افغانستان

پروان کې امریکایانو یو ځل بیا د دیني مقدساتو سپکاوی کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږی۱۵، ۱۳۹۶): د پروان ولایت اوسیدونکي وايي چې امریکایي الوتکو له هوا څخه داسې پاڼې شیندلي چې په کې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی شوی.

له امریکايي الوتکو څخه په شیندل شویو پاڼو کې خلک د بهرنیو عسکرو ملاتړ ته وربلل شوي خو طالبان یې د «دښمنانو» په توګه معرفي کړي.

په یادو پاڼو کې د سپي عکس په داسې ډول چاپ شوی چې په بدن کې کلمه طیبه لیکل شوې او له زمري څخه د تېښتې هڅه کوي.

خو د پروان ولایت مرستیال والي (شاولي شاهد) وايي چې امریکایانو د طالبانو د بیرغ په هدف د سپي په بدن کلمه طیبه لیکلې.

بهرنیو عسکرو ته د ملاتړ د راجلبولو په دغو پاڼو کې لیکل شوي چې خلک دې له دوی سره د طالبانو په ځپلو کې مرسته وکړي.

خو د پروان ولایت اوسیدونکي په دغو پاڼو قهریدلي او دا یې اسلامي شعایرو ته د امریکایانو سپکاوی ګڼلی.

د پروان د ولایتي شورا غړې (حسیبه عفت) تایید کړې چې په پاڼو کې اسلام ته توهین شوی او عام خلک یې غصه کړي، خو زیاتوي چې تر دې دمه کوم لاریون نه دی شوی.

که څه هم په افغانستان د امریکا د ځانګړو عملیاتو قومندان جنرال (جیمز لینډر) پیښه «تېروتنه» بللې او بخښنه یې غوښتې، خو دا لومړی ځل نه دی چې د افغانانو دیني مقدسات او ملي ارزښتونه د بهرنیو ځواکونو لخوا توهینیږي.

امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د خپل ۱۶ کلن شتون په اوږدو کې په ځلونو اسلامي مقدسات تر پښو لاندې کړی او په ۲۰۱۲ کال يې د بګرام په اډه کې د قرآن کریم پاڼې په اور سوځولې وې، چې له کبله د هیواد په ګوټ ګوټ کې خونړي لاریونونه او مظاهرې وشوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x