افغانستان

د انتخاباتو په اړه د طالبانو خبرداری

نن ټکی آسیا: طالبانو په یوې خپرې کړې اعلامیه کې له هېوادوالو څخه په ټېنګه  غوښتنه کړې، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په راتلونکو ټولټاکنو کې ګډون ونکړي او ورسره غوڅ پرېکون اعلان کړي او زیاتوي چې د اشغال تر سیوري لاندې ټاکنې اصلاً هېڅ اهمیت نلري او که څوک پرې غولېږي، نو یوازې خپل ځان په خطر کې اچوي نور هېڅ نه.

طالبانو په خپله اعلامیه کې له ټولو هېواد مېشتو ولسونو څخه په انتخاباتو کې د پرېکون ترڅنګ له دیني علماؤ، قومي مخورو، سپین روبو، د پوهنتونو،ښوونځیو او مدرسو له استادانو څخه هېله کړې،چې د دوی په اصطلاح د دې نمایشي لوبې حقایق خلکو ته بربنډ کړي .
اعلامیه زیاتوي :« دهرمسلمان افغان دنده ده چې دانتخاباتو ترنامه لاندې دیرغلګرو ددې وروستۍ دسیسې په ناکامولو کې هم خپله ایماني وجیبه ترسره کړي .
په خاص ډول له علماءکرامو،روحانیونو،سپین  ژیرو،دولس مخورو،دپوهنتونونو، مدرسو اومکاتبواستادانو او تعلیم یافته اوباخبره کسانو څخه مو کلکه غوښتنه داده چې خپل ټول ولس د دښمن په داډول ناپاکو دسیسو پوه اوپه بدو عواقبو یې خبر کړي اود دې ټولني هرفرد فرد وپوهوي چي ستاسوهر یوه رایه اچول یا په دي ناولي پروسه کې برخه اخیستل دکفارو اود هغوئ له غلامانوسره د اسلام او وطن پرضدمرسته  بلل کیږي او د دنیا اواخرت تاوان ته اوږه ورکول دي.»
په اعلامیه کې په تنده لهجه ویل شوي، چې دوی خپلو نظامي کسانو ته امر کړی چې د انتخاباتي سیالیو لوبغاړي،کاندیدان، کمپاینران، ساتونکي یې او همداراز نور کارکوونکي په هر ځای کې تر بریدونو لاندې راولي. «اسلامي امارت به  په هيڅ قيمت هم اجازه ورنکړي چې دښمن په دغه  جعلي او نمايشي پروسه کې بريالی شي او خپلې شومې هيلې ترلاسه کړي، په همدې منظور موږ خپلو ټولو نظامي مجاهدنيو ته امر کړی چې په خپل ټول توان سره د دښمن دغه جعلي انتخابات ورګډوډ کړي، په هرځای کې يې کارکونکي، فعاليت کونکي، دعوت ګران، امنيت ساتونکي، او دفاتر تر کلکو بریدونو لاندې ونیسي او ولس هم بايد اجازه ورنکړي چې د انتخاباتو په نامه پروسه، په مساجدو، کلينیکونو، مکاتبو، مدارسو،او په نورو عام المنفعه ځايونوکې  ترسره شي»
په اعلامیه کې له ولسي وګړو غوښتل شوي، چې : «يوځل بیا له هیوادوالو غوښتنه کوو چې ځانونه د انتخاباتو له دفاترو،درایې اچولوله مراکزودعوتي غونډو او کمپاينونو څخه لرې وساتي ترڅو خدای مکړه ژوند ته يي څه ګواښ پيښ نه شي، او که چا په کې ونډه واخيسته د راتلونکو بدوعواقبو مسئوليت به يي پخپله  غاړه وي. »

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x