شعـــــرونه

غزل/ عبدالقدوس فاتح

عبدالقدوس فاتح

زما په خوار مظلـوم ولس ، بمـــونه مه وروه
ظالمــــه نور د خپل هَوَس ، بمـــونه مه وروه

نه جنـازې نه مو ودونـــــه درنه روغ پاتې شول
أخ په غاټول او په نـَـرګَسْ ، بمـــونه مه وروه

زه خو يتيــــــم يمه غريـــب يمـه ډوډۍ نه لرم
راټولومه غـره کښې خَسْ ، بمـــونه مه وروه

په مدرســـو او جوماتونو او کـــورونو مو نـور
ظالمــــه مــــه وَرَوهْ بس ، بمـــونه مه وروه

درته راويښ به کړي لا نور هم دا ويده قومــونه
ورتــه د ننګ به شي جَرَسْ ، بمـــونه مه وروه

هر کور کې ښځې ماشومان درته ښيراوې کوي
په شپـه او ورځې مو په نَسْ ، بمـــونه مه وروه

مونږه د هر يوه وحشــت نيولی شمار « فاتحه »
بدل يې أخلـــــو يو په لَسْ ، بمـــونه مه وروه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x