نظــر

د داعش او حزب الله تر اوربنده

خالد یوسف

یوه شناخته به ویل چې داعش وزمه جذباتیان داسې مثال لري لکه پاکستانی یاما موټرسایکل. د یاما موټرسایکل توندي او غالمغال تر بل هر موټرسایکل زیات دی، که دې مازې غوږ ته ګوته وروړه او لږ دې غوږ ورتاو کړ نو لکه اوزګوړی اسمان ته خیز وهي او غرهاری خو یې تر هابل کلي رسیږي.خو همدغه توند او جذباتي یاما دې که د خراسان مزلو ته واچاوه نو په نیمه لار به یې کاربیټر پټاو سوی او د مقاومت حوصله به یې ځواب شوي وي.

زموږ په عام ژوند کې هم چې څوک یو ځای ته په منډه او تیزۍ روان وي نو تر منزله نه رسیږي بلکې په نیمه لار یې ساه سوځي خو هغه چې د منزل لار په متینو او سنګینو ګامونو وهي نو سل کاله به مزل وکړي مګر حوصله به یې د لومړۍ ورځې په شان تانده او څپانده وي.

داعشیان چې راپیدا شول نو دومره په توندۍ کې وو چې په پوزه یې مچ نه پریښود. دوی دومره له غرور او فرعونیته ډک و چې له کافرو وړاندې یې په مسلمانانو تیغونه راسم کړل، د ( طمس الرموز ) نظریه یې مطرح کړه، دوی ویل لومړی باید د اسلامي مخکښانو، مبارزینو او رهبرانو څلي رانسکور شي. دوی د حسن البنا،شیخ یاسین، اسامه بن لادن، ملامحمد عمر مجاهد،أیمن الظواهري، عبدالله عزام، أبومصعب السوري،جلال الدین حقاني، شامل بسایوف، مختار بالمختار، أنور العولقي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دنړیوال جهاد د نورو مخکښانو په بدنامولو، تردیدولو او د هغوی د فکر، نظریې، جهادي سلسلې او پلویانو د ورکولو لپاره مټې رابډوهلې.دوی په سوریه کې مخکې له دې چې د بشارالاسد وینه تویې کړي د نړیوال جهاد یو مخکښ او مخلص مجاهد شیخ خالد السوري یې په شهادت ورساوه، دوی چې د سینا دښتې او د فلسطین ګاونډ ته لاره پیدا کړه نو لومړني میزایل یې د شیخ یاسین د حماس جهادي ډلې پر خوا وتوغول. دوی په افغانستان کې لومړی د ملا محمد عمر مجاهد له هغو پلویانو سره په جګړو اخته شول چې په خپله تاریخي کارنامه او میلمه پالنه یې د نړیوال جهاد شمله ورهسکه کړې وه.

خو دوی خپلو جذبو په مخه کړې وو، دوی په داسې حالت کې وو لکه پوډري چې د طبعي افیونو نشه وکړي او حق او باطل، ګټه او زیان له یو بله نه شي توپیرولای.دوی په پیل کې له ذبحه کولو، سوځولو، غرقولو او نورو ډول ډول وژلو او تعذیبونو پرته بله هیڅ طرحه او طریقه په رسمیت نه پیژندله. القاعده یې په دې تکفیر کړه چې ولې یې له ایران سره نا اعلان شوی اوربند کړی، طالبان یې په دې مردود وبلل چې ولې له ایران او داخلي شیعه ګانو سره جهاد نه اعلانوي.

خو د الله تعالی امتحانات ډیر پیچلي وي، ډیر ځله په انسان الهي ازموینه په هغه طرز او طریقه راځي چې ده په کوم بخش کې د لویي دعوه کړې وي. داعش القاعده په دې ملامتوله چې ولې یې له ایران سره نا اعلان شوی اوربند کړی، مګر نن ټولې رسنۍ دا خبر ګردانوي چې په سوریه کې د داعش او شیعه ځواک حزب الله تر منځ اعلان شوی اوربند شوی دی.

رسنۍ وایي د داعش او حزب الله اوربند د بشار الاسد، پوتین او حسن نصرالله په خوښه شوی دی، کله چې د لبنان او سوریې په سرحدي سیمو کې لبناني ځواکونو د داعش په ضد عملیات پیل کړل له عملیاتو یوه ورځ وروسته د داعش او حزب الله تر منځ مخامخ مذاکرات پیل شول، د مذاکراتو په نتیجه کې دواړو ډلو تر خپل منځ په اوربند باندې توافق وکړ.

د اوربند د ښه اجراء او اعتمادسازۍ لپاره داعش د ایران د سپاه د وژل شوي غړي محسن حججي جسد هم ایرانیانو ته ډالۍ کړی دی او په مقابل کې حزب الله د داعش یو شمیر هغه بندیان خوشي کړي دي چې په جګړو کې زخمیان شوي وو.

راپورونه وایي چې دداعش او مخالف اړخ تر منځ د اوربند او مذاکراتو په تعقیب خبره دومره خوږه شوې ده چې له پرون راهیسې د داعش ۱۷ له افرادو ډک بسونه چې د دیرالزور په خوا روان دي او امریکایي الوتکې د تلو مخه نه ورکوي د بشار الاسد ځواکونه یې امنیت ساتي او هر ډول اکمالات ورته کوي.

په افغانستان کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د جګړې ۱۶ کلونه پوره کیږي، مګر په دې جګړه کې به شاید نه یاست خبر شوي چې طالبانو یوه ورځ هم له مخالف اړخ سره اوربند یا ډزبندي کړي وي. د طالبانو د مبارزې څو لسیزې پوره کیږي مګر د داعش لا تر اوسه پوره نیمه لسیزه هم نه ده پوره شوې. دا چې داعش دومره ژر له غورځنګه ولوېد، خپله ها د ذبح کولو چاړه یې وغورځوله او له خپلو سخت ترینو دښمنانو حزب الله او بشار الاسد سره د مذاکراتو په ټغر کیناست او بیا یې د اوربند، تبادلې او امن سیمې تر جوړولو خبره ورسوله. معلومیږي چې د (یاما موټرسایکل) کاربیټر نور خپله حوصله بایللې ده. هغه څه غالمغال، غورځې پرځې او شین لوګی یې چې وکړ بس هماغه یې ټول زور و، نور نه د مزله دی او نه خپلې مبارزې ته په هغه شکل دوام ورکولای شي چې ادعاء یې درلوده.

هوکې، په سوریه د اسلام له سخت ترینو دښمنانو سره د داعش وروستۍ معامله ښيي چې دغه ډله له خپلو مبادئو په شا شوه. هغوی داسې تنزل وکړ چې پخوا یې په همداسې کولو نورې ډلې تکفیرولې، نو داعش داځل د خپلې غلیظې فتوا تر اور لاندې دی.

که د داعش دومره زر حوصله بایللو، ددښمنانو په وړاندې سرټیټۍ او تنزل ته نظر وکړو نو قیاس کولای شو چې په نږدې راتلونکې کې به دا ډله هم د یو شمیر نورو جعلي او درغلو جهادي ډلو په څیر د تنزل او تسلیمۍ لاره ونیسي او د بګیلیانو کتار به نور هم ورباندې اوږد شي.

موږ خاص د الله تعالی لپاره هغو کسانو ته چې ددې جعلي او بې خاصیته ډلې په شعارونو غولیدلي وایو چې دغه منحرف جریان مو د انحراف په لاره روانوي، چې نه به مو دنیوي هدف او ارمان تر سره شي او نه به په اخرت کې د معصومو وینو د تویولو او نړیوال جهاد د ناکامولو له مسؤلیته ځانونه خلاص کړای شئ. نو ښه داده چې نور دغه منحرف جریان پریږدئ او یو تجربه شوی، آزموده او صالح جهادي صف د ځان لپاره غوره کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدحذیفه

محترم لیکوال صاحب السلام عليكم ورحمة الله وبركاته الله دې اجر درکړی واقعا چی دا د یاما د موټر سایکل ډیر ښه مثال مو ورکړی. الله دې یا ورته نور هدایت وکړی که داسی نه وی نو الله دې نور هم تردې شرمنده او ذلیله لری. زه خو وایم د امریکایانو د بیرته په پښو دریدلو لوی سبب او وجه هم همدا داعشی خوارج و کنی امریکایانو خو فاحشه ماتی خوړلی وه او دتیښتی لاره یی لټوله. همدوی خبیثان خوارج و چی هر چیرته یی هر څه په غولو ولړل او د مسلمانانو په مینځ کښی یی د اتفاق پرځای… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x