.

مثلا:

–    هغه کور دې ولې پرېښوود؟

–    بس ولا پرې مې ښوود.

–    ولې راغلې؟!

–    بس!

د کاروان صاحب د دې لاندې بيت بس ماته د (کفايت کوي) په مانا اېسي:

بس خو دا چې د بلبل سکني وروڼه
ستا کاروانه! سندرمار له درده توري

که څه هم دلته يوزاې بس دا مانا نه ده لرلې، بلکه د (خو دا چې) عبارت هم ورسره د مانا بار پر اوږه اخيستی دی. خو د ښاغلي کاروان په شاعري کې هم داسې بس راغلی دی، چې مانا يې څرګنده نه ده:

راوړي به ښاپېرۍ درته ګلونه د الهام
بس بار به دې کاروانه! وي اوښان په ترنم

يا:

بس د زړه په مراندو څو ملا ماتي لغات وتړم
ګرانه! شاعري څه ده اسان غوندې هنر دی

دلته که ددويم پاسني بيت د بس پر ځای (زه) کليمه کېښوودله شي، مانا نه ناڅرګندېږي؛ خو څنګه چې د (وتړم) فعل پخپله د مفرد متکلم په اړه تصور راکوي؛ نو بس پر ځای ښکاري او د (زه) ضمير ته اړتيا نه پېښېږي.

بس داسې وييکی دی، چې که مانا يې روښانه هم نه شي يو څه روانتيا منځ ته راوړي؛ خو آيا موږ په شاعري کې يوه کليمه- بې له دې چې د مانا په رسولو کې برخه واخلي – د رواني يا وزن پوره کولو په خاطر راوړلی شو؟

ځواب مثبت نه دی. موږ شايد هغه وخت بې مانا کليمو او لغتونو ته مخه کړو، چې يا په ليکنه پسې سر نه خوږو او يا له سولېدلي فکر او مروج طرز سره حساسيت نه لرو. يو چا د ځان بيوګرافي داسې پيل کړې ده: ((کفيت الله نصرت د حاجي سلطان محمد زوی، د سيد محمد لمسی په کال ۱۹۸۷ کې د بلوچستان د قمردين کارېز په سيمه کې زېږېدلی يم. له آره د ارزګان ولايت د چارچينو ولسوالي د حامد بابا کلا يم.))

د دې پر ځای چې دا وروستۍ جمله دا مانا ورکړي، چې دارزګان په چارچينو ولسوالي کې د حامد بابا کلا اوسېدونکی يم، دا مانا يې ښندلې ده چې دا سړی پخپله د ارزګان ولايت دی او د د چارچينو ولسوالي او حامد بابا کلا ده.

بس ستا د بنګړو شرنګ باندې کوي تول د سندرو
په خدای که به کاروان دې پوی په سُر او يا په لی دی

دلته يې د وزن پر پوره کولو سربېره د ( نور هيڅ نه دي يو ستا د بنګړو شرنګ دی) د قيدي جملې رول هم درلوودلی دی. د يوې کليمې دا ډول استعمال په نثر کې د اطناب مخه نيسي او په شاعري کې يې هم اهميت کم نه دی. مګر که پوښتنه وشي چې ټولو يا ډېرو شاعرانو به دا وييکی يا د دې غوندې نور وييکي تل پر ځای کارولي وي او يا به يې د سمې کارېدنې ځای ور معلوم وي او که نه؟

دلته هم ځواب منفي دی. دروېش دُراني بس د تش يا يوازې په مانا کارولی دی:

خلک نه غواړي چې ښکلي پرېشان شي
بس له ورايه ورته وګوري روان شي

بس کله-کله يوه داسې ضمني مانا هم ورکوي، چې زړه ته خوند ورکوي؛ مګر ظاهراً يې ځايناستې کليمه يا نه ټاکله کېږي او يا که و هم ټاکله شي، خوند ورسره کمېږي. لکه د ښاغلي دروېش په دې بيت کې:

بس يو تېره غوندې ازغی به مې په زړه کې مات شو
چې کوم ګل مخی به مې چرته له نظره تېر شو

استاد اسدالله غضنفر د استاد الفت د نثر ځانګړنې په مقاله کې يو ځای ليکلي دي، چې(( دا ضرور نه ده، چې اشنا کليمه دې همېشه دقيقه مانا ولري.)) دی وايي چې(( استاد الفت د کلمو د اسانۍ په اندازه د هغو دقيقې مانا ته هم اهميت ورکوي. ده په (ليکوالي) کې په يو بل ليکونکي نيوکه کړې چې د (ملايي) کلمه يې په دقت سره نه ده استعمال کړې. استاد ليکي)): (يوه ليکلي دي:[خلکو پخوانی ملا له ملايي څخه وايست.] دلته د ملايي کلمه دومره ښه نه ده لکه چې د امامت کلمه مناسبه ده، ملايي که څه هم د ځينو په محاورو کې د امامت معنا لري مګر ملا په اصل کې د (امي) په مقابل کې استعمالېږي. خلق کولی شي چې يو ملا له امامت څخه لرې کړي مګر له ملايي څخه يې (په اصلي مانا) نه شي ايستلی.)

هغه څوک چې بس يې يا تکيه کلام غوندې يا په لهجه کې ډېر کارېدونکی وي ښايي د يو اشنا لغت په توګه يې مناسبې مانا او د استعمال ځای ته پام و نه کړي او دغه کار ممکن هر ځای ګټه هم و نه کړي. د جلال د يو بيت د بس پر ځای که (دا) اشاري وييکی راغلی وای ښايي بده به نه وه:

بس خو يو زه يم چې بې برخې درنه پاتې يمه
نور دې دربار سم د رحمان بابا دېوان دی پيره!

موږ مخکې ياده کړه چې په عامه محاوره کې د ځينو نورو وييکو غوندې د بس هم ګڼې وظيفې پر غاړه دي؛ مګر په شعر او هنري نثر کې يې ځای پېژندل ښايي راسره د خپلو پنځونو په ښکلا کې برخه واخلي.

که څوک بس په شعر کې په دې وجه راوړي، چې خپلې لهجې ته نږدې يا په خپله لهجه شاعري وکړي، کېدای شي چې بس يې د عامو خبرو اترو په څېر کله-ناکله يا مانا ور نه کړي او يا يې د بل وړ وييکي ځای ډک کړی وي. د جلال په ګڼو بيتونو کې بس وينو او د ټولو د مانا ټاکنه يې اسانه نه ده:

بس چې هر څوک درنه زما په شانته مخ اړوي

لکه زما، د ځان په غم اخته وباله! ښه يې
——-

بس خو د سترګو له شناخت نه ها خوا هيڅ هم نه يم
زه بس همدغه يم چې تاته په نظر ښکارم
——-

اوس بس هيندارې راکوه چې تر دنيا سازوم
اوس مې په ټکو باندې نه کېږي ګذران ملنګه!

د ښاغلي دروېش دُراني د (په کاڼي کې هنداره) شعري ټولګې په غزلو کې بس يوازې يو ځل راغلی دی:

بس د زړه کاڼی مې اوبه کړ د جانان په غم کې
قيصه د مينې مې تر دې زياته طويله نه وه

اوس که د بس کارونه زياته شوې ده، مانيزه خوا يې په همدې اندازه له پامه لوېدلې ښکاري. د مصطفی سالک د يو بيت بس په مانا کې ونډه اخيستې او د (داخو) معادل برېښي:

بس ترېنه ته د اخفا غره کې پټ يې
دا چې د هند خلکو ته رام ښکلی شي

د اجمل اند په دې شعر کې يې د مانا په ثبات کې رول لوبولی دی:

لږ تم شئ بس همدلته زلمي شپون ګولۍ خوړلې
مړوند يې تاسې وګورئ شپېلۍ خو مې پيدا کړه

مګر دلته دومره ضرور نه راته ښکارېږي:

دا لکه ټپې چې بس يوازې په پښتو کې شي
بل ځای کې خبرې کله داسې په لېمو کې شي

په پاس بيت کې ښايي د (يوازې) قيد (بس) له مانا غورځولی  وي. اکثره اديبان پر دې اند دي چې قيدونو او صفتونو ډېری جملې بې خونده، احساساتي او له مبالغې ډکې کړې دي. ((وايي چې انتون چيخوف ماکسيم کورګي ته ويلي وو چې(( تر وسه-وسه له صفتونو او قيدونو لرې ګرځه.)) د امريکا مشهور شاعر رابرټ فراست وايي وو(( اسمونه او فعلونه سره زر دي، قيدونه او صفتونه د اوسپنو توکړې وګڼه… د صفتونو دې کور تالا شي.))[د نثرليکلو هنر]

بس په خبرو کې د افغانستان د شرقي ولايتونو خلک د جنوب او جنوب غربي ولايتونو تر اوسېدونکو ډېر استعمالوي. ښايي همدا وجه وي، چې د دوی په شعرونو او په ځينو نثرونو کې هم دا وييکی ډېر کارېږي. په ننګرهار کې ممکن يو څوک ووايي چې: (( بس دی مړه! پرېږده دا وظيفه.)) خو په کندهار، غزني او ځينې نورو سيمو کې دا جمله داسې ويله کېږي: ((دغه وظيفه باره ايله کوه!)) يا (( دا وظيفه خو نوره پرېږده!))

که موږ غواړو په خپلو ليکنو کې سيمه ايز اصطلاحات يا لهجې وکاروو، يو خودا لازمه ده چې له معياري ليکدوده خبر يو او بل دا فکر په کار دی، چې دې متل، يا سيمه ايزې اصطلاح د شعر په ښکلا کې څومره برخه اخيستې ده. ځکه که يو څوک په شعر يا نثر کې خپله داسې اصطلاح يا لهجه- چې د دوی په سيمه کې محبوبيت لري- استعمالوي او په نورو سيمو کې نا اشنا وي نو بې خوندي جوړوي.د خوست او پکتيا ځينې اوسېدونکي د (ټوپي-ټوپي) ترکيب د (ډېر-ډېر) پر ځای ليکي. که په غزني، لوګر يا هرات کې څوک دا لاندنی بيت لولي ښايي (پښتو سيند) پسې وپلټي:

خاونده! ته خو دې جينۍ ته ښکلی جنت ورکړې
لمن ته مې په لار کې ټولوي ټوپي- ټوپي

(ولي مرجان درمان)

د غزني د يو شاعر په دې بيت کې د (کوکۍ) کليمه کېدای شي د بل ځای لوستوال د (بوسې) په مانا واخلي؛ مګر د غزني خلک (کوکۍ) کليمه پتنګ ته هم کاروي:

کوکۍ چې يو ځل تر ډېوې ورسي
خدايزده که بيا روغه وزره يوسي

(شهزاده عاصم)

تر اوسه پورې د بس په ارتباط په نوې شاعري کې وغږېدلو. آيا پخوانو دا وييکی استعمال کړی دی؟ که يې کړی دی، په کومه مانا يې کړی دی؟ او څنګه؟

رحمان بابا فرمايي:
بس کړه دا چې زه په يار پسې غوڅ-غوڅ يم
خدای دې نه کا لکه زه يم هسې يار

او:

دا داغونه دخپل زړه ورلره بس دي
څه حاجت دی د رحمان په لاله زار کې

بس مې د رحمان بابا په دېوان کې تر دې دوو ور ها خوا په بل بيت کې و نه موند. رحمان بابا دا وييکی يوازې د کافي والي په مانا کارولی دی. بابا چې بس نه کاراوو، څه يې راوړل؟

(غزا وشوه) يو هغه قيدي عبارت دی، چې د رحمان بابا په شاعري کې يې څو ځايه د اوسنو شاعرانو د بس استازيتوب کړی دی:

غزا وشوه که ځان ستايي و رحمان ته
بې هنره، ګاو و خر درې واړه يو دي

اوسنی شاعر ښايي دا بيت داسې وليکي:

بس که هر څومره ځان ستايي و رحمان ته
بې هنره، ګاو و خر درې واړه يو دي

اوس، نو، بس، خير،تل، ځه، بيا، که نه او او هغه وييکي دي، چې په نننۍ شاعرۍ کې تر ضرورت زيات ليدل کېږي. د رحمان بابا د لاندني بيت د دويم(د) پر ځای نن سبا (او) وينو:

ما د دهر غم وهلی دی په لته
د پيالې (د) صراحۍ له برکته

يا د خوشحال بابا د لاندې بيت (نور) د اوسني وخت د (نو) معادل ښکاري:

د خوشحال عقل خطا نه وو، (نور) څه وو؟
چې خاني يې په بهرام کړله نامزده

که څه هم زمانه په ژبه کې بدلون راولي، مګر داسې ښکاري چې پخوانو قلموالو د ځينو اوسنو پر پرتله ويی ټاکنې ته ډېره پاملرنه کوله. بې پامي يا لټي هم له دوو هغو شيانو څخه دي، چې هم يې هنريت ځپلی دی او هم يې د غلط فهمۍ ستونزې را ولاړې کړې دي. هر وييکی که وزن پوره کوي، بې ځايه کاره ونه يې مانا له پښو هم غورځولی شي.

    حميد مومند هم په شعرونو کې د خوشحال بابا غوندې بس وييکی تقريباً نه دی کارولی. او که يو ځای ليدل کېږي هم نو د پوره والي پر مانا راغلی دی:

نه به نس له ډېرو بدو کا څوک صبر
نه به اور د خس له سولو کاندي بس

(حميد مومند)

خوشحال بابا فرمايي:
ډېرې مينې اشنايۍ څه په کار نه دي
يو زړه لره يوه اشنايي بس ده

د حميدبابا په بيت کې بس د منع کولو مانا هم ورکولی شي. په اوسنو شاعرانو کې ځينو که د هر لفظ نه وي، د ډېرو يې اصلي ځای ته پام کړی دی؛ خو له دې سره بيا هم له ډېری شاعرانو کارېدلی دی او کارولی يې نه دی. نويو شاعرانو ته فکر کول په کار دی، چې د زاړه ادب په رڼا کې د دې زمانې نوښت په پښو ودروي.

په لاندنيو بيتونو کې پر بس د بې ځايه کارېدلي شک رښتينی کېدای شي:

نه وي بل څه نه وي بس د سروزرو يوه ليکه وي
ملا د ځينو ښکلو خو تر حد زياته باريکه وي

د ښاغلي دروېښ دُراني په پاسني بيت کې- که وزن په نظر کې وه نه نيسو – د بس حذفول خلا نه پېښوي. ژبپوهان هر هغه توری يا کليمه چې حذف يې د جملې پر معنويت اثر نه کوي، بې ځايه ګڼي. د نن سبا په ګڼو شعرونو کې(بس) بس نه لري او خورا اسانه پيدا کېږي. که څوک يې له آرې(اصلي) مانا پرته کاروي، دقت ورته زيات ضرور دی.

د ښاغلي مصطفی سالک په دغه درې بيتونو کې په لومړي کې (او) يا (خو) او په دويم کې(همدغه) ليکل ښايي بې ځايه نه وي او په درېيم کې يې د ښاغلي دروېش د بيت د بس غوندې ړنګونه قيامت نه جوړوي:

که بدلېږې دغه وخت به مناسب وي
ماضي تېره ده بس حال راته يادېږي
——
حسنه! بس دغه دې يو وياړ وګڼه
ته چې زړګي د پښتانه ته راغلې
—–
د سالک مننه ومنه سروشه!
بس بيتونه يې پوره شول غزل جوړ شو

۱۳۹۲/۵/۱

ليکوال: نقيب احمد عزيزي

ژوند ادبي بهیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x