د مقدساتو توهین او زمونږ دنده

لیکوال: سعید احرار

شاوخوا ۲۲ کاله وړاندې په ګران افغانستان کې له یو څه مودې وروسته بیا اسلامي شریعت حاکم او د ګران افغانستان وګړي خپل غټ ارمان چې د اسلامي نظام شتون وو؛ ورسېدل. په ګران هېواد کې امن او امان په مثالي توګه برقرار شو، شرعي حدود اجراء او ټولو هېوادوالو د اسلامي نظام تر چتر لاندې د سوکالۍ ژوند کاوه؛ خو صلیبي نړۍ چې په رأس کې يې امریکا قرار لري، زمونږ اسلامي نظام او آرام ژوند ونشو زغملای، په ګران افغانستان یې صلیبي یرغل وکړ؛ دلته موجود اسلامي نظام یې ونړاوه، زرګونه هېوادوال مو یې په شهادت ورسول، پوره پوره ښارونه یې بمبار کړل، او دلته یې پوره وحشت ته دوام ورکړ.  خو په یادو شویو وحشتونو یې هم بسنه ونه کړه؛ او د مقدساتو توهین ته یې ملا وتړله، مسجدونه یې بمبارد کړل، قرآن یې را وسېځه، د احادیثو کتابونو یې ترپښو لاندې کړل، مدرسه وښکنځل شوه، امام ووژل شو، پر ښځو جنسي تېری وشو او  په تازه پېښه کې پرون صلیبي یرغلګرو د طالب د بیرغ په پلمه مبارکې طیبې کلیمې ته سپکاوی وکړ. او س خبره دا ده چې که هغوی زمونږ له ارزښتونو سره په مقابله کې دي او مقدساتو ته مو سپکاوی کوي، نو مونږ ته څه کول پکار دي او دنده مو څه ده؟

د اسلامي عقیدې او افغاني کلتور غوښتنه دا ده چې د هغوی پر وړاندې له هغه چا سره اوږه په  اوږه ودرېږو چې د الله تعالی د حکم چې جهاد دی؛ اجراء کوونکي او له مقدساتو دفاع کوونکي دي. روان جهادي بهیر چې د رهبرۍ افتخار یې د افغانستان له اسلامي امارت سره دی؛ ددې سپېڅلې داعیې لپاره د مخته وړلو لپاره د افغان مؤمن ولس لخوا بناء او پر مخ وړل کیږي، نو زمونږ ټولو مؤمنو افغانانو لپاره اړینه ده چې د افغانستان له اسلامي امارت سره اړیکې ټینګې او په روان جهادي بهیر کې ونډه واخلو، که مو  وس پوره وو؛ د جهاد سنګرونو ته  ودانګو، او مخامخ له بدمعاشه یرغلګرو سره وجنګېږو. که مو نظامي کار ته له لاسه نه کېده؛ په هره برخه کې چې د یرغلګرو خلاف او اسلامي امارت په ګټه کار کولای شو، وکړو. که آهنګري مو مسلک وي، مجاهدینو ته زبردستې وسلې جوړې او ترمیم کړو، که ډاکتري سره تړلې یو؛ د مجاهدینو تداوي او مداوا ته ملا وتړو، که مو سیاست ویلی وي، مجاهدینو ته نېکې مشورې ورکړو او هغوی له نړیوال سیاست سره بلد او نړیوال خطرونه هغوی ته وښیو، که مو ادبیاتو کې قلمونه چلولې وي، د هغوی قربانۍ او مردانګۍ د ادب په مختلفو فورمونو کې وستایو، که مو دیني زدکړې کړې وي، هغوی له  مهمو دیني مسائيلو  سره اشنا کړو، که استادي او مدرسي مو دنده وي، داسې یو نسل وروزو چې په راتلونکې کې مجاهدین او اسلامي مفکرین ترې جوړ شي، که مو رزمي سپورتونو کې مهارت لاره؛ هغوی سره په بدني اعداد کې همکار و اوسو. مانا دا چې د ژوند په هره برخه کې چې کار کوو، له مجاهدینو سره مرسته کولای شو. که مو له مجاهدینو سره تر خپل وسه مرسته وکړه؛ له یوې خوا به مو د الله تعالی فریضه ادا کړې وي، او له بل لورې به مو د خپلو مقدساتو او ارزښتونو دفاع کړې وي. چې ددې کار پایله بیا د صلیبي یرغلګرو ماتې او د اسلامي شریعت حاکمیت دی.

په ټوله نړۍ کې د اسلامي شریعت د حاکمیت په هیله.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د