
طالبانو د کلمه طیبه د توهین په انتقام کې پر امریکایي ځواکونو سرتیری برید کړی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ وږي، ۱۳۹۶): د باګرام هوایي اډې په درېیمه دروازه کې پر امریکایي سرتیرو قوي چاودنه سوي، چاودنه هغه مهال رامنځته سوي کله چې امریکایي سرتیري د هوایې اډې په دروازه کې راټول سوي وه.
عیني شاهدان وايي چې چاودنه سرتیری برید و، په برید کې امریکایي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي خو تراوسه د قاطع ملاتړ ماموریت د برید جزئیات د رسنیو سره نه دي شریک کړي.
طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل سوي خبرپاڼه کې ویلي چې د باګرام هوایي اډې برید یې د کلمه طیبه د توهین په انتقام کې ترسره کړی دی.
مجاهد زیاتوي، برید د موټر سایکل په وسیله ترسره سوی او تر ۲۰ ډیرو بهرنیو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولي، هغه وایي چې د اسلام د مبارک دین د سپکاوي کوونکو څخه د انتقام اخیستلو لپاره به نور بریدونه هم ترسره کړي.
د یادوني وړده چې د ناټو ځواکونو په پروان ولایت کې داسي پاڼي د هلېکوپترو په وسیله غورځولي چې په هغه کې د کلمه طیبه توهین سوی دی، د بهرنیو ځواکونو دغه ناوړه کړنه د سختو غندنو سره مخ سوي او په وړاندي یې په پراخه کچه عکس العمل ښودل سوی دی.