fbpx
fahim tired

په شمالې ټلوالې باندې د مارشال فهیم د ناڅاپې مړینې اغیزې

نن ټکی آسیا – سرمقاله: د مارشال محمد قسیم (فهیم) د وفات خبر نن د هیواد د یوشمیر محلي رسنیو سرلیک وه.

 

فقید محمد قسیم فهیم دشوروي اشغال په مهال د جهادي سنګرونو یو پیاوړی قومندان وه .

په افغانستان کې د کمونستي نظام تر ړنګیدو وروسته هم نوموړی د استاد برهان الدین (رباني) په حکومت کې محوري شخص ګڼل کیدو او په کال ۱۳۸۱ کې د احمد شاه مسعود تر وژل کیدو وروسته د شمالي ټلوالی د سر سړی وټاکل شو.

د امریکایانو د اشغال په نتیجه کې د طالبانو د واکمني تر نړیدو او دحامدکرزي په مشري د موقتې، منځ مهالې او بیا دو اړو منتخبو دوروکې هم نوموړي ته د هغه د پوځي او ټولنیزرول له مخې اساسي دندې وسپارل شوي.

اوس چې یې د الله له حکم او تقدیر سره سم د اجل داعي ته لبیک ووایه او د هیواد په دغه حساسه دوره کې یې له واک او نړۍ څخه سترګې پټې کړي نو هرومره به یې مړینه د هیواد په سیاسي جریان په تیره خپله د شمالي ټلوالې په سیاسي وضعیت باندې نه هیریدونکې اغیزې ولري .

مارشال محمد قسیم فهیم د شمالي ټلوالې په منځ کې یواځینې داسې شخصیت وه چې هم له سیاسي تشخص او هم له پوځي نفوذه برخمن وه. د شمالې ټلوالې نور اعضاء او مخکښ غړی یوهم داسې اجتماعي وجاهت نه لري چې وکړای شي خپل خلګ او سیاسي وابستګان پرځان هغسي راټول کړه لکه فقید فهیم چې راټول کړي ول.

د هیواد د وروستیو جریاناتو اوپه هیواد کې د یوه مرکزي قوي نظام د ایجاد په اړه هم په وروستیو کې د نوموړي نظر د ده دنورو همفکرانو په نسبت ډیر تغیر کړی وه او په دې لټه کې وه چې باید د افغان لانجې ټولو ښکیلو غاړو ته په هیواد کې د یوه جامع نظام د ټینګښت په غرض د سیاسي مشارکت حق ورکړل شي.

نوموړی سره له دې چې ډیروخت یې له طالبانو سره د مخالفت په جبهه کې تیر کړ خو په وروستیو کې یې دهغوئ په اړه هم نظر بدلون کړی وه او په هیواد کې د یوه افغان شموله نظام د برقراري لپاره یې له هغوئ سره دسولې دخبرو ملاتړ کاوه.

په اوسنیو حساسو شرائطوکې هم د کرزي د دولت او هم دشمالي ټلوالې لپاره د نوموړي مړینه ډیره لویه تشه ګڼل کیږي او فکر نه کیږي چې کوم بل کس دی دغه تشه په مناسب ډول ډکه کړي.

په شمالي ټلوالې کې د استاد برهان الدین رباني تر وژل کیدو وروسته منځته راغلی سیاسي تشه لا همداسې پاتې وه چې د مارشال فهیم د فقدان خلاء هم ورباندې اضافه شوه .

داچې مرګ یو محتوم اوقطعي امر دی او که د هر چا په مړینې باندې هر څومره تشې راځي نوهم به هغه حتما یوه ورځ نه یوه ورځ له دې نړۍ څخه کوچیږي او دخپل حساب کتاب دتصفیې لپاره به درب العالمین دربارته حاضریږي .

ښه خبره داده چې د هیواد دسیاسي اقتدار لیوني مینان دفقید مارشال له دغې ناڅاپي مړینې څخه عبرت واخلي او مخکې تر دې چې د الله تعالی له لوري له خپل ولس سره دناوړه چلند په جرم ترعقاب لاندې راشي په خپله خپل ټول ذات البیني اختلافات یو له بل سره حل او دځوریدلي مسلمان ملت لپاره د هوسايي او اورامي لپاره په وحدت او یوالي سره لاس په کار شي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د