نظــر

بس دی دومره نصیحت په دا دنیا

خبر دی چې دحامدکرزي مرستیال  قسیم  فهیم دزړه دسکتې له امله  دمرګ په خوب ویده شوی دی ، هغه مارشال چې لاپه یې ویشتلې وه ، که په راتلونکي حکومت کې مې حق ترپښو لاندې شي نو غره ته به وخیژم . . . مګر له دې ناخبره وو چې آیا تر راتلونکي حکومت پورې ژوند ملګرتیا کوي او کنه ؟؟

رښتیا هم انسان له  نسیان څخه  دی ، انسان ترټولو هیر زړی مخلوق دی ، چې حتی دمرګ غوندې ستر حقیقت یې هم له یاده غورځولی ، میږی چې موږ یې عقل او ظرفیت دملنډو په توګه  په مثال کې راوړو ، دسبا ورځې تیاری نه هیروي ،

ټول اوړی لګیا وي ترڅو دراتلونکي ژمي لپاره غله دانه تیاره کړي ، مګر موږ ترټولو ستر سبا / دقیامت ورځ هیره کړې ، مرګ مو هیر دی ، او دنیوي ژوند راته خپل تلپاتې ملکیت ایسي .

فهیم خان دهمدې غلط برداشت په سیوري کې دراتلونکې غورې وهلې ، او ویل یې دقدرت دګټلو لپاره به  غره ته وخیږم ، مګر خبر نه وو چې دمرګ  سفر به یې دځمکې دتل په خوا روان کړې .

د تقدیر لاس همیشه په هیرزړيو انسانانو همداسې سرچپه لوبې کړي دي ، او دخیال ریګزارې ماڼۍ یې په معمولي څپیړه ور دړې وړې کړې دي ، هوښیاران وایي ، د تللیو کیسې دراتلونکو لپاره پندونه دي ، راځئ همدا واقعه دعبرت لپاره سرمشق کړو ، چې  که په کې ژور فکر کړو بشپړ کفایت کوي  ځکه رحمان بابا وایي :

کوم زنده چې دمرده په قبر تېر شي
بس دی دومره نصیحت په دا دنیا

دفهیم ناګهاني مرګ باید دافغان سیاسیونو لپاره یوه بیدارونکی عبرت وي ، هر یو باید په خپل ګریوان کې سرکوز کړي ، هغه چې شپه ورځ دبلند منزلو ، تجارتونو ، ډالري تنخواګانو او بانکي حسابونو له وسواس څخه نه خلاصیږي ، یوه شیبه دې په مرګ په اخرت کې هم فکر وکړي .

دوی باید په یاد ولري چې دمرګ ، نزع ، عذاب قبر ، قیام القیامة ،میزان ، پل صراط  او حساب کتاب غوندې سخت امتحانات ترمخ دي ، یوه ورځ ټول دفهیم  غوندې دالله تعالی حضور ته ور روان یو ، یوه ورځ به ټول دقبر دتیارو میلمانه کیږو  او د هرې ذرې ذرې حساب به راسره کیږي .
الله تعالی فرمایي :

ونضع الموازین القسط لیوم القیامة فلا تظلم نفس شیئا وان کان مثقال حبة من خردل اتینا بها وکفی بنا حاسبین  . سورت الانبیاء  ۴۷  آیت

ترجمه : او موږ به دقیامت ورځې ته دانصاف تلې ږدو ، بیا به په هیچا هیڅ ظلم ونه شي ، که څه هم یو عمل داوري دانې په اندازه کم وي ، موږ به یې راوړو او دحساب کولو لپاره موږ بس یو .

آیا ځیني کسان فکر کوي ، چې دنیایي شهرت او مرتبت به دوی دپل صراط له آزمویښت څخه خلاص کړي ؟؟ کلا وحاشا ، هیڅوک داسې نشته چې له دې امتحاناتو مستثنی وبلل شي ، هرڅوک به دخپل عمل پنډه په شا د امتحان له مقاماتو تیریږي .

الله تعالی فرمایي :

وان منکم الا واردها کان علی ربک حتما مقضیا  . سورت مریم ۷۱ آیت
ترجمه : او په تاسو کې هیڅوک داسې نشته چې هغه ته ورتلونکی نه وي داستا درب په غاړه یوه فیصله شوې خبره ده .

نو بناء  اې انسانانو !

اې مسلمانانو !

راځئ یوه شیبه له دنیا ، له سیاست  ، له  تجارت ،  له انتخاباتي کمپاین ، له  ډالربازۍ   او له  دنیا دوستۍ څخه ذهن را فارغ کړئ ، یوه شیبه دقیامت فکر وکړئ ، دالله تعالی درالیږلیو احکامو په رڼا کې خپل صورت او سیرت ترنظر تیر کړئ ، خپل  عمل او کردار محاسبه کړئ ، چې څه مو کړي ؟؟

آیا  دقسیم فهیم په څير دمرګ ناڅاپې څپیړې ته تیاری لرئ ؟؟

که یې نه لرئ  نو څه کول په کار دي ؟؟

آیا له  الله  تعالی نه ویره او رسول الله صلی الله علیه وسلم متابعت به مو دایمان غوښتنه نه ده ؟

چې ده ، نو ولې خپل ضمیرونه دوکه کوئ ، چې دخدای تعالی په ځای مو دامریکا تمې ته په زړه کې ځای ورکړئ ، دقیامت دجوړولو په ځای په دوبۍ کې دبلندمنزل  دجوړولو په فکر کې یاست .

د دوبۍ او شیرپور بلند منزل خو فهیم خان هم ډیر جوړ کړل ، مګر آیا نن ورځ به په ښمر ورشي ؟؟

په یاد ولرئ چې مرګ راتلونکی دی .

زموږ دکلیوپاکدله  تورسرې څومره ښه متل لري :

که سل کاله ژوندی یې
آخر  دګور بندی یې

قاري حبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x