د ولسي وګړو له وژنې د مقدساتو تر سپکاوي

نن ټکی اسیا – سرمقاله

امریکايي الوتکو د کابل د قره باغ په ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو تر بمباري وروسته د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې داسې تبلیغاتي پاڼې له الوتکو څخه غورځولې چې د مسلمانانو ترټولې مقدسې کلمې ته یې سخت سپکاوی کړی دی.
په یادو پاڼو کې چې په غیر معیاري پښتو ژبه څو ناسمې جملې لیکل شوې د زمري او سپي انځورونه ښکاري چې د سپي پر تصویر د توحید مبارکه کلمه ليكل شوې ده.
که څه هم چې اشغالګرو امریکایانو د خپل اشغال له پیله تر اوسه په لس ګونو ځله پر نورو جنایاتو سر بیره د افغان مسلمان ولس د اسلامي مقدساتو سپکاوي کړی او په دې سره یې په معنوي لحاظ د هغوی مشاعر او احساسات ور زخمي کړي ، خو کوم توهین یې چې د دې تبلیغاتي پاڼو په خپراوي کې کړی له شکه پرته چې نهایت شرموونکی او ډیردردوونکی دی.
د امریکایانو دا وحشیانه او د ټولو اخلاقي معیارونو منافي اقدام د طالبانو خلاف نه ؛ بلکې د ټول عالم اسلام په تیره د هغه مسلمان افغان ولس د عقیدي خلاف وحشیانه تيري دی چې دغه مقدسه کلمه د اسلام د پنځو اساسي ارکانو له جملې څخه لومړی اساسي رکن بولي او د ژوند په هره شیبه کې یې د هغې مبارک ورد په خوله جاري وي.
دا چې امریکایان له طالبانو سره عملا د مقابلې په ډګر کې قرار لري او غواړي د خپلې نوي جنګي ستراتيژي د عملي کولو لپاره داسې تبلیغات وکړي چې افغانان د طالبانو له حمایته لاس اخیستلو ته را وبولي ، هغوی کولای شوای په دې تبلیغ پاڼو کې یې د کلمې په ځای د کوم طالب انځور ترسیم کړی وای چې د مفهوم له لحاظه ښايي تر کلمي د طالب تصویر د دوي پیغام هم په ښه توګه رسولای وای ، خو امریکایانو په شعوري او عمدي ډول ځکه د طالب د تصویر په ځای د توحید کلیمه لیکلې تر څو په ښکاره توګه د اسلامي نړۍ د یونیم ملیارد مسلمانانو د عقیدې سپکاوی وکړي.
ښايي ځیني د امریکايي اشغال بي ضمیره مدافعین د امریکایانو د دي وحشیانه اقدام پړه هم پر طالبانو ور واچوي ، خو هغوی نور باید دا خبره درک کړي چې د امریکایانو دا نه توجیه کیدونکې هڅه په افغانستان کې د هغوی د شکست او اخلاقي فضیحت وروستۍ نښه ده ، دا مدافعین که هرڅومره د امریکایانو کړنې توجیه او په مقابل کې یې پرافغان مقاومینو بد ووایي ، دوی ترامریکایانو ډیر ناولي او د افغان مسلمان ولس خلاف د یرغلګرو په ټولو جنایاتو کې سهیم دي.
شوني ده چې افغان مسلمان ولس د امریکایانو د بمباریو، ولسي وژنو او نورو هرډول مشکلاتو په مقابل کې تحمل وکړای شي خو د مقدساتو د توهین په مقابل کې هغوی هر ډول تحمل له اسلام او ایمان څخه د تنازل مرادف بولي او په هیڅ صورت یې منلو ته نه دي تیار.
ګډ حکومت چې ځان د اسلامي افغانستان ممثل بولي او د هیواد د اساسي قانون دریمه ماده یې په صراحت سره دا حکم کوي چې:
((په افغانستان كې هېڅ داسې قانون نشي نافذيدلى چې د اسلام د سپېڅلي دين او په دې اساسي قانون كې د راغلو ارزښتونو، مخالف وي)) نو که ریښتیا هم خپل اساسي قانون ته ژمن وي باید د همدې مادې په رڼاکې خپل امریکايي دوستان و پوهوي چې افغانان د اسلامي ارشاداتو او خپل اساسي قانون له مخې هیڅکله د مقدساتو د توهین په مقابل کې بي تفاوته نشي پاتي کیدلای، او نه دغه ډول اسلام ضد اقدامات تر امریکايي حمایت لاندې حکومت ته په افغانستان کې د بقاء زمینه برابرولای شي.



2 تبصرې

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    سیاست په حقیقت کی مفادپرستی ده امریکاخویومتجاوزملک دۍچه دخپل فوجی اوتخنیکی وسایلو په واسطه دافغانستان دمعدنودقبضه کولواراده لری ،هرهغه قوت چه ددوی په مقابل کی مقاومت کوی دوی یی وژنی توحینوی یی لعنت دی پرداخلی وطن پروشانوسی چه دویی دخپل ملت ووژلو اوتوحینولوته دعوت کړی دی اودملت جاهل یامجبوره یی ددوی وخدمت ته درولی دی،هغه چه افغان بلل کیږی اوپه افغانستان کی زیږیدلۍ دۍ هغه په حقیقت کی طالب دۍ اوکه طالب نه وی وطن پروش اولیونۍ دۍ – څوک چه دخپل وطن حفاظت پرځان فرض نه بولی سریی دپری کیدو دۍ،دادالله ج یوامتحان دی امریکاڅه چه روس هم ورسره ملګری سی افغانستان نسی قبضه کولای مرګ حق دۍ او هرچاته راځی شهادت دافتخارمرګ دۍ دالله دمحبوبوپه برخه کیږی لعنت دی دوطن پروشانوپرمرګ سی،چه ځای یی جهنم دی اوپه افغانستان کی هم دسپوحیثیت لری.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

  2. يا الله جل جلاله دا ظالمان په شرمونو و شرموي

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.