fbpx

کرزي کلمه طیبې ته د امریکایانو سپکاوی وغانده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ وږي، ۱۳۹۶): پخوانی ولسمشر حامد کرزي د توحید کلمې ته د امریکایانو سپکاوی غندلی او هغه یې «افغانستان د خلکو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو رواني جګړه» بللې.

د کرزي لخوا په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا د ترهګرۍ ضد جګړې تر نامه لاندې د افغانستان د ځوریدلي ولس په احساساتو لوبې کوي.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا باید د افغانانو چوپتیا د هغوی کمزوري ونه ګڼي او وپوهیږي چې د هرې ورځې په تېرېدو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون او خپلسریو په وړاندې د خلکو کرکه او نفرت زیاتیږي.

د کرزي په وینا؛ که دغسې اعمال دوام وکړي نو د خطرناکو او بدو پایلو مسئولیت به یې د امریکايي حکومت په غاړه وي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له امریکا او امریکايي ځواکونو غوښتي چې د افغانانو دیني ارزښتونو او ملي عنعناتو ته له سپکاوۍ څخه په کلکه ډډه وکړي.

څو ورځې مخکې امریکايي الوتکو په پروان ولایت کې د توحید مبارکې ته له سپکاوۍ ډکې تبلیغاتي پاڼې شیندلي وې او په عین حال کې يې له افغانانو غوښتنه کړې چې د امریکايي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د (لا اله الا الله محمد رسول الله) مبارکې کلمې د توهین او سپکاوي په وړاندې تر دې شیبې پورې غبرګون نه دی ښودلی.

په ۲۰۰۱ کال په افغانستان باندې د امریکایانو له پوځي یرغل سره جوخت د اسلامي شعایرو او دیني مقدساتو د توهین او سپکاوي پېښې په بېلابېلو شکلونو رامینځته شوي دي.

کلمه طیبې ته په توهین سربېره، په تېرو شپاړسو کلونو کې د قرآن کریم مصاحف، پیغمبران، اسلامي عقیده، دیني علماء، دیني مدارس او د جهاد په شمول ګڼ اسلامي احکام په پرلپسې ډول د لفظي او فزیکي سپکاویو تر بریدونو لاندې راغلي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

دې فاسد او د سي ای اې زوړ يار خو خپل جيبونه ډک کړل او دشمال لنډغرانو ته یې ټولې چوکۍ ورکړې او دطالبانو ددفتر مخالفت یې د شمال د لنډغرو د خوښې له پاره وکه ! او نور رزالت یې امکان نه لاره دوره یې پوره شوه نو ددې لپاره چې خپل مردار هډوکي پاک کړي، اوس د اولس او دین پالني شعارونه ورکوي !!
تف لانت پردې فاسد هغه بیا افغانان غولوي!!