شعـــــرونه

مرګ – قاري سعید

مرګ مفتش دی ، خورد ضابط او مارشال نه پیژني
چنې منې  نه مني ، جاروجنجال  نه پیژني

دتقدیر حکم یې په لاس په اجرآتو سر دی
د چا زارۍ دچا لمنه دسوال نه پیژني

نه واسطه ، نه شیریني او نه رشوت قبلوي
د غوا  لونګۍ کیسه کې نه دی او مال نه پیژني

نه دچا مخ ګوري نه څټ  نه یې نسب او نسبت
مدني حال دمراتبو سلسال نه پیژني

نه دچا زر ته ګوري نه دچا له زور ډاریږي
عجیب ناشناخته دی نمرود اودجال نه پیژني

نه په ګوزار ستنیږي ، نه په ګوزاره پوهیږي
چې یې درمخ شو بیا نو توره او ډال نه پيژني

نه دچا قصر ویني ګر که ترآسمانه رسي
د چا ماڼۍ د چا دخټو دیوال نه پیژني

نه په صحت نه په مرض دی نه د عمر پابند
پیر و برنا ، د چا سرطان او سعال نه پیژني

مرګ دهیچا د ارمانو ګوډي ته پام نه کوي
بړستن چورتونه ، پلوونه دخیال نه پیژني

که دې هر څو وي دتلپاته ژوند تابیا نیولې
درنړوي یې ، مرګی هیلې آمال نه پیژني

مرګی یوازې دانسان حق کې بېباکه نه دی
شجر حجر هم نه مني او جبال نه پیژني

له ثریا بیا تر ثری  درست مخلوقات دعالم
هیڅ یو مخلوق هم مرګی ځان لره سیال نه پیژني

اوس که فناء ده  به سبب دعزرائیل  اسرافیل
خو چې وخت راشي مرګ جبریل او میکال نه  پیژني

د مرګ له څکې نه زمین اونه آسمان خوندي دی
د سپوږمۍ ناوې او دستورو یې شال نه پیژني

آسمان که هرڅو ټینګ ولاړ دی خو را وبه لویږی
مرګ یې په ټنډه دلمر ځلنده خال نه پیژني

مرګ به فناء کړي همه واړه مخلوقات دعالم
مرګ د مخلوق دهمیش ژوند احتمال نه پیژني

خو !

خو ، ها  چې مرګ یې پیژني او دمرګي خالق دی
او بې له هغه مرګ بل هیڅا متعال نه پیژني

هغه له مرګ او له فناء نه  منزه  الله دی
چې درست کمال دی او هیڅ شوب د زوال نه پیژني

۱۴۳۵/۵/۹ هـ ق

قاري سعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x