نړۍ

هند له چين او پاکستان سره د ممکنه جګړې لپاره چمتووالی نيسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ وږي، ۱۳۹۶):د هندوستان لوی درستيز جنرال بيپين روات خبرداری ورکړی، چې هېواد يې په يوه وخت کې له خپلو دوو دښمنانو چين او پاکستان سره د جګړې چمتووالی نيسي.

د جنرال روات په باور چين له تېرو څو کلونو راهيسې د هند په خاوره کې مداخله پيل کړې او هڅه کوي، چې هماليا کې د هند خاوره تر خپل واک لاندې راولي، چې دا به ورته درنده تمامه شي.

جنرال روات وايي، چې د چين د پراختيا غوښتنې پر وړاندې د هند پوځيان تيارسئ دي او شونې ده، چې پاکستان له دغه وضعيته په ګټه اخيستو په لويديځ کې پر هند بريد وکړي.

د هند لوی درستيز وويل، چې پوځيان يې په شمالي او لويديځو پولو کې پر يوه وخت د چين او پاکستان د بريد ځواب ته چمتو دي او کولای شي، په يوه وخت کې له دواړو هېوادونو سره جګړه وکړي.

پاکستان سره د اړيکو په اړه د هند لوی درستيز وويل، چې زموږ له ازلي دښمن پاکستان سره د روغې جوړې څرک نه ښکاري او زياتوي، چې د پاکستان پوځي او ملکي چارواکي په دې باور دي، چې هند غواړي پاکستان ټوټې ټوټې شي.

د هند او چين تر منځ لانجې وروسته تر هغه ډېرې شوې، چې چين د بوټان او چين ترمنځ لانجمنې سيمې ډوکلان ته درنې وسلې او پوځيان ولېږل او دغې سيمې کې يې سړک جوړول پيل کړل.

هند د بوټان په ملاتړ د دغه سړک د جوړولو مخالفت وکړ او په خپل رسمي دريځ کې يې وويل، که چين دغه جوړ کړي، په هند به سټراټيژيک برلاسی تر لاسه کړي او هند لپاره دا کار د زغملو وړ نه دی.

دوه مياشتې وړاندې چين هم هند ته ګواښ کړی و، که د هماليا له لانجمنو غرونو خپل پوځيان په شا نه کړي، له سخت پوځي غبرګون سره به مخ شي.

چين او هند د خپلمنځي همکارۍ يو تړون هم لري، خو  چين تور لګوي، چې هند د امريکا په لمسون دغه تړون ته درناوی نه کوي او په لوی لاس غواړي د چين خاوره تر پښو لاندې کړي.

بل پلو د هند او پاکستان دښمني له هغه وخته پيل شوې، چې ۱۹۴۷ کې پاکستان د يوه جلا هېواد په توګه له هنده ازادي واخيسته او تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ درې سترې جګړې شوي دي، خو د هر ډول تاوتريخوالي سربېره د هند او پاکستان ترمنځ سوداګري روانه ده او خلک يې هم دواړو هېوادونو ته سفرونه کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد مصطفي

دوي مازي يو بل ته سترگي سره كوي بس جنگ والا خلك ندي مازي لاپي واهي بيا ددي غت غوژنه د جنگ ندي او د چين د پولو سخه تير هفته هندوان پر شاشوي دي دوي زور فقط هغه د هند مسكين مسلمانانو باندي رسيژي چي د غوا گانو كاروبار كوي او د غوا په سر وژل كيژي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x