نظــر

ډګروال او بو برګدال په افغانستان کې د امریکايي ماتې ژوندۍ بیلګې

دطالبانو لخوا د ډګروال اسارت :

د تیر دسمبر د میاشتې په (۲۳)نیټه طالبانو د لغمان ولایت په  الینګارولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په یوه پوځي یونټ باندې د برید پر مهال د څومیلو وسلو ترڅنګ یو پولیسي سپی (ډګروال) هم غنیمت کړ.

دغه سپی (ډګروال) چې په ځانګړیواستخباراتي وسائلو ، جي پي اس  او تصویر اخیستونکې اتوماتیکي کامرې مجهزوه  د ده په تن د ځانګړي ضد مرمۍ پوځي واسکټ او ټومبل شوي مډال څخه په پوځ کې د ده د پوځي رتبه هم  مالومیده.

کله چې طالبانو په خپلې رسمي ویب پاڼې کې د (ډګروال) د نیولو خبر خپورکړ امریکايي ټلویزني شبکې C.N.N په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د یوه پوځي چارواکي له خولې اعلان وکړ چې نوموړی ډګروال  په امریکایي پوځ پوري نه بلکي په افغانستان کې میشتو انګلیسي ځواکونو پوري تړواولري.

د غه پوځي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم يې واخیستل شي C.N.N تلویزون ته وویل چې په افغانستان کې د ناټوترمشرۍ لاندې یوزیات شمیر پوځیان جنګیږي چې د هغوی هره پوځي قطعه د جګړې په ساحه کې د خپلو تلفاتو د رپوټ ورکولو مسؤلیت لري، نوموړی په دې خبره شرمیدو چې ووايي د طالبانو لخوا نیول شوی ډګروال په امریکايي پوځ پوري تړاولري.

خو په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو ویاند Lieutenant Colonel Will Griffin  له خپله لوري رسنیوته په لیږل شوې خپرپاڼې کې داومنله  چې د دوی ځواکونو د افغانستان په ختیځ کې د ډګروالې په رتبه یوسپي له لاسه ورکړی .

امریکایانو په افغانستان کې د خپلو نورو پرمختللیو وسلو او تخنیکي وسائلو ترڅنګ  د پوځي او استخباراتي عملیاتو پرمهال  پولیسي سپي هم استخداموي او همدا راز له بندیانو څخه د تحقیقاتو پرمهال د هغوی د ویرولو او ځورولو په غرض ورڅخه  څخه  هم استفاده کوي .

په امریکايي پوځ کې د پولیسي سپیو رول

ډګروال Charles Graves چې د امریکا د میرلاند ایالت په پوځي اډه کې د سپیو د روزنې (Dog Training) مسؤل دى وايي چې سپي د انسان په نسبت په ډیرو جنګي فعالیتونوکې لکه تلاشي اخیستل ، په ځمکه کې د خښ شویوماینونو پیداکول ، د دښمن د پلي ځواکونو د پلونو تعقیبول، دهرډول چاودیدونکو توکوپیژندل… په ښه ډول ترسره کولای شي ، له همدي کبله د امريكا پوځ د لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۴۲ کې د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال  په پوځي فعالیتونوکې د سپیو استخدام رسما منظور او د هغولپاره یې په پوځ کې د رسمي خدمت  موده یوکال وخت تعین کړه.

د تیر ۲۰۱۳ کال د اکتوبر د میاشتې  په ۲۸  دامریکاپوځ په جنګي فعالیتونوکې د سپیو د خدمتونو د قدرداني په خاطر د امریکا د تکزاس ایالت د لاکلاند په پوځي اډه کې  د څلورو سپیو شانداره برونزي مجسمې جوړي کړي چې ۹ متره لوړ والی لري اوهغوی ته یې  د امریکا د آزادي ساتونکو لقب ورکړ.

ډګروال Charles Graves وايي چې  امریکايي سپي هم په وطني خدمت کې تر انسانانو کم نه دی ، هغوی هم دغه شان زحمتونو ګالي لکه انسانان، نو باید چې د ټولو زحمتونو او قربانیو قدرداني یې وشي .

د امریکا سمندري ځواکونو  په کال ۲۰۰۹ کې   د  remco په نوم هغه سپي ته له وژل کیدو وروسته دسپینو زرو مډال ورکړ  کوم چې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې له طالبانو سره دجګړې پرمهال ووژل شو.

او همداراز د ely په نوم یوه بل سپي په یاد ولایت کې  خپل ځان د rusk په نوم یوه امریکايي سرتیري په دفاع کې وواژه.

د نيويورك ټايمز ورځپانې د رپوټ له مخې  د seal team په نوم د هغه پوځې ټیم  په تشکیل کې هم سپی موجودوه چې  د القاعده تنظیم د  مشر اسامه بن لادن په کور یې برید وکړ ،  دهمدې سپي په وسیله یې د لويي ودانۍ په دوهم پوړکې  داسامه بن لادن   دخوب  خونه مشخصه او تر پوځیانو له مخه همداسپی وردننه شو ،خو امریکایانو تراوسه پوري هم  د هغه سپي نوم او هم د هغه نوعیت پټ ساتلی دی.

داچې  امریکایانو په ویتنام ،عراق او افغانستان کې په جنګي  فعالیتونوکې د سپیو له کارولو ښه ګټه ترلاسه کړې نو د The K9 Storm INTRUDER  په نوم  یوې امریکايي کمپني  د((Cairo په نوم سپي لپاره یوډول ځانګړې  جاسوسي آلات تولید کړي چې هغوته  په جګړه ییزو حالاتو کې وراغوستل کیږي .

په دغوجاسوسي آلاتوکې د  ضد مرمي واسکټ، دغږثبتولو او اتوماتیک انځور اخیستلو کامره شامل دي چې ټول قیمت یې ۳۰۰۰۰ ډالره اټکل شوی.   د   Cairo په نوم  سپي په سمندر  او وچه کې د جاسوسي او کشفي فعالیتونو د ترسره کولو وړتیالري  او امریکايي پوځیان  په افغانستان کې دماینونو په کشفولوکې ورڅخه  استفاده کوي .

په لغمان کې نیول شوی ډګروال سپی هم په همدغو جاسوسي وسائلو مجهزدی، د هغه نوعیت هم  Cairo دی کوم چې د امریکادسمندري ځواکونو په تشکیل کې د هغوی شمیره ۳۰۰۰ زروته  رسیږي.

نوموړی   ډګروال  د امریکایانو لپاره له پوځي اړخه عین هماغه ارزښت لري لکه چې  د دوئ مربوط کوم پوځي شخص د جګړې په ډګرکې د مخالفینو لخوا ونیول شي.

نیول شوی ډګروال سپی چې په ډیرو پرمختللیو وسائلو مجهزدی د طالبانو د پوځي فعالیتونو ، ماینونو او چاودیدونکوتوکود کشفولو په غرض سیمې ته لیږل شوی وه خو مخکي تر دي چې ډګروال د طالبانو د اوسیدو ځای کشف کړي ، هغوی د یوه خاص تکتیک له مخې نوموړی له خپلو ټولو کشفي وسائلو سره ګوری مری  ونیو.

طالبانو تر نیول شوي ډګروال پنځه کاله له مخې  د افغانستان په پکتیکاولایت کې د بوبرګدال ( Sgt Bowe Bergdahl )په نوم پوځي امریکايي  هم له وسلې سره دخپلې پوځي اډې ترڅنګ  اسیر کړ چې تر اوسه هم  ورسره بندي دی.

په نړیوالوجګړوکې د امریکايي جنګي اسیرانو شمیره.

امریکایي پوځیان چې په افغانستان سربیره په عراق،ویتنام ،جاپان ،کوریا، کوسوا،صومال او د خلیج په لومړۍ جګړې کې جنګیدلې په  ډیرو دغو هیوادنوکې یې یو زیات شمیر پوځیان  د مقابل لوري  لخوا اسیران شوي دي.
په لاندې جدول کې  د امریکايي جنګي اسیرانواو د هغوی د اسارت  ځای  او شمیره دقیقه لوستلی شئ :

دامریکا جنګي اسیران:

جګړه

د بندیانوټوله شمیره

امریکاته ژوندي رسیدلې

په اسارت کې مړه شوي

لومړۍ جهاني جګړه41203973147
دوهمه جهاني جګړه130.201116.12914.072
دکوریا جګړه7.1404.4182.701
د ویتنام جګړه72561664
دخلیج لومړۍ جګړه2323 —
دصومال جګړه11 —
د بوسنیا جګړه — — —
دکوسوو جګړه33 —
د عراق جګړه 10 — —
د افغانستان جګړه 1 — —

 په پورتني جدول کې ثبت شوي ډیری امریکايي جنګي اسیران د داسې هیوادونو لخوا اسیران شوي چې هغوی د امریکايي تیري کوونکوپوځیانو  په مقابل کې مجهز نظامي پوځ درلود ، خو په افغانستان کې ډګروال او بوبرګډال د داسې یوې مقاومتي ډلې (طالبانو) لخوا نیول شوي چې د هغوی پوځي ځواک اوعسکري تشکیلات  له نظامي اړخه  په هیڅ ډول د امریکاله پر مختللي پوځ سره د پرتلې وړ نه دي .

د طالبانو په لاس د نیول شوي امریکايي پوځي څرګندونې

نړیوال عسکري او نظامي ماهرین وايي چې  د طالبانو لخوا دبوبرګدال اسارت په حقیقت کې د ټولې امریکايي امپراتوري اسارت دی ؛ځکه  د امریکايي پوځ لپاره کوم چې  په نړیواله  کچه  ترټولو مجهز اوپرمختللی پوځ ګڼل کیږي داخبره  د شرم وړ ګڼل کیږي چې طالبان دي  د هغوی یوه مسلح پوځي  ژوندی ونیسي اوبیا دي  پوره پنځه کاله په اسارت کې وساتي.

د طالبانو لخوا د برګدال پنځه  کلنی اسارت کټ مټ  دده هغه  نظر تائیدوي چې نوموړی یې د خپل پوځ په اړه  لري.

نوموړی وايي : هغه پوځ کوم چې ټوله نړۍ یې په ترس اورعب کې اچولې  د طالبانو په مقابل کې په روحي لحاظ کلکه ماتې خوړلې اود همدغې روحي ماتې له امله يي په افغانستان کې په یولړ ناوړه  کړنو لاس پوري کړی چې هغه دولسي وګړو وژل ، د هغوی دکورونو د حریم سپکاوی کول ، د هغوی په کلیو بمونه غورځول اوپه قصدي توګه  د هغوی  د اجتماعي چارو په مراسمو بریدونه کول دي . دغه ډول وحشیانه کړنې پوځي ماموریت نه  بلکې  هغه څه دي چې د امريکايي پوځیانو د روحي اوذهني ناروغیو اولیونتوب نښې پکې  له ورایه ښکاري .

د طالبانو په اسارت کې بندي امریکايي بوبرګدال  د غه څرګندونې په  هغو لیکونو کې کړې کومې چې  یې په تیرو پنځو کلونوکې خپل پلار ،او خورته لیږلي دي.

د نوموړي دغو څرګندونو د هغه پوځي ملګري سخت  قهرولي آن تردې چې  په خپلو فیس بوک پاڼوکې یې د هغه د مرګ غوښتنه کړې اود فوکس نیوز رسنۍ  په حواله يي  هغه یوتښدیدونکی پوځي بللی  .

د بوبرګدال پلار چې د خپل زوي  په ژوندویریدلی له هغو امریکايي رسنیوڅخه  هیله کړې چې دده د زوي د ژوند ژغورلو له کبله  دي د نوموړي  دغه څرګندونې په  خپلو رسنیوکې نه نشروي.

همداراز د امریکې دفاع وزارت  اوسپینې ماڼې ددې لپاره چې د برګدال په اړه حساسیتونه راونه پارول شي له نیویارک ټایمز او واشنګټن پوست ورځپاڼو څخه  غوښتې چې د برګدال د خوندیتوب په غرض دي نورد هغه په اړه هیڅ هم نه  خپروي  او پنټاګون  هم هغې ډلګۍ ته امرکړي چې برګدال پکې پوځي دنده ترسره کوله چې  د نوموړي په اړه  دي خاموشي غوره کړي .

د برګدال کورنۍ ویریږي چې امریکایان به د طالبانو له اسارت څخه د هغه  دژغورنې  په پلمه ښايي د هغه دوژلو هڅه وکړي له همدي امله  د برګدال خور په خپلې اړوندې  ټويټرپاڼې کې  داسې ویلي :

زه په دې ویریږم چې دلته په واشنګټن  ډي سي  کې زمونږ حکومت  زما د ورو له ژوند څخه  له لاس مینځلو پرته بله اراده نه لري . د برګدال  دخور اندیښنه پر ځای ده ؛ ځکه  چې  امریکا نه غواړي  برګدال دي بیرته ژوندي امریکاته ولاړشي .

دامریکا پوځي چاروا کي  په بوبرګدال انتقاد کوي او وايي چې ده ترخپل اسارت  له مخه هم   دخپل پوځ ډیرې  نیمګړتیاوي او فضیحتونه امریکایانوته افشاء کړل .

خلاصه:

اوس چې امریکايي اسیر بوبرګډال پوره پنځه کاله د طالبانو په اسارت کې  تیرکړل  او امریکایان  له خپل ټول پوځي  اوسیاسي برلاسي توب سره په دې ونه توانیدل چې هغه یاله پوځي اویاهم له سیاسي لاري د طالبانو له اسارته  خلاص کړي دا د امریکايي پوځ لپاره یوسخت سر خوږی دی چې دهغوئ نړیوال پوځي غروریې له خاوروسره خاوري کړی.

امریکایان ډیر کوښښ کوي چې دغه قیمتي ښکار (برګدال) د طالبانو له منګولوخلاص کړي، ځکه د هغه له وجې امریکايي پوځ دخپل ټول ملت په مخ کې د شکست احساس کوي اوله خپل ټول توان سره ځان د طالبانو په مقابل کې ناکام ګڼي .

 له همدې امله  مونږ ویلای شو چې  ډګروال او برګدال  په افغانستان کې  د امریکایانو  د هغه ملموس او ښکاره شکست انځور ونه دي  چې  خپله امریکایان نه تري انکار کولای  شي او نه  هم د طالبانو له منګولو څخه  د د غو ناهمجنسو اسیرانو د خلاصولو  توان لري .

پای

۱۳۹۲ دکب ۱۸

عبد الرحيم ثاقب

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x