افغانستان

کنړ او لوګر؛ دوې پېښې، دوې رويې – ذاکر جلالي

تېرې دوې اوونۍ په افغانستان کې د ملي اردو لپاره وژونکې اوونۍ وې. لومړۍ پېښه د کونړ په غازي‌اباد سیمه کې پېښه شوه، چې وسله‌والو طالبانو د ملي اردو ۲۱تنه سرتېره ووژل. دا پېښه د کب پر څلورمه سهار وختي داسې وشوه، چې طالبانو د ملي اردو پر پوستې حمله وکړه او ۲۱تنه يې ترې ووژل.

له دې پېښې په کافي اندازه رسنیزه ګټه پورته شوه. امريکايي‌پلوو رسنيو ته خدای ورکړه، دا پېښه دومره سره وشاربل شوه، چې ولسي احساسات یې تر کافي بريده وپارول.

اشرف‌غني‌احمدزي خو لا وویل، چې پر ملي اردو برید پر ناموس برید دی! که دواړه، رښتیني او ننداره‌ییز احساسات یوې‌خوا ته کړو او د پېښې په تړاو جدي بحث وشي، د افغانستان په څېر یوه هېواد کې چې هر څه د بهرنیو جنګیالیو په ولکه کې وي، دغسې پېښې طبیعي دي؛ ځکه حالات جګړه‌ییز دي، هر لوري پر مخالف لوري د برید او وژنې هېڅ هيله نه کوي.

د کنړ پېښې ته ورته تېره اوونۍ د پنجشنبې پر سهار همداسې یوه پېښه د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې وشوه چې د ملي اردو پنځه سرتېري ووژل شول.

د کنړ او لوګر پېښو توپير په دې کې و، چې د کنړ ۲۱تنه سرتېري طالبانو ووژل او د لوګر بیا بهرنیو ځواکونو له خوا ووژل شول. حيرانوونکې بیا دا وه، چې د دواړو پېښو په تړاو غبرګونونه ډېر متفاوت وو. د کنړ له پېښې سره سم کابل‌مېشتو امریکايي‌پلوو رسنيو سمه غوغا جوړه کړه، دوی له دې پېښې کافي رسنیزه ګټه پورته کړه. په کابل کې د «مدني ټولنو» په نامه د کرايي موسسو څو لنډه‌غر او جټې د شهرنو په پارک کې راغونډ شول او په اصطلاح دا پېښه یې وغندله. باران هم ورېده، هوا هم سړه وه، ځوانان او پېغلې سره ډېره ګرم ګرم ګرځېدل راګرځېدل، د ولولو او جذبو نندره یې جوړه کړې وه، ته وا په لومړي ځل مو په وطن کې وینه بهول شوې ده. یو شعار یې ما ته په زړه پورې وو: «طالبان ارګ نشین، ګم شوین!» په دې شعار یې ولسمشر کرزی په غوږ واهه، چې د دوی په خوله یې د طالبانو پر ضد يې کافي توند دریځ نه دی نیولی. زه وایم، د لوګر په پرتله خو د کنړ پېښه ډېره هېښوونکې، بې‌توجیه، بې‌دلیله او بې‌منطقه وه، چې ښايي د کنړ په پرتله په ډېرې جذبې او ډېرې ولولې سره غندل شوې وای. په کنړ کې خو دښمن وژلي وو او جګړه کې خو حلوا نه وېشل کېږي، نه اردو پر طالب او نه هم طالب پر اردو هيله کوي. هر یو د بل وینو ته تږی دی. که رښتیا هم له دوی سره د ملت غم او له افغانستان سره اخلاص وای، نو اوس به یې شعار ورکړی وای چې «طالبان «بګرام» نشرین ګم شوین!».  زه چې کله د ځینو ډنډوره‌چي رسنیو خبرونه اورم، د طالبانو د تلفاتو سم لېست یادوي، په …..ولایاتو کې …شمېره وسله‌وال طالبان ووژل شوی. نو چې اردو یې وژني، طالب به یې هم وژني. دا څه ډېر عجیبه پېښه نه ده. دواړه سره دښمنان دي.

په لوګر کې بیا د ملي اردو پنځه سرتېري امریکايي ځواکونو ووژل. په څرخ ولسوالۍ کې داسې نظامي اډه په نښه شوه، چې پخوا د امریکایانو په خدمت کې وه. دلته هم د ملي اردو سرتېري ووژل شول، دلته هم څو مېندې بورې او څو مېرمنې کونډې شوې، دلته هم وينه وبهېده…مګر ولې ځینو رسنيو –هغو چې د کنړ پېښه کې ډېر جدي وو- لږ تر لږه د یوه عادي ګزارش په اندازه يې دې پېښې ته پوښښ ورنه کړ؟! کنړ کې خو یوه دښمن بل دښمن وژلی و، دلته خو دوستو ځواکونو، یا سوله‌ساتونکو(!) ځواکونو د ملي اردو پنځه تنه سرتېره شهیدان او اوولس تنه نور یې ټپیان کړل، دا هېښوونکې ده. دوست(!) ځواک ولې پر بل دوست ځواک برید کوي؟! هغه هم داسې یوه اډه چې پخوا د امریکایانو په ولکه کې وه او هغه مهال هېڅ نه وه بمبارد شوې.
ایساف وویل، چې دا «تېروتنه» وه، دا ځل هغه «ساري» هم چا ونه ویل. که دا پېښه لږه په دقت سره وشنو، دلته د تېروتنې امکان شته؟ دا دومره دقیقې ټکنالوژۍ سره پر داسې یوې اډې بمبارد چې پخوا د دوی وه، توجیه لرلای شي؟! ولې داسې «تېروتنې» هغه مهال نه پېښېږي چې دا نظامي اډې د دوی په ولکه کې وې. ولې پر بګرام دوی تېروتنه نه کوي، ولې داسې «تېروتنې» په دا دیارلسو کلونو کې د دوی پر خپلو نظامي اډو ونه شوې؟!
قصدي برید؟

ځینې سیاسي-نظامي کارپوهان پر دې باور دي، چې د لوګر بمبارد قصدي و. دوی استدلال کوي، چې په داسې پرمختللې ټکنالوژۍ سره داسې تېروتنه ممکن نه ده. سیاسي-نظامي کارپوه، علي‌شاه وجدان سرنوشت ورځپاڼې ته ویلي، چې د پېښې ډول او له امریکايي ځواکونو سره شته پرمختللو وسایلو او تجهیزاتو ته په کتو سره دا ادعا بې‌بنسټه ده چې دغه برید په تېروتنه شوی دی.

سربېره پر دې پر امنيتي تړون د ولسمشر کرزي او امريکايي ادارې او کابل‌مېشتو امریکايي رسنيو ترمنځ د اختلافاتو اور هم ژبغړاندی شوی دی. په تېره له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره د ولسمشر کرزي وروستۍ مرکه هم د امريکايي سیاستونو په تړاو له غوسې او کرکې ډکه وه. په داسې مهال داسې پېښه دا ګومان هم راولاړوي، چې دا بريد دې په قصدي ډول شوی وي. سیاسي اختلافات له یوې‌خوا او پرمختللې ټکنالوژي له بلې خوا دا په ډاګه کوي، چې دا برید دې قصدي شوی وي.

د نظامي اډو برخلیک؟

له هغې راهيسې چې ولسمشر کرزي له امریکایانو سره د امنیتي تړون له لاسليکېدو نټه کړې ده، ولس د دغه ډول پېښو شاهد دی. د غوربند په سیاګرد ولسوالۍ کې پر ملکيانو بمبارد او په لوګر کې ان په ملي اردو برید دا هغه څه دي، چې د امنیتي تړون د مخالفت په باب د ولسمشر دریځ لا پیاوړی او منطقي کوي. عجیبه دا ده، چې امریکايي‌پلوي شننونکي(!) لا هم ګډ دي، چې امنیتي تړون اړتیا ده، بل آپشن نه لرو، امنيت دی، لاسوهنې دي….تر دې بله نادوده لا چېرته ده، چې په يوه هېواد کې مېشت بهرنیان د یوه هېواد ملي اردو وژني! د ملکیانو وژنه خو هسې هم روانه ده، نه یې څوک د پوښتنې شته، نه د غندنې. کله چې د بهرنیو ځواکونو د شتون له امله د یوه هېواد ملي ځواکونه په امن نه وي، نو بیا دا تړون ولې «امنيتي» وبلل شي او ولې لاسلیک شي؟! چې نظامیان په امن نه وي، نو ملکيان به ښه په امن شي. له احساساتو، ولولو، جذبو او او توند و تېزو خبرو چې تېر شو، اوس ځمکني حقایق، څرګند او راڼه دلایل دا زباتوي چې دا تړون زموږ په ګټه نه ده، زموږ سر نه خوندي کوي، موږ د سولې په تړاو ملي ارادې، اخلاص او رښتینولۍ ته اړتیا لرو، چې تر دې دمه په دې اړه هېڅ پاموړ ګام نه دی پورته شوی.

لیکوال: ذاکر جلالي، کالم: تم شه!، نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x