ددرود فضیلت او ثوابونه!

ليكنه: مفتي احسان الله….

الله رب العزت په قرآن پاک کې پر مؤمنانو امر کړی دی، چې پر نبي علیه السلام درود ووایاست، دسوره احزاب په 56 آیت کې ارشاد باري تعالی دی:

إِنَّ اللَّهَ وَمَلائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيماً [الأحزاب:56]

او په ډېریو احادیثو کې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم ددرود فضلیت راغلی دی، علماو ورباندي مستقل کتابونه لیکلي دي، داحادیثو په سترو کتابو کې ورته ځانګړي بابونه ترتیب سوي دي، پر هغه صلی الله علیه وسلم درود ډیر فضایل لري، بالخصوص که دجمعې په مبارکه ورځ ورباندي وویل سي فضیلت يې نور هم زیاتیږي.

داوس بن اوس څخه روایت دی، چې ما ته رسول الله علیه وسلم وفرمایل: تر ټولو غوره ورځ دجمعې ورځ ده، په دغه ورځ کې آدم پیدا سو، او په دغه ورځ کې مړ سو، په دغه ورځ به دسور شپېلۍ پوه سي، او په دغه ورځ کې به صعقه وي، نو په دغه ورځ کې پر ما زیات درود وایه، ځکه ستاسو درود ما ته راوړل کیږي. چا ورته وویل: چې دا څنګه ته خو به مړ يې؟ ده ورته وفرمایل: الله عز وجل دانبیاؤ اجساد پر زمکه حرام کړي دي. صحیح بن خزیمة

دابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې په ورځ دقیامت به ما ته تر ټولو هغه څوک ډیر نیږدې وي، چا چې پر ما زیات درود ولی وي. ترمذي

په بل روایت کې راغلي دي، چې دی (صلی الله علیه وسلم) فرمايې: چا چې پر ما (یو ځل) درود ووایو، الله به لس ځله ور باندي درود وايې، او لس نېکۍ به ورته ليکي. ترمذي

ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې ده (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: پر ما درود وایاست، ځکه دا ستاسو لپاره پاکي ده. مسند احمد

ډیر به ښه دا وي، چې موږ پر نبي صلی الله علیه سلم باندي درود دځان لپاره یو ورد وګرز وو، کله چې فارغ یو، یا پر لاره روان یو، او یا به بل داسي کار اخته یو، چې ژبه مو ورباندي اړه نه وي، په دغه حالاتو کې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ووایو، تجربې ثابته کړي ده، چې کله مو چې دا عادت سي بیا به راته یو عادې او یو اسانه کار ښکاري، هیڅ به هم راته تکلیف نه وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د