افغانستان

طالبانو دایکنډي کې د ملي اردو چورلکه راغورځولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ وږي، ۱۳۹۶): د دایکنډي ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې د ملي اردو یوې چورلکي سقوط کړی، طالبان وایي چورلکه د دوی ځواکونو راغورځولي او ددوی تر محاصرې لاندي ده.

د غزني ولایت امنیه قومندان جنرال محمد زمان د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې نن ماسپښین مهال شاوخوا درې بجې د اجرستان ولسوالۍ په مرکز کې د ملي اردو یوې چورلکي سقوط کړی دی.

نوموړۍ زیاتوي چې چورلکي هغه وخت سقوط وکړ کله چې تر اکمالاتو وروسته د پورته کیدلو پر مهال د یوې وني سره ولیګده او راوغورځیده خو طالبانو بیا دا خبره نه مني.

د طالبانو ویاند قاري محمدیوسف احمدي وایي چې د ملي اردو چورلکه د اکمالاتو پر مهال ویشتل سوي او راغورځول سوي ده، نوموړۍ زیاتوي چې چورلکه ددوی تر کنترول لاندي ساحه کې لویدلي او ددوی ترمحاصره لاندي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx