افغانستان

ګارډین: ملکي خلکو ته امریکايي او دولتي بمبار دواړه یو شان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږی۱۵، ۱۳۹۶): ګارډین ورځپاڼې د امریکا او افغان دولت په بمباریو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبلې ته کتنه کړې او ویلي یې دي چې ولسي افغانانو ته دا مهمه نه ده چې د امریکا او که د دولت په بمباریو کې وژل کیږي.

ورځپاڼه لیکي چې د ټرمپ د ستراتیژۍ له اعلان سره امریکا په افغانستان کې هوايي بریدونو ته زور ورکړی او د افغان عسکرو هوايي ځواک ته یې توجه زیاته کړې. خو په وینا یې؛ که هوايي بریدونه د مخالفینو په ځپلو کې اغیزمن وي، د عامو ولسي افغانانو د وژنې کچه یې هم لوړه کړې.

تېره اونۍ په هرات او لوګر کې دواړو (امریکايي او دولتي هوايي ځواکونو) په دوه جلا- جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۲۶ عام افغانان ووژل. ورځپاڼه ليکي چې دغه ډول ړنده بمباري د افغان هوايي ځواک د وړتیا او ظرفیت په هکله د خلکو باور او اعتماد نور هم کموي.

ګارډین ورځپاڼې لیکلي چې د هوايي بمبار په برکت د کابل حکومت په رګونو کې د ژوند وینه چلیږي او اوسمهال شپږ ولایتونه د سقوط په مورګو ولاړ دي او که د امریکا بمبار نه وای یو شمېر ولایتونو به لا وختي سقوط کړی وو.

ورځپاڼې د فراه ولایت مثال ورکړی چې تېر کال درې اونۍ پرلپسې محاصره و، بالآخره دولت له امریکایانو څخه د بمبار غوښتنه وکړه او ولایت له سقوط څخه وژغورل شو.

یادې ورځپاڼې په هوايي بریدونو کې د عامو افغانانو له ژوند سره بې باکانه چلند ته هم اشاره کړې او زیاته کړې يې ده چې تېره اونۍ په همدې ولایت کې یو ځل بیا افغان عسکر د طالبانو د سختو بریدونو په مینځ کې ایسار شول. که څه هم د ځايي خلکو په وینا د الوتکو تر رارسېدو مخکې طالبانو سیمه پریښوده خو بیا هم الوتکو سیمه بمبار کړه او لږ تر لږه ۱۸ عام افغانان یې ووژل.

ورځپاڼه د پیښې د یو عیني شاهد له قوله لیکي:

«په وژل شوو کې سړیو هیڅ شتون نه درلود، ټول قربانیان ښځې او ماشومان وو. مونږ د شپې تر ۱۱ بجو پورې د مړو غوښې او اندامونه راغونډول. حتی یو طالب ټپي شوی هم نه وو».

د ولسي مرګ ژوبلې بله پیښه تېره اونۍ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې رامینځته شوه. ورځپاڼې د ولایتي شورا غړي  (عظیم کابرزاني) د ولسي افغانانو په وژلو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې «امریکایان او دولت باید وپوهیږي چې په سیمه کې عام افغانان هم ژوند کوي».

خو دولتي چارواکي بیا په یو نه یو ډول د هرې پیښې پړه په طالبانو اچوي. تېره اونۍ د لوګر ولایت په دشت باري سیمه کې امریکایانو ۱۱ عام افغانان بمبار او ووژل. خو ورځپاڼې د لوګر والي (حلیم فدايي) هغه ادعا رانقل کړې چې ویلي یې و «د سیمې خلکو طالبانو ته ویلي وو چې زمونږ له کورونو ووځئ خو طالبانو یې خبره نه منله او هماغه و چې بیا امریکایانو کورونه بمبار کړل او خلک ووژل شول».

خو د امریکا په رویال څیړنیز مرکز کې مشر څیړونکی (شاشانک جوشي) په دې نظر دی چې اصلا امریکایانو ته د ملکي خلکو ژوند کوم خاص ارزښت نه لري. ورځپاڼې له نوموړي څخه په نقل قول لیکلي:

«د ټرمپ اداره د ملکي تلفاتو په هکله ډیر بې باکانه چلند کوي، زه هیڅ دا باور نه لرم چې دغه اداره به په یوې مسئولانه طریقه هوايي ځواک وکاروي».

ورځپاڼه د هوايي بمباریو په درزها او د ولسي افغانانو د واویلاوو په مینځ کې د اشرف غني چوپتیا ته هم اشاره کوي او زیاتوي چې که څه هم عام افغانان د دولت او خارجي ځواکونو د بمباریو په خلاف غږ اوچتوي، افغان ولسمشر اشرف غني په پوره اخلاص د ټرمپ د ستراتیژۍ ملاتړ کوي.

خو د افغان څیړونکو د شبکې همکار مدیر (ټوماس روټیګ) په دې نظر دی چې ښايي د افغانانو د اعتراض غږ دومره اوچت شي چې په اشرف غني فشار راوړي او بیا کتنې ته یې اړ کړي. نوموړی وايي:

«که د ولسي مرګ ژوبلې لړۍ همداسې روانه وي، په نږدې یا لرې راتلونکي کې به د ولس یوه برخه د اوسني حکومت په چوپتیا خپله نارضایتي څرګنده کړي».

ګارډین ورځپاڼه لیکي چې لا هم امریکايي ځواکونه د افغانستان په جګړه کې ۷۰٪ ونډه لري او تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا هوايي بریدونه تر بل هر وخت زیات شوي دي.

د پوځي سرچینو په وینا؛ تېر کال د افغانستان په خاوره خپلو افغان پیلوټانو ۸۰۰ ځلې بمبار کړی او امریکایانو ۶۱۵ هوايي بریدونه کړي. خو ورځپاڼه وايي چې د عام ولسي افغانانو لپاره دا مهمه نه ده چې بمباروونکي یې څوک دي؟.

ګارډین ورځپاڼې خپل راپور د افغان څیړونکو د شبکې همکار مدیر (ټوماس روټنګ) په دې وینا پای ته رسولی چې وايي:

«ایا عام افغانان به په دواړو کې چا ته ترجیح ورکړي چې په لاس یې ووژل شي؟ خپل افغان عسکر یې په بمونو ووژني او که امریکایان؟ ښايي د ملکي خلکو په نزد دواړه چندان توپیر ونه لري.. په دواړو صورتونو کې ولسي مرګ ژوبله د ښو پایلو زیری نه لري».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x