د مسعود قاتلان په انټر کانټنینټل هوټل کې (خاطره)

مولوي محب الله (ګرمسیری)
د انټر کانټنینټل هوټل پخوانی رئیس

هغه دوه تنه عرب مجاهدين چي احمدشاه مسعود يي وواژی زموږ سره تر بريد څو شپي مخکي په کانټينينټال هوټل کي اوسيدل. په دي وخت کې زه (ليکوال) د همدي هوټل رئيس وم.

الله جل جلاله شاهد او واحد دی چې موږ تر پايه په دي هکله معلومات نه درلودل چې دا کسان چا راوستي او چيري ځي او نه موږ د يوه ميلمه پال په توګه له يوه ميلمه څخه د داسي خبرو پوښتنه لازمه ګڼل چې تاسو څنګه او د څه لپاره راغلي ياست؟ خصوصا د هغو ميلمنو څخه چي د بهرنيو چارو د وزارت له خوا موږ ته معرفي شوي وای.

دواړه تقريبا په چهره تور بخون وه، يوه يي لويه ژره درلوده او بل يي کوسه غوندي ځوان وو خو د نورو ژورنالستانو د عادت خلاف به يي د واړوو د تصوير اخيستلو غټي کيمري په غاړي وي چي له هوټل به وتل نو مابه ليدل چي دوی به کيمري په غاړه ځوړنده سرونه په يوه ورځ کې څو ځله له هوټل وتل او ننوتل.

خلاصه: يوه ورځ دغو کسانو د هوټل د انجينری برخي مشر (انجينرامان) ته ويلي وه چي موږ غواړو ددي هوټل له رئيس سره مرکه وکړو.

د غرمې شاوخوا يولس بجي به وې انجينرامان ماته وويل چې دوه تنه عربان زموږ سره په دې هوټل کې اوسيږي، غواړي چي له تاسو سره مخامخ مرکه وکړي او د هوټل په وضعيت يو هراړخيز راپور جوړ کړي.

په دې وخت کې زه او شهيد اميرالمومنين منصور صاحب ( رحمه الله ) د دې هوټل د کاسټ کنټرول شعبي تر څنګ په يوه خالي او مناسب ځای کې چي د هوټل د انجينرۍ شعبې اړوند له کاره لويدلي تختې اولرګي به پکښې ساتل کيدل، د مسجد په افتتاح بوخت وو.

ما انجينر امان ته وويل چې وروره ته ورسه! د دغوکسانو سره زما په نمايندګی مرکه وکړه ځکه د هوټل وضعيت تر ما وتاته ښه معلوم دی.

ما او انجينر امان په خبرو کي وو چې دا دواړه عربان بي اجازي راغلل او سلام يي واچوی او همدا غوښتنه يي راڅخه وکړه چي موږ غواړو له تاسره مرکه وکړو. ما هغه خبره چي انجنر امان ته مي کړي وه، و دوی ته هم ورغبرګه کړه چې زه خو رئيس يم خو د دي هوټل وضعيت تر ما ودغه انجينر صاحب ته ښه معلوم دی، تاسو زما په نمايندګۍ له همدي سړی سره مرکه وکړئ د هوټل ټول ټول حالات به دا سړی درته ووايي.

خو د عربانو خبرو او مجلس هيڅ ادبي اړخ نه درلود او داسي معلوميدل چې ګواکي دوی د يوې جنګي کرښي بي پروا او ساده مجاهدين دي خو اوس دوی ودي کار ته مجبوره شوي چې تاسو همدا مرکي او مطبوعاتي کارونه پرمخ وړئ.

که رشتيا ووايم په دي خاطر چي شهيد اميرالمومنين رحمه الله په همدي وخت کې د هوانوردی او توريزم وزارت مسؤل وو او موږ د همدي مسجد د افتتاح لپاره دعوت کړی وو، موږ نه غوښتل چي دا فرصت له لاسه ورکړو او دا لږ وخت د همدغو عربانو سره په مرکه تير کړو او نه دومره وخت وو چي موږ له دوی سره په همدي تنګ وخت کي د ټول هوټل په هکله تفصيلي معلومات شريک کړو .

نو ما ودغو عربانو ته وويل چي تاسو لطفا د همدي انجينرصاحب سره زما په نمايندګي مرکه وکړي او د هوټل د روان وضعيت په هکله تاسو يو تفصلي راپور چمتو کړئ.

عربان چي د مجلس له اوله د ژورناليزم اصول او ادبيات نه مراعاتول او غوښتل يي چي خپله نارضاګي موږ ته زموږ په مخ کي ښکاره کړي نو ما او شهيد حاجي صاحب ته وويل چې «تاسو څنګه د امارت مشران ياست چې د څپلو سره د مسجد په صحن کي ګرځئ، الله دي دواړو ته جنت فردوس ورنصيب کړي».

د عربانو د خبري په اوريدلو سره موږ په دي خاطر چي دوی نور ناراضه نسي د مسجد له صحن ووتلو او شهيد حاجي صاحب رحمه الله ورته وويل چې ماشاء الله هم ژورنالستان او هم دومره تقوا. عربان چي په په ښه خندا سره رخصت شول بيا موږ ته شهيد حاجي صاحب وويل چي تاسو له دوی څخه ګيله مه کوئ ځکه عرب قوم په اسلام کي داسي شيان ډير مراعتوي. د شيخ اسامه بن لادن هغه قيصه يي وکړه چي موږ يو وخت له هغه سره ملاقات وو يوه ملګري په مجلس کې د چایو ګيلاس په چپه لاس خولي ته پور ته کړی، شيخ اسامه هغه تر لاس ونيوی او ورته وويل: اليد اليمنی للاکل والشرب واليسری للاستنجاء. الحديث.

د افتتاح تر مراسمو وروسته انجينر صاحب چي يو زيرک او هوښيار سړی وو او د حزب اسلامي ګوند يو برحاله غړی وو ما او شهيد حاجي صاحب ته راغی او راته وويل ښه دی چې مرکه مو نه ده ور سره کړي، موږ ویل ولي؟ وايي دا ژورنالستان نه دي او نه د ژورناليزم په اصولو او خبرو پوه دي، والله داسي پوښتني يي کولي چي هيڅ مطبوعاتي اړخ يي نه درلودی.

ښه مي ياد دي چي انجينر امان دوه ، دري ځله راياده کړه چي رئيس صاحب ياد يي لره! ددي خلګو هدف بل څه دی او هسي په دې نوم غواړي په دې هوټل کې څوشپي تيري کړي.

داحمد شاه مسعود تر پيښي وروسته موږ خبر شولو چې دغو بريدکوونکو عربانو زموږ سره په همدي هوټل کي څو شپي تيري کړي. بيا به انجينر صاحب خپل کرامت موږته تکراراوی چي مانه درته ويل چي دا خلک ژورنالستان نه دي بلکي يو بل هدف لري!؟

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
8 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ګرمسیری صاحب سلامونه او د اختر مبارکی مو ومنۍ ! زه د ګرمسیر نه یم مګر ګرمسیر کی مو د کرنی ښوونځی کی مو دری کاله تیر کړی یعنی ګرمسیر له نزدی پیژنم د هلمند د سیند په سر د پله خواته مو ښوونځی وو وخت ناوخت به مو ډرامی هم ښودلی او د ګرمسیر ولسوالی خلک به هم راتلل . په هر صورت، زه ستاسی د لیکنی مخالفت نه کوم څه چه ورک شی په هر څه شک کیدی شی . ولی د مسعود وژل تر هغی زیات وو چه دوه ژورنالیستان او هغه هم داسی لوده ژور نالستان… نور لوستل »

مېلمه
میلمه
مېلمه

بیانزیه ډیر غږیږي او ډیري خبري له حکمته خالي وي نو ډیر مه غږیږه. مسعود مردار شو او د یهودو دوست وو، که هر چا کړي کور يي ودان لاکن عربو مړ کړ. د امریکا په خاطر نه وو. خبری دي ډیري بي حکمته دي لږ يي را کمي کړه خداي به حکمت پکي واچوي.

Sayed
میلمه
Sayed

ډیره هوا دی ور کړی استاز بیانزی صاحب ته له هغو کسانو سره په نظر کی یو ځای سوی یی چی مسعود د اسلام خادم او وژنه یی د امریکا له خوا بولی په داسی حال کی چی هغه له طالبانو سره په څو کلن جنګ کی یو ځلی هم مسعود د اسلامی نظام لپاره چمتوالۍ اونه ښود د مسعود پاتشونی اوس د مسعود مرګ په دی خاطر په امریکایانو ور اچوی چی ژوند خو یی په داخلی جنګونو کی تیر شو بعد له مرګه هم باید شهید او بلل شی او د شرق او غرب دوښمن ورته او ویل… نور لوستل »

محمدحذیفه
میلمه
محمدحذیفه

محترم الحاج استاذ بیانزی صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته محترمه اشتباه پوه شوی یی مسعود دهغه خبریالانو چی ته یی لوده بولی دالقاعده او اسامه لپاره په پاریس کښی دهغه دخبرو پخاطر چی بوش ته یی په افغانستان دحملی لپاره په ښکاره دعوت او له خپلی خوا د همکاری ډاډ ورکړی و وژلی دی. په یوټیوب کښی دهغه ویډیو (أحمد شاه مسعود – دعم إيران لأمريكا في العراق وأفغانستان – ) وګوره هرڅه به درته روښانه شی انشاء الله. دا خبره چی مسعود امریکا وژلی دا دده دپنجشیری ملاتړو او بعضی نا آګاه کسانو خبری دی کوم چی غواړی… نور لوستل »

عمیر
میلمه
عمیر

اسلام علیکم….

سلامونه او نیکی هیلی د نن ټکی آسیا ټولو مینه والالو ته وړاندی کوم.
زه د حذیفه صاحب نظر سره سل په سلو کی موافق یم القاعده تنظیم ورسته له هغه چی مسعود د اروپا او امریکا ځخه په شکاره د مرستی غوښتنه وکړه دا عمل یی ترسره کړه هغه رزیل د بوش نه مستقیم د القاده او طالبانو ختمولو غوښتنه کړی وه.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دابه راسره منۍ چه د ننني میدیا ټوله یا اکثره برخه د نړیوال دجالی استعمار په واک او لاس کی ده . یعنی هم میدیا د یهودانو او صلیبیانو ملکیت یعنی چلوونکو ته یی په ډالرو او ایرو معاشونه ورکوی او هغه نیمه خپلواکی چه ملکیت یی د نورو سره مګر هغوی ته د هماغه دجالی استعمار له خوا رشوتونه ورکول کیږی چه هر څه دهغوی په ګته او مسلمانانو به ضد وچلوی او دریمه برخه د میدیا لکه د نن ټکی اسیا په شان خپلواکی باڼی ، اخبار یا تلویزونونه دی دوی که رشتینی خبلواک او بیطرفه دی دوی… نور لوستل »

افغان
میلمه
افغان

احمدشاه مسعود د چا له خوا او ولی ووژل شو ؟ دا سمه ده چه مسعود د نامعلومو له خوا مګر د معلومو په قومانده ووژل شو . ولی ؟ دغه پوښتنی ته په هیواد یا سیمه کی د حالاتو د ارزونی له مخی ځواب ورکولی شی هغه ارزونه څه وه ؟ هغه ارزونه : دجالی استعمار غوښتل چه د منځنی ختیز په شان په دی سیمه او ځانګړی ډول زمونږ هیواد کی د الهی نظام مخنیوی وکړی کوم چه نازه په پښو درول شوی وو . مسعود خو جهادی قوماندان وو هغه یی ولی ووژل شو ؟ د هغه… نور لوستل »

سيد مصطفي
میلمه
سيد مصطفي

در ضمن كسي را كه ميخواهيد بشناسيد رفيق هاي شه ببينيد كساني كه بعد از مسعود انتظام شورا ايزار پيش ميبرند همان ستمي هاي متعصب قوم گرا اند و غلام هاي حلقه به گوش يهود ونصارا اند مثال كلانش عطا چور والي بلخ امرالله صالح و عبدالله وديگران پيكر هاي عقده اند كه فقط به ضد اسلام كار ميكنند اگر مسعود انديشه اسلامي ميداشت خو كم از كم به إفرادش بايد ديده ميشود الله متعال از شر اين شرير ها مسلمين را به أمان خود داشته باشد

حیدر
میلمه
حیدر

بیانزي استاذ او ټولو هغو ته چې دا ستر ویاړ امریکا ته وربښي وایم چې تاسو که دا خبرې په نیت کوۍ له الله پاک نه وویریږۍ، هغو دوو کسانو دومره غټه قرباني ورکړه او له یوه غټ خونخوار نه یې د زرګونو مسلمانانو او شهیدو طالبانو انتقام واخستلو، او تاسو یې د امریکا ایجنټان بولۍ، له الله نه وویریږۍ، د قیامت په ورځ به الله پاک ته څه جواب وایۍ؟

فطرت
میلمه
فطرت

السلام علیم / خصو صا حذیفه ورور ته په ځانګړې توګه زه هم د یو داسي کس په صفت چي د کمونسانو روسانو اومریکايي مجاهدینو (شر او فساد توپکیانو پاټکیانو) او اوسنی اشغال دوره مي د سر په سترګو لیدلي ده او د ډیرو پیښو عیني شاهد یم د حذیفه ورور د خبري سره صد فی صد موافق یم. مسعود ته د حقیقي مبارزو مسلمانانو د قهر او غصي کاسه هغه وخت لبریزه شول چي د یهودو طیارو د تاجکستان د کلاب و میدان هوايي ته پروازونه شروع او د مسعود دبانډ اکمالات يي شروع کړه چي ځیني نړۍ والو… نور لوستل »