جانان خدرخېل

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

شوګیره مې د توبې لپاره وکړه
زندګي مې د همدې لپاره وکړه

ما د خدای لپاره سر په سجده کېښود
او دعاء مې د ‹‹ادې›› لپاره وکړه

اور په اور باندې مړ کېږي دا متل دی
یوه لمبه مې د لمبې لپاره وکړه

ماښامی، د برېښنا پړک ده او باران دی
لږ دمه د دې شېبې لپاره وکړه

جګړه مار او قاتلان باڼه دې ګوره
اراده یې د حملې لپاره وکړه

دا دی سترګې مې په سترګو درته کېښوې
او ګیله مې د پلمې لپاره وکړه

ما د ډېرو بلا واخیسته په غاړه
شاعري مې د یوې لپاره وکړه

هلته هم هماغه غواړه “خدرخېله”
دلته هم ژوند د هغې لپاره وکړه
ـــــــــــــــــــــــــــــ
جانان خدرخېل
۱۳۹۶/۶/۲



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.