نظــر

ښځه یو مردار مخلوق دی!

د اروپا په لومړیو پیړیو کې د ښځې په نسبت داسې یو عمومي نظر وه چې ښځه له سره انسان نده او هغه حیوان ده چې یوازې نارینه کولای شي د خپلې جنسي غریزې د پوره کولو په موخه ورڅخه استفاده وکړي. وروسته وروسته چې کله په اروپا کې تمدن لږ وده وکړه،  ځنګلي ژوند یې کور او کلي ته راټول شو او د ښځې نشتون یې ناممکن وباله نو ښځې ته ایله په دومره حیثیت قایل شول چې ښځه (نیم انسان) ده او (نیم حیوان) ده. ښځه په اروپايي ټولنه کې د عیسي علیه السلام تر راتګ پورې هم کوم تشخص نه درلوده.

او د عیسي علیه السلام په وخت کې ځینو ښځو د هغه د دین پیروي منلې وه خو دا چې د هغه علیه السلام پیروان کم ول نو دین یې هم هغسې چې باید خپور شوی وای خپور نشو، پیروان یې کم پاتې شول، د الهي دین وحې او انجیل په سمه توګه خلکو ته ونه رسېده، تحریفونه پکې وشول او ناوړه استفادې ورځینې وشوې. د دین پر اساس د ښځې مقام تشریح نشو او هماغسې مبهم پاتې شو. لیکوال ګال هملیټن د ډونالډسن له قوله لیکي چې د عیسویت لومړنۍ درې پېړۍ د ښځو مقام او حیثیت ته تاوان رسولی او د ښځو د ټولنیز شخصیت پاتې راتلل او د هغو د فعالیت د ساحې محدودول ټول په عیسویت پورې تړي او کلیسا پکې مقصره بولي.  

د برېټیش کولمبیا د اسنادو په ارشیف کې راغلي دي چې تر 1970 کال پورې اروپایي او امریکایي پوهانو او تاریخ لیکونو د  ښځو په اړه کوم معتبر او د پام وړ کار ندی کړی، نه د هغوی ژوند ته توجه شوې او نه یې په اړه کومه لیکنه شوې چې د ښځو ژوند خلکو او ټولنو ته تشریح شي. د ښځو ژوند ډېر ابتدایي وه او ټول ژوند یې د غواګانو په پوولو، په کروندو کې په کار کولو، د ماشومانو په تربیه او روزنه، د مېړه په خدمت، او نورو کورنیو کارونو کې مصرف کړی وه.

جان وینګارډز یو بل لیکوال دی چې پدې اړه یې حیرانوونکي حقایق بیان کړي دي. هغه د ښځو د (عبادتي/مذهبي ناپاکۍ) په اړه د کلیسا، پاپانو، پلارانو، او کلیسایي فقهاؤ نظریات، قوانین او اصول را اخستي دي چې په هغه وخت کې د تطبیق وړ ول. هغه وایي: غرب پخپل ټول تاریخ کښې د ښځو په اړوند داسې نظر درلوده چې ښځې په مذهبي لحاظ ناپاکې دي. د یهودانو د قوانینو مطابق چې وایي؛ د ښځو د میاشتني عادت په سبب چې له ښځو ځخه وینه خارجیږي د ښځو د متداوم ناپاکوالي علت دی. د ښځو ددغه ډول ناپاکوالي په اړه د پخواني یونان او روم په ټولنو کې هم ورته نظر موجود وه. د کلیسا مشران پدې وېره کې ول چې د ښځو دغه ډول ناپاکوالی د کلیسا سپېڅلتوب ته زیان رسوي، عبادتځایونه مرداروي او په ځانګړي ډول د کلیسا محراب ککړوی. کلیسایي فقهاء بیا پدې نظر ول چې ښځې یو (مردار مخلوق) دی او دوی ددې مردارۍ له امله نشي کېدلای چې د خدای د مقدسو حقایقو په اړه دې خبرې شي او پر دوی دې خاصه پاملرنه او اعتماد وشي. د ښځو په اړه دغسې محدودیتونه چې بنیاد یې پر (مذهبي ناپاکۍ) اېښودل شوی وه، د کلیسا په رسمي قوانینو کې تر 700 کالونو پورې د تطبیق وړ پاتې شول.

د عیسوي مذهب په (زړه نسخه) کې چې د ښځو د میاشتنۍ ناپاکۍ په اړه د (لاوي ـ– Leviticus) کتاب په 15،19ـ30 صفحو کې داسې راغلي دي:

1.    کله چې د یوې ښځې له بدنه وینه خارجیږي نو د میاشتنۍ دورو ناپاکي یې باید تر اوو 7 ورځو پورې وي.

2.    هر چا چې ښځه په دغسې حالت کې لمس کړه نو هغه به تر شپې پورې ناپاک او مردار وي.

3.    په هره بستره چې دا ښځه څملي مردار دی، په هره څوکۍ چې کېني مرداره ده، او هر څوک چې د هغې بستره لمس کړي باید خپل کالي او خپل  ځان پرېمینځي او سره لدې به تر ماسخوتنه پورې مردار او ناپاک وي. او که په څوکۍ یا بستره باندې بل شی پراته وي او ښځه پرې کښېني او بل څوک بیا هغه شی لمس کړي نو هم تر ماسخوتنه پورې به ناپآک او مردار وي.

4.    هر هغه نارینه چې له دغې مردارې ښځې سره څملي نو هغه به هم ورسره تر اوو 7 ورځو پورې مردار او ناپاک شي او په هره بستره چې ځملي هغه به هم مرداره او ککړه وي.

5.    که چیرې د ښځې دغه ناپاکي له اوو 7 ورځو واوښته نو د هغې مرداری او پورتني ټول شرایط په هماغه ډول دي لکه مخکې چې ول.

6.    کله چې د ښځې د وینې جریان ودریږي، هغه به اوو 7 ورځې نورې هم صبر کوي تر څو پاکه شي. په اتمه ورځ به ښځه دوه سپینې کوترې یا دوه موسیچې (قمري) واخلي او د مذهبي پلار د مجلس خیمې ته به ورشي او دا دوه کوترې یا دوه موسیچې به ورته تقدیم کړي. یوه کوتره یې د ګناه د پاکوالي په خاطر او بله یې د  کفارې په خاطر. د ښځو د پاکوالي په موخه مذهبي پلار همدا لاره اختیار کړې چې د ښځو کفاره او دیت ورکړي ځکه چې دوی (کلیسایي پاپان، فقهاء او مذهبي پلاران) یهوه خدای (Yahweh) ددې هر څه په اړه پړ بولي او وایي چې یهوه خدای دا ښځې مرداروي او ناپاکوي یې.

7.    اسرائیلي ماشومان باید لدې هر څه نه لرې وساتل شي که نه دوی به ټول عبادتځای مردار او ناپاک کړي.

د یهودانو په (ربیني) اصولو کې دغه قوانین نور هم شدید او شاقه ول لکه؛

•    هره میاشت اوه 7 یا لدې ډیرې داسې ورځې وې چې ښځه به پکې ناپاکه او مرداره وه.

•    د ماشوم له هر ځل تولد کېدلو نه وروسته، که چیرې نوی زیږیدلی ماشوم به هلک وه نو ښځه به د 40 ورځو لپاره ناپاکه او مرداره وه او که چیرې انجلۍ به وه نو تر 80 اتیا ورځو پورې به ښځه ناپاکه وه. (لاوي کتاب  12,1-8).

په یونانو-رومي کلتور کې د حیض په اړه تحریم!

د عیسی علیه السلام د دین له راتګ څخه په مخکې پېړیو کې د ډېرو ملتونو تر منځه د ښځو د حیض او حامله ګۍ په دوران کې ځینې خاص تحریمونه وضع شوي ول. پدغسې حالتونو کې نه یوازې دا چې ښځو ته د (مردار مخلوق) په سترګه کتل کېدل بلکه ددې وېره هم ورسره وه چې ددوی دا ناپاکي او مرداري نورو ته هم د سرایت وړ ده.

(پلیني د ایلډر) Pliny the Elder پخپل دایرة المعارف (طبیعي تاریخ) کې چې په ۷۷ـ۷۸ بعد المسیح کالونو کې لیکل شوی، په کتاب ۲۸، فصل ۲۳، ۷۸ـ۸۰؛ کتاب ۷، فصل ۶۵ کې پدې اړه د یونانیانو او رومیانو کلتور لیکلی:

[ د ښځو د میاشتنۍ وینې سره اړیکه نوي او تازه شراب تروشوي، شنې پاڼې مړاوې کوي، غوټۍ وژني، تخمونه په باغونو کې وچوي، له ونو څخه میوې راغورځوي، د آینو مخه ګردجنه کوي، د اوسپنې ژۍ خرابوي، د فیل د غاښ رنګ خرابوي، مچۍ وژني، اوسپنه او برونز زنګ وهلي کوي، او په هوا کې د بدبویۍ عامل ګرځي. هغه سپیان چې دغه وینې وڅکي لېوني کېږي او که روحانیون وخوري نو په زهرو یې مصاب کوي او تاوان ورته رسوي. مړه بحیره چې له مالګې ډکه ده تر هغې په حرکت نه راځي او نه سره بیلیږي تر څو چې د ښځې د حیض په وینو ککړه او زهرجنه ټوټه پکې وانچول شي. ددې لپاره د مصاب شویو کالیو یوه ټوټه کفایت کوي. کتان که چیرې د اوبو اېشولو او مینځلو په وخت کې د ښځې په لاس لمس شي نو تور اوړي. د میاشتنیو عادتونو په دوران کې ښځې په یوه عجیبه جادویي قوت اوړي او که چیرې ددغې وینې لږه اندازه د رڼا شغلو ته وښوودل شي نو د ډېرو خطرناکو ګردبادونو او توپانونو مخه نیسي.]  

 د اروپایانو دغه حماقت او جاهلیت ته پرته لدې چې موږ مسلمانان (انالله وانا الیه راجعون) ووایو نور څه نه وایو. ددوی متمدنه او علمي طبقه پدغه حال وه چې حتی د ښځو یو عادي مریضي یې نشوای زغملی نو د ښځو وجود ته به یې په ټولنه کې په څه شخصیت ورکړی وای. د ښځو چې یو عاجز مخلوق دی له وجود او طبیعي مریضۍ یې دومره افسانې جوړې کړي دي چې انسان یې په مطالعه دومره حیرانیږي چې دا پوښتنې ورته لاځوابه ښکاري: آیا دوی به انسانان ول؟ آیا دوی عقل درلود؟ دوی ولې له ښځې یو آفت جوړ کړی وه؟ دوی ولې ښځو ته د یو ماورایي موجود په سترګه کتل؟ 

ډېر د حیرانۍ ځای دلته دی چې ښځې تراوسه پورې په هغه ټولنه کې هغسې رشد ندی کړی لکه څنګه چې یې باید کړی وای. دغه رشد باید د الهي دین د احکامو مطابق ترسره شوی وای او د یوه سلیم عقل او منطق پر بنسټ مخته تللی وای. خو ښځه تراوسه پورې په غربي ټولنه کې د شهوت د رفع کولو وسیله، د تجارتي اموالو د خرڅلاو وسیله، د مجلواو اخبارونو د مخپاڼو د تزئین، د عیش او عشرت، د زنا او رقاصه توب په خاطر ورڅخه ګټه اخستل کیږي. که څه هم دا کارونه په نوره نړۍ کې هم کیږي خو تمدنونه او مدنیت فرق کوي او هغه څوک چې د نورې نړۍ د رهبرۍ، د خپل کلتور او تمدن د رول ماډل ښوولو او ساتلو په خاطر مبارزه کوي باید خپل ځان او ټولنه په اول سر کې اصلاح کړي، او د فحشاء، رذالت، بې ننګۍ او عار له دغې کندې ځان وباسي.

د غربي نړۍ ددې ټولو ناخوالو او نادود بر عکس؛ ښځه په اسلامي ثقافت، کلتور او ټولنه  کې اعلی مقام لري، دا ځکه چې ددې مقام ورکوونکی الله تعالی دی نه د کلیسا پاپان، روحانیون، کلیسايي فقهاء او ربیان. الله تعالی پخپلو الهي مقرراتو او اصولو کې د ښځې ځای او مقام ورمعلوم کړی دی. ښځې ته یې شخصیت ورکړ او په ټولنه کې یې د ټولنې یو نه بېلېدونکی عنصر ثابت کړ. وروسته له هغې چې ښځې به ژوندۍ په ګور کېدلې، د لور پیدا کېدل به خلکو ته یو عار او شرم وه، او خپله د لور او ښځې وجود یو شرم ګڼل کېده نو الله تعالی د خپل محبوب مصطفی صلی الله علیه وسلم په واسطه په ټولنه کې د ښځې حیثیت ته اعتبار ورکړ. او پخپلو نبوي ملغلرو یې امت ته توصیې وکړې چې له ښځو سره نېک چلند کوۍ، ښه خواړه ورکړۍ، ښه کالي ورکړۍ او ویې نازوۍ. لدې نه په را وروسته وختونو کې په هغو ټولنو کې چې ښځې ته کوم اعتبار او حیثیت نشته، پوه شۍ چې هلته د اسلام کوم څرک نشته او خلک یې د جاهلیت او د احجارو په هغو قرونو کې اوسیږي چې ټول تمدن او مدنیت یې د اوسېدو تر غاره محدود وه. هلته چې ښځه یوازې د شهواني غریزې د رفع یوه وسیله ګڼل کېدله اسلام ښځې ته تشخص ورکړ او د ټولنې لوړې سطحې ته یې پورته کړه. دا د اروپایانو حال وه چې ښځې یې د حیض پر مهال په یوه افسانوي قوت او قدرت بدلولې، هغوی ته یې د حیض د وینې په سبب ډېر سپک کتل، مرداره، ناپاکه او ککړه یې ورته ویلې، خوا ته یې نه ورنږدې کېدل، کلیسا ته یې نه پرېښوده، په بستره او چوکۍ یې د کښېناستو او څملاستو محدودیتونه لګولي ول. قاب، غوري، خوړو او هر ډول سهولیتونو څخه یې منع کړې وه او پردې ټولو شیانو د لاس وهلو څخه یې منع کړې وه او په کومو شیانو به چې ددې ښځې لاس ولګېده نو نارینه ؤ به بیا په هغه شي لاس نه واهه او که به یې لاس ولګیده یا به ورسره لمس شول نو هغه نارینه ته به هم د مردار او ککړ خطاب کېده او حکم به یې د همغې ښځې په شان وه، او ماشومانو ته به یې هم پدې خاطر تهدیدونه او اخطارونه ورکول.

لیکوال: عبد البصیر عتیقزی – کالم: امت، نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x