نظــر

زموږ دښمن د پردو دوست!!

نه پوهيږم چې موږ نا اهله يو که دی؟ نه پوهيږم چې ملامت څوک دی او سلامت څوک؟ دی په دغه خاوره کې پيدا شوی ددغي خاوري له ګوټ ګوټ نه دده وجود ترکيب شوی او دلته يې وړوکواله پيل کړي په دغه خاوره کې يې خاپوړي کړي او ددغه وطن پر لوړو او ژورو يې د وړکتوب شپي ورځي سبا کړي، دلته کشر وو او بيا همدلته مشر شوی، څاڅکی څاڅکی يوځاي شوی او درياب تري جوړشوی، ځوان شوی او د قدرت لوړي کچي ته رسيدلی، خو… مټ يې دلته پياوړی کړی او خدمت نورو ته کوي!! له دغه ځايه په بيړه او تروشه ټنډه روان دی او د پرديو پښو ته ځان غورځوي!! دلته بخيل او هلته خورا سخي دی، هغه نه يواځي دا چې د پردو غلام دی بلکي کله د خپلي خاوري د سر دښمن دی،موږ وږي او تږي پريږدي اوخپله  ګټه نورو ته ځغلوي!

زموږ ګناه دهغه په غاړه ده ځکه هغه زورور دی او په موږ ظلم کوي،  هغه چې کله دلته په خپل ټاټوبي کې وي نو خورا په کبر او غرور روان وي، غړومبېږي او نه ټنګېږي، کله ناکله په لوټ تالان لاس پوري کوي او د دي ملک د خلګو مادي او معنوي شتمنۍ له ځان سره يوسي. زما ښه په ياد دي هغه بل کال چې کله زموږ د کور د څنګه تيريدی نو د خلګو پر جايدادونو او شنوکښتونو يې تيری کړی وو، ټول پري شاهدان وو او سربيره پر هغه يې زمونږ د غريب کلي د يوه داسي ځوان خون پخپله په غاړه کړ چې لا تر اوسه يې داغ ددي کلي د وړو زړو په زړونو کې پاته دی. دا اول ځوان نه وو چې ولاړ خو ساده ځوان هم نه وو، ددي کلي د راتلونکي د جوړيدا لپاره د اميد خورا ډيري سترګي هغه ته ور اوښتي وي او آن هيله کيده چې ددغه اهل ځوان او ورسره نورو ويښو ځوانانو په زيار به ګوندي دغه نااهله او ظالم سمي لاري ته راکش کړل شي، ګوندي خداي(ج) هدايت ورته وکړي او نيغي لاري ته يې راوړي، لکه پردو ته چې ګټي وړاندي کوي پخپلو هم لږ زړه وسوځوي.

زموږ د عامو کليوالو زړونه ډير تري ازار دي او خورا ډيري ګيلي هم تري لري، ځکه هغه فراري دی او په خپل وطن کې نه پاتيږي او بله داچې هغه خوني هم بولي او وايې د ډيرو ځوانانو خون يې په غاړه دی خو د حيرانتيا خبره داده چې ټول خلګ يې په سمه لار د روانيدو او هدايت هيله لري او آن هرکال يې د راتلو انتظار هم کوي!…. دوي وايې ګوندي زموږ د غريبي ټولني دا غښتلی او په زور غره، سږکال پر مونږ زړه وسوځي، زمونږ کره پاته شي او خپلي خاوري، خپل ټاټوبي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي!!! زموږ دکلي خلګ خورا ښه خلګ دي، هغوي ده ته بخښنه کوي، خطاګاني يې هيروي… دغه سږ کال چې رانغی او پر دغه لاره يې د تيريدلو هڅه ونکړه هغه دی ټول خلګ يې انتظار ته ناست دي او ټول وايې سږ کال به څنګه شي؟ او څه به کوو؟ ځکه هغه ندی راغلی!!

خو هيره دي نه وي چې د دي وطن هوښيار وجدانونه او ويښ ضميرونه يواځي دی ګرم (ملامت) نه بولي بلکه د کلي د ملکانو، د سيمي د مشرانو، په ژبو د پوهانو د دين د عالمانو او نورو روڼ آندو ګناه يې بولي چې ولي يې دی دغه حال ته پري ايښی دی؟!!

هغوي د ګاونډيو کيسه کوي چې دغه نااهله هلته موږ وينو چې اهل دی، هلته غرور او سرکشي نه کوي، هلته يې لاس د خلګو په وينه رنګ نه دی،هلته د چا پر جايدادونو يرغل نه کوي!! دا ولي؟ دا ځکه چې د هغي سيمي خلګ پر ده حاکمان دي او ګام پرګام يې څاري او نه پريږدي چې په خپل سر روان شي او هرڅه چې يې په وسه وه نو ويې کړي! زموږ او د هغوی فرق په دغه ټکي کې دی چې هغوي کنټرول پري لري،او موږ نه!!  نو په پايله کې هغوي زموږ د غښتلو او پياوړو نه ګټه اخلي او مونږ ته خپل غښتلي او پياوړي تاوان را رسوي!

بخښنه غواړم چې له ډيره درده مي هير شوه چې نوم يې درته واخلم…، خو زه فکر کوم چې تاسو به خاماخا پوه شوي ياست چې دا څوک دی، اوس به يې چهره ستاسو په ذهن کې ګرځي، او نوم به يې ستاسو د ژبو پر سر وي، ځکه تاسو هم ددغه کلي اوسيدونکي ياست، زموږ او ستاسو غم شريک دی! موږ او تاسو له يوي چيني اوبه اخلو او پر يوه سترخان ډوډي خورو….. که لا هم نه ياست پوهيدلي نو هيله کوم دا پورته متن له سره يو ځل بيا ولولئ ځکه دا کس پردی نه دی خپل دی!

ته به وايې دا څوک دی؟ دا زموږ د کلي ترڅنګ تيريدونکی (سيند) دی.

له دغه  سيندڅخه ګاونډيان خورا ډيري ګټي اخلي، ماهيګيران پکې په خروارونو ماهيان نيسي او ښکاريان يې په لوي او ستر ډنډ کې هيلۍ او بتي ولي، هلته له دغه  سيند نه ډيري لويې ويالې بيلي شوې دي، ډير لوي لوي ډاګونه له اوبو لاندي شوي، کلي او ښارونه پري اباد شوه. شاړي ځمکي يې په ثمر راغلي د غلو او خوږو ميوو پکي هيڅ کمی نشته!! ځکه چې هلته د  سيندمخکې لوي لوي بندونه جوړ شوي، د بريښنا (برق) ماشينونه ايښودل شوي، فابريکې او کارخانې په کار لويدلې،نو ځکه  د سيندد شاوخوا خلګ پري اباد او ماړه شوي.

دا  سيند ولي دلته دغسي او هلته هغسې دی؟

موږ ته په قهر دی او په هغوي پيرزوينه لري، دلته ډير تند او په څپو روان دی، هلته ارام بهېږي. دلته په يوي لاري نه ځي هره ورځ يوي خوا ته مخه کړي او د  سيندبله غاړه واخلي،ځمکي خرابي کړي خو هلته په خپله ټاکلي لاره روان وي او بي لاري نه ځي! دلته د خلګو زړونه ازاروي او هلته بي ازاره تيريږي!!

آه! مونږ څومره ناپوه يو، چې دغه راز فکر کوو او په خپله ګناه نه پوهېږو، دوست او دښمن نه پيژنو ملامت او سلامت نشو بيلولاي، موږ خپله ګناه د  سيندپه غاړه اچوو. او د  سيندپه غاړه خو موږ پراته يو، ريښتيا داده چې دا زموږ ګناه ده د سيند ګناه نده.

دا سيند د چا سره دښمني نه لري، دا  سيندرهر تږي ته په اخلاص اوبه ورکوي او د هرچا خيرن ځان او کالي پاکوي او د هرچا کښت په سخاوت خړوبوي، په ځان کې ماهيان ساتي او ډول ډول مرغان په ځان را ټولاي شي خپل شاوخوا ډاګونه په شنو چمنونو بدلولاي شي… خو،…… داسي پاخه عزمونه او پاک وجدانونه غواړي، چې ستر همتونه ولري او پاخه بندونه جوړ کړي او هر لور ته ستري ستري ويالي تري کش کړي.

که زموږ کار پوخ واي او بندونه مو پاخه واي، نو پروسږ کال به زموږ کښتونه اوبو  نه خرابول او سږکال به زموږ ويالي وچې کلکي نه پاتېدي. موږ ملامت يو چې د خپلو سيند په بند وبست پوه نه شوو او کار مو تري وانخيست.

دا سيند د ژوند او مرګ سيند دی…. په دي  سيند کې د ورانۍ او ودانۍ دواړو قوتونه پراته دي، هم کولاي شي اباد کښتونه وران ويجاړ کړي او مرګونه وکړي او هم کولاي شي شاړ ډاګونه ودان کړي او ښه ژوند، سمسور وطن او د ارامتيا نه ډک ژوند موږ ته وړاندي کړي. دا  سيندهيڅکله بخيل نه دی دا  سيندد خپل شاوخوا خلکو استعداد ته ګوري، هرچا ته د هغه د لوښي سره سمي اوبه ورکوي.

دا سيندد ټکوري او ټانکر خاوند ته برابره برخه نه ورکوي بلکي هر چا ته د هغه د ظرف او ظرفيت په اندزه اوبه ورکوي،که مونږ يواځي يوه ګډوه تړي ډکه کړو او نور پريږدو نو پاته به ګاونډيو ته ورځي او دهغوي د بندونو شاته به درېږي. دا سيند وړو لښتيانو ته د لويو لويو ويالو په اندازه برخه نه ورکوي!! او د اومو (خامو) بندونو تر شا نشي تميدلاي، ځکه  سيند د هرچا کار ته ګوري او هغسي ورسره کوي، يعني خام بندونه ورانوي او پوخ بند ته ځان تسليموي.

هيله ده چې زما سره په دي احساس کې شريک کسان دغه کرښي بيا مطالعه کړي نور ملګري پري خبر کړي او د حل لاره ورته ولټوي، ما ددغه احساس تومنه او پيلوځي د ښاغلي ګل پاچا الفت(رح) نه واخيست او څه مي د خپل زړه درد پکي ګډ کړ او تاسو ته مي وړاندي کړ نو په پاي کې د هغه يوه ژوره خبره واورئ چې خورا په زړه پوري ده هغه وايې: ((هغه څوک چې د ژوندانه سيند په خپل سر پرېږدي او يوه معينه مجرا نشي ورته ټاکلی، له ژوند نه استفاده نشي کولی)) ښاغلي الفت دلته يوه ښائسته استعاره کړي، خو افغانان دي اوس اصله خبره تري واخلي، خپل بندونه دي جوړ کړي او د خپلو شتمنيو غم دي پخپله وخوري.

عبدالجبار مطمئن – فراه
Mutmaen313@gmail.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x