انډیا، نیوزیلنډ او سریلانکا د ورلډ کپ خپل اولنۍ لوبي وګټلي

yousuf_pathanنن ټکی آسیا: د کرکټ ورلډ کپ په اولني لوبو کې انډیا، نیوزیلینډ او سریلنکا خپل اولني لوبي د نسبتاکمزورو ټیمو څخه وګټل.

پرون په خپل اولنۍ لوبه کې انډیا اول بېټنګ وکړی، او په پنځوسو اورو کې 370 منډي جوړي کړی، چې د هغو څخه صرف اوپنر ریندر سهواګ 175 منډي په یوازي سر جوړي کړې، او ویرات کوهلي هم سل منډي پوره کړې.

د انډیا په مقابل کې بنګلادیش هم ډېره ښه شروع وکړه او تر اخیر باله یې ښه مقابله وکړه، او په خپل 50 اوره کې د نهو لوبغاړو په سوځولو سره 283 منډي جوړ کړه..چې د هغو څخه تمیم اقبال 70 او شکیب الحسن 55 منډي جوړي کړي.

د بلي خوا په ننۍ لوبو کي نیوزیلینډ خپله اولنۍ لوبه په لس وکټه وګټله، کینیا پچه وګټله او اول یې بېټنګ وغوښتی، کله چې لوبه شروع شوه، ټوله لوبغاړي یو په بل پسې وسوځول شوه، یو کم 24 اوره لوبه یې وکړه او صرف 69 منډې یې جوړي کړي..
نیوزیلنډ بې له لوبغاړي سوځولي دغه منډي صرف په اته اوره کې پوره کړي..
—-
د نن په اخیرنۍ لوبه کې چې د سریلانکا او کنډا تر منځ وشوه، سریلنکا پچه وګټله او اول یې بېټنګ ته ترجیح وکړه، او په خپلو 50 اورو کې 332 منډې جوړي کړې چې دهغو څخه مهیلا جیوردنې 100 او سنګاکارا 92 دلشان 50 منډي جوړي کړې.
په جواب کې د کنډا ټوله لوبغاړي په یو کم 37 اوره په 122 منډو جوړولو سره وسوځول شوه.
چې په پایله کې سریلنکا دغه لوبه په 210 منډو وګټله.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.